
Hurriyat Radio Pashto
@HurriyatPa • 143,100 subscribers
حریت د ولس رښتینی غږ
Videos

ځايي سرچینو په غزني کې د الوتکې د بېړنۍ ناستې راپور رد کړ په غزني ولایت کې ځايي سرچینو حریت راډیو ته ویلي، یوې کوچنۍ الوتکې د جاغوري ولسوالۍ په هوايي ډګر کې په عادي ډول ناسته کړې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه په عادي ډول او پرته له کومې ستونزې په هوايي ډګر کې ښکته شوې ده. سرچینې د جاغوري ولسوالۍ په هوايي ډګر کې د یوې کوچنۍ الوتکې د بېړنۍ ناستې په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې دي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto23,479 просмотров • 10 дней назад

د بدخشان والي: اسلامي امارت د واقعي مسلمانانو کور، فکر او نظر دی د بدخشان والي مولوي رحمتالله نجیب یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، هېواد کې په یو بل نوم د تش په نوم جبهو مبارزه د څه لپاره ده؟ نوموړي ویلي، اسلامي امارت یو تنظیم یا ډله نه بلکې یو فکر دی په خبره یې، اسلامي امارت د واقعي مسلمانانو کور، فکر او نظر دی. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto10,789 просмотров • 5 дней назад

هغه زرین دور چې افغانان له غچاخیستنې لاس په سر شول دې راپور کې د اوسني نظام له لوري د عمومي عفوې تاریخي ګام ته کتنه شوې او ترڅنګ یې د هغه مجاهد زلمي کیسه راخیستل شوې، چې د تېر حکومت نظامیانو ورته د خواږه بدن څو غړي ور فلج کړل، خو نوموړي د اسلامي امارت راتګ سره هغه خلک د لاسبرۍ سره وبښل. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto33,989 просмотров • 1 месяц назад

د روسي یوټیوبرانو فدراسیون رییس: بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په اړه خپرېدونکی ذهنیت حقیقت نه لري د روسي یوټیوبرانو فدراسیون رییس مارک موژولیشکي بلخ ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، افغانستان ته په راتللو ورته ثابته شوه چې بهر کې د افغانستان په اړه خپرېدونکې ګنګوسې یوازې منفي تبلیغات دي. نوموړي ویلي، دوی به د افغانستان په اړه خپرېدونکی منفي ذهنیت له منځه وړي او نړۍ ته به د افغانستان واقعي انځور وړاندې کوي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto16,257 просмотров • 17 дней назад

حوثي ځواکونو «المخا» بندري ښار نیولی او د بابالمندب تنګي پر لور د پر مختګ په حال کې دي یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto12,707 просмотров • 13 дней назад

د جمعهخان فاتح هغه غیرقانوني ښارګوټی چې خپلوانو او دوستانو ته یې ډالۍ کړی و د حریت راډيو خبریال په راستول شوې ویډيو کې ښکارېدونکی لوی ښارګوټی د جمعهخان فاتح دی، چې خپلو دوستانو او خپلوانو ته یې وېشلی و. مسوولین وايي چې دا ښارګوټی نوموړي په غیرقانوني او خپلسري ډول جوړ کړی و. د سیمې خلکو حریت راډيو ته وویل چې دا ښارګوټی په دولتي او د خلکو نه په زور نیول شویو ځمکو جوړ شوی دی. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto23,658 просмотров • 1 месяц назад

د «دلتا» شرکت اجراييوي رییس: غواړو افغانستان کې خپلې پانګهونې نورې هم پراخې کړو د سعودي د «دلتا انټرنېشنل» شرکت اجراييوي رییس شاهر التقي د هرات نفتي حوزې د ګازو او نفتو استخراج او اکتشاف یوه ستره پروژه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې په دې پروژه کې د دوی پانګهونه به ښې پایلې ولري. نوموړي دغهراز زیاته کړې، چې دوی لېواله دي څو په افغانستان کې خپلې پانګهونې نورې هم پراخې کړي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto13,321 просмотров • 16 дней назад

