
جامعه ریاض العلوم کابل
@Jamiariazululom • 21,694 subscribers
The Official Page Of Jamia Riazululoom Kabul
Videos

د استقلال په مناسبت، د جامعه ریاض العلوم کابل د یوه بااستعداده شاګرد زړه راښکونکې پخوانۍ وینا یو ځل بیا درسره شریکوو. به مناسبت استقلال، سخنرانی دلنشین و قدیمیِ یکی از شاگردان بااستعداد جامعه ریاضالعلوم کابل را بار دیگر با شما به اشتراک میگذاریم.
جامعه ریاض العلوم کابل20,118 просмотров • 16 дней назад

جامعه رياض العلوم کابل ته د شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا عبد الحميد حماسي صاحب تشريف راوړل جامعه رياض العلوم کابل د خپلو زده کوونکو د علمي ودې، فکري روزنې او اصلاحي تربیې لپاره بېلابېلې برنامې په دوامداره توګه ترسره کوي. دغه علمي او ديني اداره هڅه کوي چې د هېواد او نړۍ له علمي او معنوي شخصيتونو څخه په استفادې سره د زده کوونکو د علمي پرمختګ ترڅنګ د هغوی روحي او اخلاقي روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي. په همدې موخه، جامعې ته د هېواد وتلی او منلی عالم، شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا عبد الحميد حماسي صاحب تشريف راوړ. او د جامعې له بېلابېلو څانګو؛ تخصص في الإفتاء والقضاء، درس نظامي، مکتب حفظ او معهد اللغة العربية څخه يې هر اړخيزه لیدنه ترسره کړه. نوموړي د جامعې د علمي چاپېریال، تدريسي بهير او زده کوونکو د هڅو ستاينه وکړه. د لیدنې وروسته يې د جامعې ټولو زده کوونکو ته يوه ګټوره، زړه راښکونکې او اصلاحي وينا وړاندې کړه. د نوموړي د اصلاحي او تربيوي وينا يوه برخه له تاسو سره شريکوو؛ هيله ده چې د علم او عمل د پياوړتيا لپاره ترې ګټه واخيستل شي.
جامعه ریاض العلوم کابل19,650 просмотров • 27 дней назад

جامعه ریاض العلوم - کابل کې د وروستي سیاسي وضعیت په تړاو د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د وینا یوه برخه
جامعه ریاض العلوم کابل18,167 просмотров • 2 месяцев назад

د تعلیم په اړه د متقي صاحب ارزښتاکه وینا د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د جامعه ریاض العلوم شاګردانو ته د تعلیمي کال د اختتام په الوداعي مجلس کې علمي، اصلاحي، جذابه او له معنويته ډکه وينا وکړه. متقي صاحب وويل: زده کوونکي بايد خپل نيتونه اصلاح کړي او يوازې د الله تعالی د رضا او ټولنې ته د خدمت په نیت علم زده کړي......... لوړ، مقدس او قوي هدف وټاکي او په لاسته راوړلو کې يې زيار او کوښښونه وکړي...... له تنګ نظريو، انحصاري فکرونو او خود خواهي ځانونه وساتي، د ټولنې د ټولو قِشرونه قدر وکړي او ځان تر نورو لوړ و نه ګڼي......... له بې ځایه بحث او مباحثو ځانونه وساتي، له بې بې تحقیقه او بې ځایه نيوکو پرهيز وکړي، په ډلو ټپلو پسي ولاړ نه شي او د خپلې جامعې څخه ځان ګوښه نه کړي......... له ځانونو بايد داسي علماء جوړ کړي چې د ټولنې درد ته دوا شي هم يې دیني او هم يې دنيوي اصلاح وکړای شي.... په ځانګړې توګه کله چې زده کوونکي د رخصتیو په ورځو کې خپلو کليو او بانډو ته ځي بايد خپلو اخلاقو او کړنو ته متوجه وي تر څو خلک عملا د مدارسو او علماوو لور ته دعوت شي، د مور، پلار ، مشرانو او استادانو احترام او ادب وکړي. ..... پوره وينا يې د استفادې په موخه له تاسي سره شريکوو.
جامعه ریاض العلوم کابل68,091 просмотров • 1 год назад

د جامعه ریاض العلوم کابل خوږ ژبی استاد له تنکیو ماشومانو سره د حروفو هجاء زده کړه د ترنم په مرسته کوي.
جامعه ریاض العلوم کابل40,235 просмотров • 1 год назад

