
Mohammad Halim Fidai
@Mhalimfidai • 281,847 subscribers
Ex-Governor | Pro-democracy | Against extremism, tyranny & corruption | For peace, justice, moderation and inclusive governance🇦🇫
Shorts
Videos

متاسفانه، کوم حاکمیت چې په خشونت او جبر ولاړ وي، هلته هر ډول اخلاق، انسانیت او دین کډه کوي. د یوې مېرمنې بې محرمه اما په حجاب کې وتل لویه ګناه ده؟ او که د سړک پر سر د نارینه وو په مخ کې د خپلو ښځینه پولېسو په وسېله وهل او بې عزته کول!؟ اسلامي د بې عزته کولو او وهلو دین نه دی!
Mohammad Halim Fidai25,948 görüntüleme • 2 ay önce

دا بشپړ دروغ دي.په لومړي ځل نه ډاکټر صیب عبدالله او نه ډاکټر غني پنځوس جمع یو پوره کړې او یو هم ګټونکي نه وو. ځکه خو ډاکټر صیب عبدالله ومنله چې ټاکنې دوهم دور ته ولاړې او په لومړي دور کې عبدالله جنجال هم ونکړ.په دوهم دور کې ولسمشر غني له ۱۰۰٪ تفتیش سره سره ښه په اکثریت وګټلې۱/۱۰
Mohammad Halim Fidai103,477 görüntüleme • 3 yıl önce

طالبانو په غور کې یوه نجلۍ د پلار له کوره په زوره نیولې ده. په غور کې سیمه ییزې سرچینې د اماج ته ویلي چې طالب جنګیالیو د پسابند ولسوالۍ د نورک له کلي یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په زوره نیولې او د شاه ولي په نوم د دوی له یوه جنګیالي سره یې واده کړی دی. د نجلۍ د نیولو پر مهال د هغې د کورنۍ غړي ووهل شول. سرچينه زياتوي، چې ولسوال خيرالله خيرخواه، امنيه قوماندان عبدالحميد خالد، د استخباراتو مرستيال محمد مشفق او د طالبانو د استخباراتو قوماندان توحيدي هم په پسابند ولسوالۍ کې د يادې نجلۍ د نيولو پر مهال موجود وو. ددې وېډیو په کتلو سره له اسلام ترمخه د جهالت ددورې عملي انځور دی. دومره ستر وحشت، جنایت او د مېرمنو سره دا ډول چلند او بیا د ولس چوپتيا د الله د موجوده عذاب د لا سختولو علت دی. انسان هک پک شي چې دا کوم ډول انسانان دي.
Mohammad Halim Fidai🇦🇫66,765 görüntüleme • 2 yıl önce

د طالبانو دحاکمیت دا هڅه، رنګ او هلالي پرچم په حقیقت کې د افغانستان د اوسنۍ حاکمیت واقعي انځور دی. جغرافیه د افغانستان اما حاکمیت پرې د پاکستان (شين او سپین) بیرغ دی. دا نقشه مانه، خپله د طالب حکومت جوړه کړېده او د کابل په زړه کې یې درولې ده. مرموز او تدریجي اشغال همدې ته وایې. یوازې ملي بیرغ نه، ملي حاکمیت یې ختم کړی دی.
Mohammad Halim Fidai🇦🇫35,110 görüntüleme • 1 yıl önce

د طالبانو یوه ملاګوټې معین زما یوه پوسټ کې د قرآن کریم یو آیت چې سهوا راڅخه په یوه لفظ کې «الف» حرف پاتې شوی وو، بیا مې وروسته تصحیح کړی هم وو، داسې لیکلي دي: (ظالمانو شعرونه در په در کړل، اوس يې آيتونو سره بې باکي شروع کړې. خانه خرابو خو يو مسلمان سره کېنئ چې اقلا د قرآن کريم ټکي خو در وښيي. ګني راشئ ښه فرصت دی، دا د الله تعالی کتاب خو زده کړئ. امر بالمعروف درنه فيس هم نه غواړي.) ددې خلکو دومره پرېوتي ذهنونه دي چې یوازې خپل ځان ورته مسلمان ښکارې. زه هېڅ مکلفیت نلرم چې د خپلې مسلماني ثبوت درکړم. اما راشه؛ ستا رئیس الوزراء او ته خپله زما په څېر د قرآن کريم تلاوت وکړئ. ستاسو اداره خو امر بالمنکر او نهي عن المعروف دی. زما اساسي زده کړې عصري علوم، اداره او نړېوالې اړېکې دي، اما قرآن او دین مې د اسلامکاري لپاره نه بلکې د یوه مسلمان په توګه دمکلفت پر اساس زده کړی دی. له قرآن کریم سره خو تاسو بې باکې شروع کړې ده چې یوازې د شهوت، شهرت، قدرت او ثروت ذریعه مو ګرځولې ده.
Mohammad Halim Fidai🇦🇫26,915 görüntüleme • 1 yıl önce

کله چې د خدای په کور کې ظاهرا د انبیاوو وارثان داسې مناظرې کوي، بیا په جمهوریت پورې خاندې چې په پارلمان کې یې یو بل په څپېړه وهلی دی. نو د الله تعالی په کور کې داسې شکنځلې او دا ډول مناظرې رښتیا نبوي وراثت او دین دی! هېڅکله نه! کله چې د قرآني منطق ځای فرقه ای منطق ونیسي، هغوی بیا همداسې اخلاق لري.
Mohammad Halim Fidai🇦🇫12,798 görüntüleme • 6 ay önce