
حزب الله انصاري
@Ansari1924 • 14,360 subscribers
قریبه ده چې غرب د نړۍ له حاکمیته د خپل تاریخ تور دوران ته وګرځي او پر ځای یې امت د نړۍ د ابرقدرتۍ تاج خپل کړي. ان شاءالله!
Shorts
Videos

د خلیلزاد نن او پرون! دا هماغه پرونی زلمی خلیلزاد دی چې په ۲۰۰۱م کال کې له امریکایانو سره کابل ته داخل شو؛ نوموړي هغه مهال په ډاګه وویل: موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې طالبان، القاعده او د هغه پاتې شوني له منځه یوسو او د یوه نوي نظام بنسټ کېږدو. مګر نن بیا د حالاتو له تغیر سره د CIA ددې سترې استخباراتي څېرې وینا او خبرې ۳۶۰ درجې تغیر کوي او ځان په ډېر مکر سره د طالبانو خواخوږی وړاندې کوي؛ یو داسې سطحي او بربنډ ماموریت چې هیڅ تحلیل او تجزیې ته اړتیا نلري.
حزب الله انصاري14,931 görüntüleme • 19 gün önce

د کومې اړتیا له مخې دومره دروغ؟ که د تاریخ پاڼې واړول شي؛ نو ښکاري چې د شیخ عبدالقادر جیلاني او مولانا اشرف علي تهانوي رحمهالله ترمنځ د عمر نږدې اته سوه کاله فاصله موجوده ده. يانې تهانوي صاحب اته سوه کاله وروسته د شیخ عبدالقادر جیلاني د دوبي قبر پیدا کړی، بیا یې قبر ته ښکته شوی چې له یوه مړي پوښتنې وکړي. بيا هغه مړی را ژوندی شوی، بيا یې خپله ټوله کیسه ورته بیان کړې او وروسته بېرته مړ شوی دی. نه څوک د کوم صحابي رضي الله عنهم د قبر له داسې پېښې خبر شول، نه د تابعینو، نه د دین د امامانو او نه د هغو شهیدانو له قبرونو چې د اسلام په تاریخ کې یې ستر مقامونه ترلاسه کړي دي. خو په څوارلسمه پېړۍ کې یو انسان د الله تعالی ځانګړي «سوال او جواب» سیستم ته لاس رسي پيدا کوي، العیاذ بالله د مړو له نړۍ څخه معلومات راباسي او بیا یې ټول رازونه خلکو ته افشاء کوي. زه نه پوهېږم چې داسې کسان د خیالاتو او افواهاتو په کومه نړۍ کې ژوند کوي!؟
حزب الله انصاري10,522 görüntüleme • 1 ay önce

دا اسرائیلي چارواکی وایي: زموږ ستونزه له افرادو سره نه، بلکې له ایډیالوژیو سره ده. زموږ له هدف هیڅوک هم لیري نه دي او په خپل-خپل وخت به محاسبه کړل شي. په افغانستان کې طالبان، په پاکستان کې اسلامي ډلې او په نړۍ کې ټول هغه تنظیمونه چې د نړیوال اسلام فکره لري، په خپل نوبت به هدف وګرځول شي. یانې که موږ ځان ته دښمن تعریف نکړو؛ نو موږ به یوه ورځ ضرور د دښمن په دربین کې راځو. مطلب ستر فکرونه په کار دی.
حزب الله انصاري28,363 görüntüleme • 6 ay önce

د مجاهد صیب دا خبرې مې د زړه خوښې شوې! یقیناً موږ نه تر پیغمبر صل الله علیه وسلم لوړ یو او نه هم د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه تر بصیرت او عدالت ځانونه پورته ګڼلی شو. دا چې اختلاف انساني فطرت دی؛ نو باید په هره برخه، لوړه او ستره سطحه کې سالم انتقاد ته غاړه کښېږدو، که د منلو وړ او شرعي نقد سره مخ کېږو، نو باید خامخا یې ومنو.
حزب الله انصاري10,358 görüntüleme • 1 ay önce