له پاکستان راستون شوی افغان ورزشکار: د افغانستان د امن او پرمختګ له امله خپل وطن ته راستون شوم له پاکستان راستون شوی افغان ورزشکار حلیم الله صافی حریت راډيو ته وايي چې د افغانستان امن او پرمختګ د دې لامل شول چې زه خپل هېواد ته راستون شم. ښاغلی صافی وايي چې خپل وطن ته به له زړه خدمت کوم او ورزش برخه کې به خپلو هېوادوالو ته عالي روزنه ورکوم. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto53,244 просмотров • 3 месяцев назад

کلونه د وېرې تر سیوري لاندې؛ جمعهخان فاتح د بدخشان پر ولس کوم ظلمونه کړي دي؟ د حریت راډيو ځايي خبریال د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ ته تللی او هلته ورته ځايي اوسېدونکو د جمعهخان فاتح د ظلمونو او وحشتونو کیسې کړې دي. حریت راډيو ته ځايي خلک وايي چې پنځه کاله یې د زورواکي قوماندان جمعهخان او د هغه د وسلهوالو له امله له فشار، وېرې او جبر ډک ژوند کړی. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto17,784 просмотров • 1 месяц назад

د بدخشان نسي ولسوالۍ کې درندې وسلې او مهمات ونیول شول ځانګړو ځواکونو د جمعې په ورځ د بدخشان نسي ولسوالۍ اړوند درواز کې په لویه کچه غیر قانوني وسلې او مهمات ونیول. په نیول شویو وسلو او مهماتو کې سپکې او درندې وسلې، زرګونه فیره مرمۍ او تجهیزات شامل دي. اسلامي امارت په ټول هېواد کې د غیر قانوني وسلو په ګرځولو او ساتلو بندیز اعلان کړی دی. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto17,566 просмотров • 1 месяц назад
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د بغاوتګرو وژلشوی قوماندان «حسیب قوای مرکز» څوک او په کومو جرمونو کې ښکېل و؟ یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto16,487 просмотров • 1 месяц назад

د کلمات تحقیقاتي ادارې مسوول: افغانستان باید د ساینس، ټکنالوژۍ او «اې ای» برخو کې ځانګړي پوهنتونونه ولري د کلمات تحقیقاتي ادارې مسوول مفتي سیف الله معتصم وايي چې هر انقلابي حکومت باید انقلابي پرېکړې وکړي او د ځینو هېوادونو او کمفهمه خلکو له شوره وېره ونه لري. ښاغلي معتصم د کانکور مخکښ ګډونوالو ستاینغونډه کې ویلي چې لوړو زدهکړو وزارت باید د پوهنتونونو د کمیت پرځای کیفیت ته پام وکړي او د ساینس، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا برخو کې ځانګړي پوهنتونونه جوړ کړي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto26,691 просмотров • 2 месяцев назад

د پل سوخته لاندې په نشه یې توکو روږدي تر درملنې وروسته اوس د برق انجنیران او خیاطان دي په نشه یې توکو روږدي دغه ځوانان چې په تیر کې یي ځوانې په نشت حساب وه او پر سر یې د حیواناتو په څیر سوداګرې کیده. اسلامي امارت له لارو او کوڅو راټول کړل او د افغانستان د راتلونکي هیلې یې ورپورې وتړلې. یوټیوب لینک:
Hurriyat Radio Pashto203,868 просмотров • 2 лет назад