الطالب محمد حنظلة الدارس في الصف الثالث بمعهد جامعة رياض العلوم كابل يوضح كيفية إدراك السياسة الشرعية.
جامعه ریاض العلوم کابل15,691 просмотров • 5 месяцев назад

محترم حافظ محمد انس «حقاني» جامعه رياض العلوم کابل ته تشريف راوړ. محترم حافظ صاحب چي د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او سیاسي کمېسیون د غړي په حیث یې خدمتونه تر سره کړي خپلي تجربې یې د جامعې له مسئولینو تو استادانو سره شریکي کړې. نوموړي د جامعې له ټولو څانګو: درس نظامي، مکتب، تخصص في الإفتاء والقضاء،حفظ، معهد اللغة العربية څخه لیدنه ترسره کړه. وروسته يې استادانو او زده کوونکو ته هر اړخیزه وينا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د علم مقام او ارزښت، د تقوا او اخلاقو د لوړوالي، د وخت د قدر، او د ملت د سوکالۍ او ابادۍ په لاره کې د علم د عملي کولو اړخونه په ښکلي انداز روښانه کړل.
جامعه ریاض العلوم کابل21,276 просмотров • 1 год назад

د محترم حافظ محمد انس «حقاني صاحب » وینا .دوهمه برخه
جامعه ریاض العلوم کابل18,863 просмотров • 1 год назад

د کابل د عبدالرحمن ستر جامع جومات خطیب، د هېواد نوموتي عالم شیخ القرآن والحدیث حضرت مولانا محمود ذاکري صاحب، جامعه ریاض العلوم کابل ته تشریف راوړ. نوموړي د جامعې له ټولو څانګو، تدریسي برخو، او اداري سکتورونو څخه نږدې او هراړخیزه کتنه ترسره کړه. له مشاهدې وروسته یې د استادانو د اخلاص، د زدهکوونکو د هڅو، او د ادارې د اغیزمن نظم ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د دیني او عصري تعلیم د خدمت دا مفخمه هڅه د قدر وړ ده. همداراز شیخ صاحب زدهکوونکو ته ارزښتمنه علمي، تربیوي او اصلاحي وینا هم وکړه، چې پکې یې د علم د اهميت، د اخلاص د شرط، او د طالب العلم د سیرت او اخلاقو پر بنسټیزو اصولو مهم ټکي بیان کړل. ياده وینا د استفادې په موخه ستاسو سره هم نشر کوو، هيله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.
جامعه ریاض العلوم کابل12,490 просмотров • 9 месяцев назад

طالب العلم « محمد زرولي» د اسلامي نظام په اړه ګډونوالو ته په زړه پورې وینا وړاندې کړې، هيله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.
جامعه ریاض العلوم کابل11,614 просмотров • 8 месяцев назад

په جامعه رياض العلوم کابل کې د نورو علمي،تدريبي، او تقريري سياليو تر څنګ د قرات، تجوید او د ښایسته لهجو سيالي هم ترسره شوه، په دغې سیالۍ کې د حفظ څانګې یو شاګرد د اسلامي نړۍ د دریو وتلیو قاريانو په لهجو کې د قران مجيد تلاوت وکړ، او پرتمینه غونډه یې د قرآن کریم په مبارکو ايتونو منوره کړه دوهمه برخه.
جامعه ریاض العلوم کابل16,331 просмотров • 1 год назад

علم او عرفان به وي، وي چې مدرسه مکتب. دا هیواد ودان به وي، وي چې مدرسه مکتب. دغه زړه راښکونکې ترانه د ایمان، وطنمینې او د دیني علم د ارزښت ژور پیغام لري. قاري صمیم صاحب او د جامعی ګلالیو شاګردانو دا ترانه په ډېره رقيقه لهجه، ملي جذبه او اسلامي عاطفې سره ویلې ده، چې پکې د وطن، دیني او عصري تعلیم تر منځ د نه بېلېدونکي تړاو ښکلی انځور انځور شوی دی. هیله ده چې د خوښې وړ به مو وګرځي.
جامعه ریاض العلوم کابل10,941 просмотров • 9 месяцев назад

د جامعه رياض العلوم کابل د(۱۴۰۴ھ.ش) تعليمي کال په پرانيست غونډه کې د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزير "شيخ الحديث مولوي حبيب اللّٰه آغا" طالبانو ته تربیوي او اصلاحي وینا وکړه، په ترڅ کې يې دجامعې منتظمين، استادان، طالبان، او جامعه وستایله، او نور يې زيار او کوښښ ته وهڅول. بشپړه وينا يې په لاندې ويډيويي کليپ کې کتلای شئ.
جامعه ریاض العلوم کابل12,459 просмотров • 1 год назад