هدایت الله (هدایت)'s banner
هدایت الله (هدایت)'s profile picture

هدایت الله (هدایت)

@Hedayatullah111312,754 subscribers

Deputy Director General of National RTA

Videos

Hedayatullah111's profile picture

د امنيت د ټينګښت په موخه د کورنیو چارو وزارت ستر او کمساری اقدام! د کابل ټول ښار به د امنيتي #کامرو تر بشپړ پوښښ لاندې راشي. د کورنيو چارو وزارت د یوې امنیتي- تخنيکي طرحې له مخې او د ولس په همکارۍ تر دې دمه نږدې ۶۰۰۰۰ امنيتي کامرې د کابل ښار په سړکونو او کوڅو کې نښلولي او ډېر ژر به دا شمېر کامرې لا زیاتې شي. ددې طرحې پر بنسټ به د ښار ټولې سيمې تر څار لاندې راشي او د جرایمو په مخنيوي کې به فوق العاده مؤثریت ولري د یادولو وړ ده چې ددې کامرو د نښلولو په پيل کې د څو جنايي پيښو عاملين د همدې کامرو په مرسته نيول شوي او د ګڼو نورو پيښو مخنيوی شوی. د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې د امنيتي کامرو د نښلولو دا لړۍ به ډېر ژر د هيواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د امنيتي کامرو په وسیله د ښارونو د امنيت څارل یو له هغه مؤثرو لارو چارو ده چې د نړۍ پرمختللي ښارونو کې کارول کیږي او دا دی له نېکمرغه په دې برخه کې کابل هم سیال شو.

هدایت الله (هدایت)

65,454 просмотров • 2 лет назад