حیرتان بندر کې د څه باندې ۱.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه نیول شوې د سرحدي پولیسو عمومي ریاست د مطبوعاتو امر ظهور احمد نوري ویلي، چې افغان سرحدي ځواکونو حیرتان بندر کې د یوه مسافروړونکي موټر د پلټنې پرمهال لویه اندازه قاچاقي بهرني اسعار کشف او ترلاسه کړي دي. د ښاغلي نوري په وینا، په دغو بهرنیو اسعارو کې چې په ماهرانه ډول د موټر په بدنه کې ځای پر ځای شوي وو، ۳۴۳زره او ۷۲۵ یورو، ۲۰زره او ۴۸۰ امریکايي ډالر، ۷۸زره او ۵۸۵ کاناډايي ډالر، ۵۹زره او ۹۰۰ اسټرالیايي ډالر، ۱۴زره او ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر،۳۱۳زره او ۵۰ پونډه، ۴۲زره او ۵۵۰ سویسي فرانک او ۶۰۰زره د سعودي ریال شامل دي. د سرحدي پولیسو د مطبوعاتو امر زیاته کړې، چې یاده اندازه پيسې د قانوني اجراآتو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوې دي خو نوموړي دا نه دي ویلي چې دغه بهرني اسعار له افغانستانه بهر قاچاق کېدل او که په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل کېدل. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto16,539 просмотров • 1 месяц назад

ننګرهار کې د حریت راډیو خبریال د الوتکي د نسکورېدو په اړه ورستي جزیات راکوي یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto51,514 просмотров • 6 месяцев назад

امریکا ښايي په راتلونکي کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي تازه د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر، رونالډ نیومن له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، واشنګټن ښايي په راتلونکي کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. په ورته وخت کې، کانګرس ته ټاکل شوې افغانالاصلې عایشې وهاب هم ویلي، امریکا باید پرته له دې چې څوک په واک کې دي، له افغانستان سره ډيپلوماسۍ ته مخه او تعامل رامنځته کړي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto10,113 просмотров • 29 дней назад

د ریاست الوزراء دفتر رییس د سالنګونو بدیل مسیر څخه پروان کې لېدنه وکړه د ریاست الوزراء دفتر رییس ډاکټر عبدالواسع خادم د پروان سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند دره تنګ سیمه کې د سالنګ بدیلې لارې څخه لېدنه کړې. دا مسیر چې د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند پل رنګ اب سیمې پیلیږي د بغلان تر دوشي پل ۸۴ کیلومتره واټن سره د سالنګ لارې په پرتله تر ټولو لنډه لار ده. ډاکټر عبدالواسع خادم له یادې سیمې د لېدنې په مهال وویل، دا یوه لنډه لار ده، تونل ویستلو ته اړتیا نشته او نه هم نور داسې جدي موانع شته چې د سړک تېرولو په وړاندې خنډ شي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto11,257 просмотров • 1 месяц назад

د دفاع وزارت چورلکو کابل ګلباران کړ د زمري ۲۴ مې په مناسبت د افغانستان دفاع وزارت چورلکو پر کابل ښاریانو ګلان وپاشل. دا د اسلامي امارت د پنځمې بریا د نمانځلو ځانګړی ډول و چې هلیکوپټرو پر ښاریانو ګلان شېندل. له نن پوره پنځه وړاندې د همدې اسد په ۲۴ مه کابل ښار د اسلامي امارت د مجاهدینو لاسته کیوت او په دې سره د شل کلن اشغال دور پای ته ورسېد. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto12,021 просмотров • 1 месяц назад

د زیباک پېښه؛ له اوازو تر حقیقت پورې ایا د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې اوس هم نښتې روانې دي؟ د سیمې اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه څه وایي؟ د حریت راډیو خبریال د بدخشان د زیباک ولسوالۍ او د ډیورنډ فرضي کرښې سیمې ته سفر کړی او په خپل ځانګړي راپور کې یې د دې موضوع بېلابېل اړخونه څېړلي دي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto14,827 просмотров • 1 месяц назад

ملا جمعه خان فاتح: د مغرضو رسنیو خبرونه ټول دروغ دي، اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې څوک دې پر وړاندې ودرېږي د زابل مخکیني مرستیال والي ملا جمعه خان فاتح په یو غږیز کلیپ کې ویلي، ددې نظام لپاره خلکو درندې قربانۍ ورکړې، د مخالفت په نوم هیڅ خبره نشته او د رسنیو له لوري شوي تبلیغات حقیقت نه لري. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto20,361 просмотров • 2 месяцев назад