
Hamasa Media
@MediaHamasa • 42,461 subscribers
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او مرکې/https://t.co/FGX0iVTYcH
Shorts
Videos

تحریک طالبان پاکستان د چترال په دروش ولسوالۍ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر تازه جوړو شویو پوستو بریدونه کړي. ټيټيپي د دغې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې دا بریدونه یې د «خیبر عملیاتو» په لړ کې ترسره کړي. د بریدونو د څرنګوالي په اړه یې خپله په وېډیو کې معلومات ورکړي دي.
Hamasa Media14,463 次观看 • 25 天前
1:00
Sensitive content
This media may contain sensitive content.
1:01
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د بلوچستان زیارت کراس سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو د بلوچ ازادي غوښتونکو وسلهوالو عملیات؛ بلوچ ازادي غوښتونکو په زیارت کې پر پاکستاني پوځیانو د هغې برید یوه برخه خپره کړې چې د راپورونو له مخې ۱۸ پاکستاني پوځیان په کې وژل شوي. د برید په ترڅ کې وسلې، پوځي موټرونه او مهمات هم د وسله والو لاسه ته ورغلي دي.
Hamasa Media11,287 次观看 • 24 天前

حماسه مېډیا یو غږیز کلېپ ترلاسه کړی چې د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د امریکا یوه پوهنتون استاد علي احمد جلالي ته په پیغام کې وايي چې دوی د طالبانو حکومت ضد یو سیاسي بنسټ جوړ کړی دی؛ څو د افغانستان راتلونکی جوړ کړي او د طالبانو له واکه یې خلاص کړي. ښاغلی اندرابي وايي چې پرون اشرف غني په نېکټایۍ کې د “پښتونېزم” په نوم تعصب کاوه او نن یې طالب په لونګۍ کې کوي او زیاتوي د پښتنو هغه فکر؛ چې ۵ زره کاله کیږي پهدې خاورې حاکم دي او نور قومونه باید لومړی، دویم او درېیم مرستیالان وي له منځه یوړول شي او د افغانستان په اړه فکر وشي. خو بل لور ته سیاسي شنونکي پهدې اند دي چې مسعود اندرابي په تاجک ملیت کې سیاسي موقف له لاسه ورکړی؛ نو اوس په داسې خبرو سره غواړي چې خپل ځای پیدا کړي او لکه د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د څوکۍ په څېر یوه بله ګټه وکړي.
Hamasa Media155,643 次观看 • 2 年前

د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو حکومت مشر شېخ هبت الله اخندذاده په دغه بیان کې ښوونځي ته په خطاب کې وایي: "ایسکول میسکول بند، په ایسکول کې نظریه خرابېږي، خپل بچي مدرسو کې واچوي، ایسکول د اسلام پر ضد راوتې پروژه ده" نوموړی په دې باور دی چې ښوونځی د اسلام مبارک دین پر ضد د ده په اصطلاح د " کفارو سازش" دی.
Hamasa Media42,434 次观看 • 6 个月前

#ويډيو: په اسلاماباد کې د یوې خصوصي تلویزیوني شبکې پښتنې خبریالې زینب علي اتمانخېل ویلي، هر ځل چې په پښتو خبرې یا لیکنې کوي او خلک پوه شي چې پښتنه ده، په ټولنیزو رسنیو کې له سپکاوي او توهین سره مخ کېږي. نوموړې دا څرګندونې د خبریال شهکار اتمانخېل سره په یوه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده چې کله په اردو خبرې کوي، هماغه کسان یې ستاینه کوي، خو د پښتو کارولو پر مهال له منفي غبرګونونو سره مخامخېږي.
Hamasa Media18,359 次观看 • 2 个月前

کاناډا کې مېشت افغان تاریخپوه، لیکوال او ادبپوه استاد حبیبالله رفیع له کلونو جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته راستون شو. استاد رفیع، چې له څه مودې راهیسې د سترګو له ناروغۍ کړېږي، وایي هیله لري چې د وطن هوا، چاپېریال او طبیعي مېوې به یې د روغتیا په ښه کېدو کې مرسته وکړي او د ژوند نوې هیلې به ور وبښي. نور حال په راپور کې ووینئ...
Hamasa Media21,873 次观看 • 3 个月前

#ویډیو: | ټيټيپي د «خیبر عملیات – لسمه برخه» تر نوم لاندې ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې د شمالي وزیرستان او بنو په سیمو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د همغږو او کمیني بریدونو صحنې ښودل شوې دي. دغو ویډیوګانو له بریدونو وروسته د وژل شویو امنیتي ځواکونو جسدونه او د وسلهوالو له لوري د هغوی د وسلو د نیولو صحنې هم پکې ښکاري.
Hamasa Media15,733 次观看 • 3 个月前

د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې: "په یاد مو دي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي وو چې دوي به هلته نه وي. ما ویلي وو چې طالبان به له مونږ سره مرسته وکړي. اوس څه کیږي؟ څه تیریږي؟ خپل مطبوعات ولولئ. زه په حقه وم.»
Hamasa Media81,199 次观看 • 3 年前

#غږ: د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د عطاءخیریه بنسټ مشر عطاءالله شګیوال په درغلۍ او فریب تورنوي. نوموړي ویلي چې د عطا خیریه بنسټ مشر د سرطاني ناروغیو د روغتون جوړولو لپاره سلګونه زره افغانۍ مرستې راټولې کړې؛ خو غوښتل یې دا هر څه شخصي د نوموړي په نوم ثبت شي. هغه خبرداری ورکړی که په یوه میاشت کې په دې اړه اقدام ونه کړي پر وړاندې یې قانوني ګام اخلي.
Hamasa Media25,505 次观看 • 9 个月前