Ismail Miakhail 🇦🇫's banner
Ismail Miakhail 🇦🇫's profile picture

Ismail Miakhail 🇦🇫

@IsmailMiakhail89,471 subscribers

Director General Radio Television Afghanistan

Videos

IsmailMiakhail's profile picture

تاسې څوک یاست چې افغانانو ته عفو کوئ؟ عفو باید تاسې وغواړئ. عفو باید ولس تاسې ته وکړي. پاتې شوه د راستنېدو خبره. وطن یوازې خاوره نه ده، وطن یوازې سرحد، غرونه، کلي او کوڅې نه دي. وطن عزت، وطن فزیکي، فکري او رواني امنیت دی، وطن عدالت او حق دی. د اختر په پیغام کې د طالبانو رئیس الوزرا وايي چې ملا هبت‌الله ټولو ته عفو اعلان کړې او ټول مخالفین دې هیواد ته راستانه شي. کومې ډلې چې شپه او ورځ زموږ هیوادوال شهیدان کړي، نن موږ ته د عفو وړاندیزونه کوي. تاسو موږ ته د څه شي عفو کوئ؟ د دې لپاره چې کلونه مو ووژلو؟ زموږ په وینو مو د کلیو او ښارونو ویالې روانې کړې؟ په قرانکریم کې مو ماین کېښود، جوماتونو کې مو ځانمرګي بریدونه وکړل، ښوونځي مو وسوځول، په روغتونونو مو بریدونه وکړل، لاري کوڅې مو ناامنې کړې، د انساني کرامت او د افغانانو د عزت توهین مو وکړ , خو نن، په سپینو جامو کې ولاړ یاست، ځانونه سپېڅلي او پاک معرفي کوئ، او پر ولس احسان کوئ چې عفو مو درته کړې. د ولسمشر غني خبره، دوی څوک دي چې موږ ترې عفو وغواړو؟ یا پر موږ د عفو احسان وکړي؟ هر هغه فرد او ډله چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي، هغوی باید له افغان ولس عفو وغواړي, نه برعکس. طالبانو،‌ په یاد مو دي چې هر اختر، هر نوی کال، هر روژه او هر مهمه غونډه کې به ولسمشر کرزي او غني ویل: راشئ، وژنه ودروئ، خپل وطن ته راشئ، د سولې خبرې وکړئ. خو تاسې حتی اوربند هم نه کوه. د رژوې په میاشت کې به مو په بریدونو کې سلګونه بې ګناه افغانان شهیدان کړل.‌ له دې هر څه سره سره افغانانو بیا هم تاسې سره سولې ته غاړه کېښوده خو تاسې له امریکا سره سوله وکړه او په افتخار به مو ویلې چې په میاشتو میاشتو مو یو خارجي نه دی وژلی. ستاسې دوښمني پرون او نن له افغانانو سره وه. پاتې شوه وطن ته د راتګ خبره چې تاسې یې تل کوئ او ستاسې پلویان یې هم ډېره ښه بدرګه کوي. وطن د یوې پټې استخباراتي ډله په لاس کې دی چې ځان ملت ګڼي او ولس مخالف. وطن د استبداد، شکنجې، غیابت، سانسور، تعقیب، د ښځو د بندیزونو، د عدالت نشتوالی، د بیان چوپتا نوم نه دی. بیا هم وایم چې وطن یوازې خاوره او سرحدونه نه دي. وطن هغه دی چې په کې فکري ازادي وي، عدالت وي، ولس واکي وي او هر شخص یې پرته له مذهبې، قومي او عقیدوي توپېره خپل وګڼي. دا هر څه تاسې له ولسه اخیستي او خپل استبداد ته مو دوام ورکړی. په دې ډول دوام نه شئ کولای. دا اوس مو هم هر کار او خبره د خپلې ډلې د بقا لپاره ده، نه د افغانستان د بقا لپاره.‌ که واقعا د افغانستان بقا غواړئ ولس واکي رامنځ‌ ته کړئ له مخالفینو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړئ. له ولسه مشروعیت تر لاسه کړئ. #Afghanistan #EidulAdha2025 #Taliban Hamid Karzai Ashraf Ghani #TruthToPower

Ismail Miakhail 🇦🇫

14,230 görüntüleme • 1 yıl önce

Daha fazla içerik yok.