
1TVNewsAF
@1TVNewsAF • 933,847 subscribers
1TV is a leading news and entertainment television station in Afghanistan. 1TV prides itself on rapid, objective, and factual reporting.
Shorts
Videos

په کابل کې د ضیافت رستورانت دویمه څانګه د پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونې سره پرانیستل شوه.د خصوصي سکټور فعالان وایي، د دې ډول پانګونو زیاتوالی د اقتصادي فعالیتونو له پراختیا او د کاري فرصتونو له رامنځته کېدو سره مرسته کولی شي. دوی ټینګار کوي چې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال کولی شي په هېواد کې د کورنیو پانګونو بهیر لا پیاوړی کړي.
1TVNewsAF16,099 次观看 • 13 天前

خلیلزاد: افغانستان د لویو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، افغانستان د لویو نړیوالو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی. خلیلزاد د سعودي عربستان د نفت او ګازو له یوه شرکت سره د افغانستان نوی تړون د هېواد د اقتصاد لپاره مثبت پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې دغه تړون ښيي افغانستان د سوداګرۍ او پراخو پانګونو لپاره د لا ډېر چمتووالي په حال کې دی. نوموړي زیاته کړې، افغانستان د پام وړ طبیعي زیرمې لري چې د سیمې او نړیوالو بازارونو اړتیاوې پوره کولی شي او د دغو سرچینو پراختیا د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کولی شي.
1TVNewsAF18,696 次观看 • 16 天前

د هند دفاع وزیر: له پاکستان سره به یوازې د کشمیر په اړه خبرې وشي د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ ویلي، هېواد یې له پاکستان سره یوازې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر د بېرته سپارلو په اړه خبرو ته چمتو دی. نوموړي دا څرګندونې د کارګیل د بریا د ورځې د کلیزې په مناسبت کړې او ټینګار یې وکړ چې له پاکستان سره به د نورو موضوعاتو په اړه خبرې ونه شي.
1TVNewsAF30,184 次观看 • 1 个月前

یوازې څو ثانیې تر ویجاړۍ؛ په نیپال کې ویجاړونکي سېلاب د ډبرو او یخ د یوې سترې کتلې راښویېدلو په نیپال کې ناڅاپي سېلاب رامنځته کړ؛ هغه سېلاب چې د ګڼو کسانو ژوند یې واخیست او کلي، سړکونه، پلونه او د اوبو برېښناکوټونه یې ویجاړ کړل. سلګونه کسان، چې بهرني سیلانیان هم پکې شامل دي، لا هم نادرکه دي.
1TVNewsAF10,988 次观看 • 28 天前

کابل ښاري ابتدائیه محکمې ته شپږ نوي زونونه منظور شول د سترې محکمې مرستیال ویاند منصور احمد حمزه ویلي، د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې لپاره د کارونو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او خلکو ته د ګڼهګوڼې پرته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د شپږو نویو زونونو تشکیل منظور شوی دی. د نوموړي په وینا، د کابل ښاري ابتدائیه محکمې تشکیل د هېواد د لسو ولایتونو د محاکمو له تشکیل سره برابر شوی دی.
1TVNewsAF20,726 次观看 • 2 个月前

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې سعودي عربستان د ابراهیم تړونونو سره یوځای شي، تر څو له امریکا سره د ملکي اټومي انرژۍ د همکارۍ وړاندیز شوی تړون مخته ولاړ شي. هغې ټینګار کړی چې د دې تړون عملي کېدل د همدې شرط له پوره کېدو سره تړلي دي. تر اوسه سعودي عربستان د ولسمشر ټرمپ د ټولنیزو رسنیو د هغو څرګندونو په اړه، چې د یورانیمو د غني کولو او د ابراهیم تړونونو سره د یوځای کېدو په اړه یې کړي، په رسمي ډول څه غبرګون نه دی ښودلی.
1TVNewsAF17,345 次观看 • 2 个月前

