Ahmadullah.Muttaqi's banner
Ahmadullah.Muttaqi's profile picture

Ahmadullah.Muttaqi

@Ahmadullah691245,315 subscribers

Videos

Ahmadullah69124's profile picture

د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د هرات ښار د مرکزي ځمکتلي سړک د بشپړولو او ښکلا چارو بهیر لا هم روان دی او ټاکل شوې چې ډېر ژر په دې پروژه کې برېښنايي زینه هم نصب شي. د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، مولوي عبدالاحد خیرخواه وایي، دغه ځمکتلی سړک په بشپړ ډول معیاري او د تخنیکي او انجینرۍ معیارونو سره سم جوړ شوی دی. د مولوي خیرخواه په وینا، دغه ځمکتلی سړک د سطحي اوبو او د موسمي بارانونو د اوبو د مدیریت لپاره په شپږو جذبي څاه‌ګانو، د هوا د تبادلې (وېنټیلیشن) سیستم، اضطراري تم‌ځای (پارکینګ) او د وتلو په دروازې سمبال دی، او د ښاریانو د خوندي او اسانه تګ راتګ لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي. مسئولان شاروالی هرات می‌گویند که کارهای تکمیلی و تزئیناتی زیرگذر مرکز شهر هرات همچنان ادامه دارد و به‌زودی رمپ برقی نیز در این پروژه نصب خواهد شد. مولوی عبدالاحد خیرخواه، رئیس حکومت‌داری شهری شاروالی هرات می گوید که این زیرگذر به‌گونه کاملاً معیاری و مطابق با معیارهای فنی و مهندسی ساخته شده است به گفته مولوی خیرخواه، این زیرگذر مجهز به شش حلقه چاه جذبی برای مدیریت آب‌های سطحی و آب‌های ناشی از باران‌های موسمی، سیستم تهویه، پارکینگ اضطراری و دروازه خروجی است و تمامی امکانات لازم برای استفاده ایمن و راحت شهروندان در آن در نظر گرفته شده است. جزئیات بیشتر در گزارش زیر...👇

Ahmadullah.Muttaqi

16,915 Aufrufe • vor 2 Monaten

Ahmadullah69124's profile picture

*د پرمختګ پر وړاندې د دښمن د تبلیغاتي جګړې ناکامه هڅې* _رحمت الله فیضان_ د تېرو اتو میاشتو په موده کې په هرات ولایت کې د ۱ میلیارد او ۶۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه سترې ښاري پروژې پرانیستل شوې او د ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې د هرات حوزوي روغتون مخې ته د ځمکې لاندې لارې (ځمکتل) د جوړولو پیل، د ۱۲ پوړیز سوداګریز مرکز او تیاتر ودانیو جوړول، د شیدایي سړک بشپړېدل او د ګلانو چوک ځمکتل افتتاح شامل دي. همداراز، د ښاریانو د هوساینې او د ترافیکي پېښو له امله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه د سیمنا چوک څخه تر شهرنو چوک پورې دوه هوایي پلونه د هېوادپالو سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دا ټولې چارې له ولس سره د حکومت د ژمنو یوه کوچنۍ برخه بلل کېدای شي. تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به هرات ته د ټاپي پروژې د رسېدو او د سوداګریز ښارګوټي تر ساحې پورې د ریل پټلۍ د بشپړېدو خبرونه هم واورېدل شي. دغه ډول پرمختګونه نه یوازې د خلکو په زړونو کې د راتلونکي په اړه هیلې راژوندۍ کوي، بلکې افغانستان د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز اتصال پر لور یو بل ګام ته هم نږدې کوي. خو له بده مرغه، هر پرمختګ خپل مخالفین هم لري. هغه کسان چې د افغانستان له ثبات، سولې او آبادۍ سره دښمني لري، هڅه کوي د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړي. په وروستیو کې د هرات د ګلانو چوک ځمکتل د دوی د تبلیغاتي کمپاین هدف ګرځېدلی دی. ځینو پاڼو او حسابونو، چې په ایکس (پخواني ټویټر) او نورو ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي، ادعا کړې چې ګواکې د هرات نوی ځمکتل له پرانیستنې څو ورځې وروسته تر اوبو لاندې شوی او د سېلابونو له امله بند شوی دی. د دغو ادعاوو د پیاوړتیا لپاره جعلي او یا له واقعیت څخه لرې ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي دي. پوښتنه دا ده چې ولې د افغانستان د پرمختګ هره پروژه د دغو کسانو د منفي تبلیغاتو هدف ګرځي؟ ځواب څرګند دی. د افغانستان هره رغنیزه لاسته راوړنه د هغو حلقو تبلیغاتي روایتونه کمزوري کوي چې کلونه یې د هېواد د ناکامۍ، بې‌ثباتۍ او وروسته پاتې والي په برخه کې د افغانستان له بهرنیو دښمنانو سره لاسونه یو کړی و. کله چې سړکونه، پلونه، سوداګریز مرکزونه او نورې پراختیايي پروژې عملي بڼه خپلوي، د دوی اصلی څیره بر بنډیږ . د دې ډول تبلیغاتو موخه د خلکو د باور کمزوري کول، د پرمختیايي پروژو ارزښت تر پوښتنې لاندې راوستل او د ناهیلۍ فضا رامنځته کول دي. خو حقیقت دا دی چې پرمختګ په عملي کارونو ثابتیږي، نه په تبلیغاتو. ولس په خپلو سترګو ویني چې پروژې جوړېږي، خدمات پراخېږي او د ژوند اسانتیاوې ډېرېږي. د خوښۍ ځای دا دی چې د افغانستان دښمنان د خپلو ناسمو تبلیغاتو له لارې خپله اصلي څېره لا روښانه کوي. هغه کسان چې څو سوه مترو یوه ځمکتل هم نشي زغملای، په حقیقت کې د یوه آباد، با ثباته او پرمختللي افغانستان له تصور سره ستونزه لري. خو د تاریخ تجربه ښيي چې رغونه او پرمختګ د منفي تبلیغاتو په مټ نه درېږي، بلکې د ولسونو اراده او عملي کارونه یې پر مخ بیايي.

Ahmadullah.Muttaqi

10,425 Aufrufe • vor 2 Monaten

Keine weiteren Inhalte verfügbar