
Kabul Podcast
@KabulPodcast • 9,323 subscribers
د افغانستان او نړۍ په اړه سیاسي، فرهنګې، اقتصادي او تکنالوژي خبرې!
Videos

د امریکا سنا ته نوې بریالۍ شوې افغانالاصلې امریکایۍ مېرمن عایشه وهاب په یوه غونډه کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قومي، مذهبي، جغرافیایي او د زېږون ځای توپیرونه باید د افغانانو ترمنځ د بېلتون لامل نه شي. وهاب په خپله وینا کې ویلي: «موږ یو ملت یو.» نوموړې زیاته کړې چې یووالی ډېر مهم دی او افغانان باید له یو بل سره مرسته وکړي او یو بل پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه د افغان ـ امریکایانو د ټولنې په دننه کې. هغې ویلي چې هېڅ توپیر نه کوي یو کس هزاره وي، ازبک وي، شیعه وي، سني وي او یا دیني چارې نه تعقیبوي؛ همداراز که په امریکا کې زېږېدلی وي او که د نړۍ په بل ځای کې، یا یې کورنۍ له هرې سیمې او هېواد څخه امریکا ته راغلې وي، ټول باید د یوه ګډ هویت تر چتر لاندې سره متحد پاتې شي. عایشه وهاب د افغانانو د ګډ هویت او ملي سمبولونو په اړه ویلي: «ملي بیرغ یوازینی بیرغ دی چې موږ یې باید په رسمیت یې وپېژنو.» نوموړې په څرګندو ټکو ویلي چې د جنګسالارانو بیرغ باید نه وي او «د طالبانو بیرغ هم باید نه وي.»
Kabul Podcast17,058 views • 23 days ago

غږ! د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د ملي هویت، ملي ارزښتونو او د ملي بیرغ په اړه له کابل پادکست سره په ځانګړې مرکه کې څرګندونې. په دې مرکه کې ښاغلي صالح د افغانستان د تاریخي هویت، ملي یووالي او ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت خبرې کړې دي، او همداراز یې د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي هویت یوه نه بدلېدونکې نښه بللې ده. دا مرکه به ډېر ژر د کابل پادکست له رسمي اېکس پاڼې څخه خپره شي.
Kabul Podcast38,877 views • 1 year ago

غږ: د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال جنرال خوشال سعادت چې له ټولنیز فعال عبدالله نوري سره یې په ایکس سپېس کې خبرې کولې وویل چې پاکستان د خپل تاریخ په خراب حالت کې ده او که افغانان اقدام وکړي نو نړئ به یې حتمأ ملاتړ وکړي، نوموړي همداراز د پاکستان وروستیو بمباریو په تړاو د ځینو افغانانو خوشبېني ته په اشاره وویل چې شاید دوي ته هم د پاکستان د لابي پېسې رسېدلې وي.
Kabul Podcast16,632 views • 6 months ago

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د تُرک افغان نخبګانو علمي ناسته د افغانستان د ملي سرود په غږولو سره پرانیستل شوه. دا ناسته د مارشال عبدالرشید دوستم د بنسټ لهخوا د افغانستان د راتلونکې د سیاسي او ټولنیز څرنګوالي په موخه، په ځانګړې توګه د تُرک توکمو د رول او ونډې په تړاو جوړه شوې ده. په دې علمي ناسته کې د افغانستان تُرک نژاده نخبګان، سیاستوال، محققین او مدني فعالان ګډون لري. ګډونوال د افغانستان د سیاسي راتلونکې، د قومي ګډون، د اقلیتونو حقونو، او د تُرک توکم د هویت او فرهنګي ارزښتونو په اړه بحثونه کوي. د ناستې تنظیموونکي وایي، موخه دا ده چې تُرک نخبګان د افغانستان د جوړښتونو په راتلونکو بحثونو کې فعال نقش ولري او خپل لیدلوري د یووالي، عدالت او برابرۍ پر بنسټ وړاندې کړي.
Kabul Podcast28,692 views • 1 year ago

#ویډیو د تاریخ له پاڼو! پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح، ۲۰۱۹ کال په کابل کې د امن کنفرانس پر مهال وینا: «چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، پاکستان افغانستان ته ۱۱ شرطونه وړاندې کړي وو چې که ومنل شي، طالبان به جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې د جګړې تر شا اصلي مسله د هغو پټو لوریو ده چې له افغانانو قرباني اخلي».
Kabul Podcast14,012 views • 6 months ago

وېډیو 🎥! جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، چې له ۵۰ کلونو وروسته ایران ته سفر کړی، د ایراف خبري آژانس سره په خبرو کې یې پر طالبانو غږ کړی چې د انتخاباتو پر ځای دې د حل او عقد شورا جوړه کړي. دا شورا باید د ولسوالیو او ولایتونو له استازو جوړه شي، تر څو د هېواد زعیم وټاکي.
Kabul Podcast21,128 views • 1 year ago
No more content to load