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراجالدین حقاني د پنجشېر ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. د پنجشېر والي ویاند سیفالدین لټون وایي، ښاغلي حقاني د پنجشېر د والي حافظ محمد آغا حکیم په دفتر کې له والي او ولایتي مسوولینو سره لیدلي او د خلکو د ستونزو، پراختیايي چارو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او فرمانونو د پلي کېدو په اړه یې خبرې کړې دي. ښاغلي لټون ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د پنجشېر د خلکو او ولایتي ادارې ترمنځ ښې اړیکې او همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي چې د خلکو او ادارو نږدې اړیکې د ستونزو په ښه حل کې مهم رول لري. ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی چې پنجشېر ته به لا ډېره پاملرنه وشي، ځکه د ده په وینا، د دغه ولایت خلک له اقتصادي ستونزو او ځینو وروسته پاتېوالي سره مخ دي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. په دې لیدنه کې قومي مشرانو، علماوو، مخورو او د پنجشېر د مرکز او ولسوالیو د خلکو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې. حقاني پر ملي یووالي، ورورولۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د پنجشېر د خلکو د یووالي او همغږۍ د له منځه وړلو هڅه وکړي.
1TVNewsAF10,680 次观看 • 1 个月前

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو د برید غندنه کړې او ویلي یې دي، پاکستان د کشمیریانو د حق غوښتنې په ځواب کې وژنې، ټپي کول او نیونې ترسره کړې دي. پښتین ویلي، له کشمیریانو سره بشپړ پیوستون لري او په نړیواله کچه به د کشمیر د بهرمېشتو ملاتړ هم وکړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د کشمیر ګډې ولسي کاري کمېټې ویلي، امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې کړې او نهه کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
1TVNewsAF15,339 次观看 • 1 个月前

هند د پاکستان تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر (PoJK) کې د ملکي وګړو پر وړاندې د پاکستان د ظلم او تاوتریخوالي غندنه کړې ده. هند د پاکستاني امنیتي ځواکونو لهخوا پر بېګناه ملکي وګړو د وروستیو ډزو وروسته په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، دغه کړنې د منلو وړ نه دي. هند همداراز ویلي، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ترسره کېدونکې تش په نوم ټاکنې یوازې ظاهري او نمایشي اقدام دی.
1TVNewsAF11,181 次观看 • 1 个月前

حقمل سعد، سخنگوی فرماندهی امنیهی ولایت پنجشیر، از کشف و ضبط ۱۳۰ کیلوگرام تریاک در منطقهی کوتل انجمن خبر داد. به گفتهی وی، این مواد مخدر که در یک موتر نوع فرونر جاسازی شده بود، از بدخشان به مقصد کابل و سپس هلمند انتقال داده میشد. سعد افزود که در پی این قضیه، دو تن به اتهام قاچاق مواد مخدر بازداشت شدهاند. #خبریک
1TVNewsAF11,211 次观看 • 1 个月前

ویدیو: شیخ هبتالله آخندزاده، رهبر امارت اسلامی افغانستان، در پیام صوتی خود گفت که منشأ قوانین امارت اسلامی از قرآن، حدیث و فقه اسلامی گرفته شده است. او بدون اشاره مستقیم به کشوری خاص، از نقض حقوق بشر در مناطق مختلف جهان انتقاد کرد و افزود که در حالی که درباره حقوق بشر صحبت میشود، در عمل بر مردم ظلم میشود. رهبر امارت اسلامی افغانستان، با اشاره به جنگ غزه گفت که اسراییل بر مردم غزه ظلم کرده، اما درباره این نقض حقوق بشر صدایی شنیده نمیشود. او تأکید کرد که در افغانستان حدود و شریعت الهی حاکم است و این موضوع از سوی برخی نهادها به عنوان نقض حقوق بشر مطرح میشود، در حالی که بمباران فلسطین توسط اسراییل به عنوان نقض حقوق بشر شناخته نمیشود. #خبریک
1TVNewsAF35,619 次观看 • 10 个月前

نیرو های امارت اسلامی پس از حملههای هوایی رژیم نظامی پاکستان به ولایت پکتیکا حملهی تلفیجویانه را علیه ارتش آن کشور آغاز کردند. نوارهای دیداری که در رسانههای اجتماعی دست به دست میشوند نشان میدهند که نیروهای امارت اسلامی عملیات لیزری را برضد ارتش پاکستان آغاز کردهاند.
1TVNewsAF31,376 次观看 • 11 个月前