همدومره خدمت بس نه دی!؟ دا په سوریه کې د حزب الله لپاره لېږدول شوې وسلې دي چې د جولاني پوځیانو نیولې دي. د وسلو د نیولو په اړه ښه او بد نه لیکم؛ مګر څو ورځې وړاندې ډونالډ ټرمپ د ناټو په سر مشریزه کې جولاني ته دا دنده سپارلې وه چې د حزب الله ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره را وړاندې شي. د نوې دندې همدا د پیل لومړی خدمت دی چې جولاني نتنیاهو او ټرمپ پرې خوشحاله کړل تاسې ته خو به معلومه وي چې حزب الله دا وسلې په چا باندې ور ویشتلې؟
حزب الله انصاري10,589 görüntüleme • 2 ay önce

څومره صریح! ورک استاد به ویل: "یو داسې امیر په کار دی؛ لکه ابوبکر چې د زکات په څېر هر حکم بغیر له کوم محدودیت او کسالت نه قاطع تطبیق کړي". نن دې زموږ نور علماء هم ددې حقګو او جرار عالم په څېر داسې سپین-سپین وغږېږي، ترڅو د حق او باطل تر منځ پولې ښکاره او معلومې شي. که علماء غواړي چې په رښتیا هم ورث الانبیاء شي، نو د وخت مصلحت او له دربار سره دنیوي تعامل ته دې نه تسلیمېږي.
حزب الله انصاري19,618 görüntüleme • 8 ay önce

د ایران پخوانی ولسمشر: محمد خاتمي چې د ۱۹۹۷ نه بیا تر ۲۰۰۵م کال پورې د ایران ولسمشر وو؛ وايي: "موږ له امريکا سره د افغانستان او عراق په اشغال کې پوره مرسته وکړه" زیاتوي: موږ امريکا ته وويل چې طالبان زموږ او ستاسې مشترک دوښمنان دي، باید له منځه لاړ شي". دا د ایران د هغه پټې خو محسوسې دوستۍ ثبوت دی چې کلونه کېږي له امریکا سره یې د پردې تر شاه پالي، خو د دې اړیکې په عُمق یوازې عمیق او مستنېر کسان ښه پوهېږي.
حزب الله انصاري16,242 görüntüleme • 8 ay önce

نور یې څنګه درته واضیح کړي؟ بنیامین نتنیاهو وايي: "افراطي ډلې که سُني وي او که شُیعه، د نړۍ لپاره خطر دي. نوموړی وایي؛ دا ډلې غواړي نړۍ بېرته د پخوانیو سختو زمانو (منځنیو پېړیو/خلافت دور) ته ستنه کړي. نو ځکه موږ باید پر دغو ډلو لا سخت پوځي فشارونه او بریدونه ترسره کړو، تر څو کمزوري شي". مطلب دښمن ته مو د سُني او شُعیه وېش کوم توپیر نلري؛ خو څوک چې نړیوال اسلام او په نړۍ یې حاکمیت غواړي، دوي یې بغیر له توپیره د منځه وړي. خو خپله د صهیونېزم له منځه وړل بیا د خلافت پرته ناممکن دي.
حزب الله انصاري13,455 görüntüleme • 6 ay önce

دا ایران دی؛ هغه هېواد چې د قوي نفتي زېرمو، پیاوړي اقتصاد، قوي پوځ، ماډرن صنعت او مستحکمې رهبرۍ سره سره یې بیا هم خپل خلک او عوام راضي نه شوی کړی. د یوې نوې تجربې په اساس؛ خبره یوازې د قوي اقتصاد او معیشت نه ده، بلکې د اسلام د بشپړ نه تطبیق او په اسلامي ټولنه د بهرنیو پردیو ارزښتونو د تحمیل ده چې یوه ورځ نه یوه ورځ دغسې شدید داخلي حساسیتونه را پاروي.
حزب الله انصاري15,450 görüntüleme • 8 ay önce
Daha fazla içerik yok.