
Hurriyat Radio Pashto
@HurriyatPa • 140,248 subscribers
حریت د ولس رښتینی غږ
Videos

حیرتان بندر کې د څه باندې ۱.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه نیول شوې د سرحدي پولیسو عمومي ریاست د مطبوعاتو امر ظهور احمد نوري ویلي، چې افغان سرحدي ځواکونو حیرتان بندر کې د یوه مسافروړونکي موټر د پلټنې پرمهال لویه اندازه قاچاقي بهرني اسعار کشف او ترلاسه کړي دي. د ښاغلي نوري په وینا، په دغو بهرنیو اسعارو کې چې په ماهرانه ډول د موټر په بدنه کې ځای پر ځای شوي وو، ۳۴۳زره او ۷۲۵ یورو، ۲۰زره او ۴۸۰ امریکايي ډالر، ۷۸زره او ۵۸۵ کاناډايي ډالر، ۵۹زره او ۹۰۰ اسټرالیايي ډالر، ۱۴زره او ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر،۳۱۳زره او ۵۰ پونډه، ۴۲زره او ۵۵۰ سویسي فرانک او ۶۰۰زره د سعودي ریال شامل دي. د سرحدي پولیسو د مطبوعاتو امر زیاته کړې، چې یاده اندازه پيسې د قانوني اجراآتو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوې دي خو نوموړي دا نه دي ویلي چې دغه بهرني اسعار له افغانستانه بهر قاچاق کېدل او که په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل کېدل. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto16,034 次观看 • 4 天前

باامنه بدخشان؛ د بهرنیو ګرځندویانو یوې ۱۱ کسیزې ډلې له واخان او کوچني پامیر لیدنه کړې ځايي مسوولین حریت راډیو ته وايي د بهرنیو سېلانیانو دې ډله کې د هالنډ او بلجیم اتباع شامل دي چې د بدخشان له بېلابېلو سیمو لیدنه کوي. یاد مسوولین زیاتوي چې د تېر کال په پرتله بدخشان ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto10,430 次观看 • 5 天前

د زیباک پېښه؛ له اوازو تر حقیقت پورې ایا د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې اوس هم نښتې روانې دي؟ د سیمې اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه څه وایي؟ د حریت راډیو خبریال د بدخشان د زیباک ولسوالۍ او د ډیورنډ فرضي کرښې سیمې ته سفر کړی او په خپل ځانګړي راپور کې یې د دې موضوع بېلابېل اړخونه څېړلي دي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto14,633 次观看 • 8 天前

د کلمات تحقیقاتي ادارې مسوول: افغانستان باید د ساینس، ټکنالوژۍ او «اې ای» برخو کې ځانګړي پوهنتونونه ولري د کلمات تحقیقاتي ادارې مسوول مفتي سیف الله معتصم وايي چې هر انقلابي حکومت باید انقلابي پرېکړې وکړي او د ځینو هېوادونو او کمفهمه خلکو له شوره وېره ونه لري. ښاغلي معتصم د کانکور مخکښ ګډونوالو ستاینغونډه کې ویلي چې لوړو زدهکړو وزارت باید د پوهنتونونو د کمیت پرځای کیفیت ته پام وکړي او د ساینس، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا برخو کې ځانګړي پوهنتونونه جوړ کړي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto26,417 次观看 • 26 天前

له پاکستان راستون شوی افغان ورزشکار: د افغانستان د امن او پرمختګ له امله خپل وطن ته راستون شوم له پاکستان راستون شوی افغان ورزشکار حلیم الله صافی حریت راډيو ته وايي چې د افغانستان امن او پرمختګ د دې لامل شول چې زه خپل هېواد ته راستون شم. ښاغلی صافی وايي چې خپل وطن ته به له زړه خدمت کوم او ورزش برخه کې به خپلو هېوادوالو ته عالي روزنه ورکوم. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto53,201 次观看 • 2 个月前

ملا جمعه خان فاتح: د مغرضو رسنیو خبرونه ټول دروغ دي، اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې څوک دې پر وړاندې ودرېږي د زابل مخکیني مرستیال والي ملا جمعه خان فاتح په یو غږیز کلیپ کې ویلي، ددې نظام لپاره خلکو درندې قربانۍ ورکړې، د مخالفت په نوم هیڅ خبره نشته او د رسنیو له لوري شوي تبلیغات حقیقت نه لري. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto20,055 次观看 • 1 个月前

