
VOH (Pashto)
@HG_42_9 • 12,330 subscribers
کره خبر رسونه زموږ رسالت دی.
Shorts
Videos

چترال کې د پاکستاني استخباراتو تر کنټرول لاندې د شر او فساد ډلو مېشت ځايونه د فحشا پر مرکزونو بدل شوي هندوکش غږ داسې غږيز کليپ ترلاسه کړی، چې د شر او فساد ډلې يو غړی پکې، د پاکستان تر کنټرول لاندې چترال کې د دې ډلې د مېشتو غړو ترمنځ د بې لاریو او فحش اعمالو له ترسره کولو څخه پرده پورته کړې. په دې کليپ کې د شر او فساد ډلې غړی، د يوه کس د نوم په يادولو سره په خپلو مرکزونو کې د بد وضعيت څخه سر ټکوي او د دوی ترمنځ د رامنځته شوې بې باورۍ يادؤنه کوي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)12,219 views • 5 days ago
2:03
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د زمري ۲۴مې په مناسبت د هندوکشغږ ادارې ځانګړی ویډیويي اصدار #هندوکشغږ
VOH (Pashto)14,000 views • 15 days ago

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تشویشونه د دښمن بېبنسټه تبلیغات دي هغه اندېښنې او اوازې چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې له بهرنیو سرچینو خپرې شوې، حقیقت نه لري او د دښمن له لوري د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره ترسره کېدونکي بېبنسټه تبلیغات دي. زموږ امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې امنیتي وضعیت ګډوډ کړي یا ستونزې رامنځته کړي. موږ خپل خلکو ته ډاډ ورکوو، چې په هر ډول او هر قیمت وي، زموږ امنیتي ځواکونه به یې دفاع کوي او ولس او خلک هم له موږ سره دي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)15,941 views • 1 month ago

د بدخشان د يفتل ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالمنير: يفتل ولسوالۍ کې هېڅ ستونزه نشته، ما خپله مېږه ډاکټر ته راوستلې چې يو بيرغ مې ځوړند وليده بس خلاص وروسته له هغه چې، د افغان حکومت د مخالفو خيالي جبهو له لوري د بدخشان ولايت د يفتل ولسوالۍ د نيولو کاذبه ادعا وشوه هندوکش غږ له سيمې څخه د تازه جزئیاتو اخيستو تکل وکړ. د سیمې اوسېدونکی عبدالمنیر قصاب د امنیتي وضعیت په اړه وایي «ما خپله مېږه د درملنې لپاره ډاکټر ته راوستې وه، دلته هېڅ ستونزه نشته. یوازې یو بیرغ ځوړند شوی و، نور نه د ډزو غږ اورېدل شوی او نه کومه نښته شوې ده. خلک په بشپړ ډاډ او ارامۍ سره خپل ورځني کارونه ترسره کوي». #هندوکشغږ
VOH (Pashto)14,713 views • 1 month ago

ويډيو: بلوڅ وسله والو د بلوچستان ګوادر ولسوالۍ، جیوني ساحلي سیمه کې د پاکستان په سمندري ځواکونو د برید ويډيو نشر کړه. په ياد بريد کې د پاکستاني رژيم درې تنه سمندري عسکر په نښه او هلاک شوي و. دا لومړی ځل دی چې بلوچستان کې د پاکستان سمندري ځواکونه په نښه کیږي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)17,016 views • 4 months ago

ويډيو: القاعدې غورځنګ وايي، د مالي پلازمېنه باماکو یې په بشپړ ډول محاصره کړې د القاعدې ختیځې افریقا پوځي څانګې "جماعة نصرة الإسلام والمسلمين" ویاند ابو حذیفه انصاري په خپل وروستي ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې د مالي پلازمېنه باماکو یې په بشپړه توګه محاصره کړې... ١/٢
VOH (Pashto)13,431 views • 4 months ago