د یوه غریب بزګر زوی او د قران کریم حافظ څنګه د کانکور عمومي اول نمره شو؟ د سږني کال د کانکور عمومي اول نمره راشد، چې د پروان ولایت د باګرام ولسوالۍ اوسېدونکی دی، څلور کاله یې د بایسکل په وسیله هره ورځ دوه ساعته مزل کاوه او ځان یې د چاریکار ښار کې تر ښوونیز مرکزه رساوه. د حریت راډیو خبریال د نوموړي د تېر ستونزمن ژوند او اوسنۍ بریا په اړه راپور چمتو کړی دی. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto16,550 次观看 • 1 个月前

پر کونړ سیند د برېښنا بندونو جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې بشپړه شوې د کونړ ځايي مسوولین حریت راډيو ته وايي چې پر کونړ سیند د برېښنا بندونو جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې بشپړه شوې ده. بلخوا د سیمې خلک د دې بندونو د جوړېدو پروژو هرکلی کوي او وايي د بندونو جوړېدو سره به د دوی ځمکې او کورونه له سېلابونو خوندي شي او د سیمې ابادۍ نوی فصل به پیل شي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto11,557 次观看 • 26 天前

اوکراین د روسیې د نفتو زېرمې په نښه کړې دي بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې اوکراین له چاودېدونکو بېپیلوټه الوتکو په استفادې مسکو کې د روسیې د نفتو زېرمې په نښه کړې، چې له کبله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې. د اوکراین پوځ هم ویلي، تېره شپه یې مسکو کې د روسیې انرژۍ بنسټونه په نښه کړي دي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto10,089 次观看 • 22 天前

د پل سوخته لاندې په نشه یې توکو روږدي تر درملنې وروسته اوس د برق انجنیران او خیاطان دي په نشه یې توکو روږدي دغه ځوانان چې په تیر کې یي ځوانې په نشت حساب وه او پر سر یې د حیواناتو په څیر سوداګرې کیده. اسلامي امارت له لارو او کوڅو راټول کړل او د افغانستان د راتلونکي هیلې یې ورپورې وتړلې. یوټیوب لینک:
Hurriyat Radio Pashto203,868 次观看 • 2 年前

د بدخشان د کانونو پخواني رییس له اسلامي امارت څخه د جلاوالي اوازې په کلکه رد کړې د بدخشان د کانونو پخواني رییس عبدالخبیر نظامي حریت راډیو سره خبرو کې هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکې له اسلامي امارت ناخوښ دی او واټن یې ترې اخیستی دی. ښاغلی نظامي چې د اسلامي امارت صف کې شاوخوا ۱۵ کاله سابقه لري وايي، اسلامي امارت د حاکمیت لپاره یې کلونه کلونه مبارزه کړې او هیڅکله به د نظام پر ضد ونه درېږي. عبدالخبیر نظامي زیاتوي: "که رسمي دنده مې وي یا نه خو څو چې ژوندی وم د اسلامي امارت تر څنګ به وم او خپل ملاتړ ته به دوام ورکوم." یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto14,135 次观看 • 1 个月前

د افغانستان دفاع وزارت: له دې وروسته به په ټولو امکاناتو د افغانستان د امنیت پر وړاندې ګواښ په نطفه کې له منځه یوسي د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند مولوي صدیق الله نصرت تازه ویلي چې د افغان هوايي ځواک له لوري بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعشي خوارجو او د اسلامي امارت خلاف وسلهوالو مرکزونه چې «شر او فساد» یې بولي هدف شوي دي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې چې له دې وروسته به په ټولو امکاناتو د افغانستان د امنیت پر وړاندې ګواښ په نطفه کې له منځه یوسي. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto13,417 次观看 • 1 个月前

هلمند کې یو کس ۵۰ کاله وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شو هلمند ولایت کې د تازه ګل په نوم یو کس د افغان حکومت په هڅو له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راستون شوی دی. تازه ګل د دغه ولایت د بهرامچې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د یاد کس د کورنۍ یوه غړي حریت راډیو ته ویلي، چې تازه ګل شاوخوا پنځوس کاله مخکې د وخت په حکومت کې د عسکري خدمت لپاره له کوره وتلی و او له هماغه وخت راهیسې له دوی ورک و. د نوموړي په وینا، شاوخوا دوه کاله مخکې د یوه بل کس په واسطه له تازه ګل سره د دوی اړیکه شوې او په دې خبر شوي چې هغه په ایران کې دی. د تازه ګل د کورنۍ دغه غړی وايي، چې وروسته بیا نوموړی د افغان حکومت په هڅو بېرته هېواد ته راستون او له دوی سره یوځای شوی دی. یوټیوب لېنک:
Hurriyat Radio Pashto15,983 次观看 • 2 个月前