
Mohammad Halim Fidai
@Mhalimfidai • 282,602 subscribers
Ex-Governor | Pro-democracy | Against extremism, tyranny & corruption | For peace, justice, moderation and inclusive governance🇦🇫
Shorts
Videos

د استاد سیاف پیغام پر طالب د اتمام حجت لپاره ډېر مهم دی.
Mohammad Halim Fidai13,584 просмотров • 3 дней назад

یوه طالب چارواکې له کرزي صاحب سره په لومړنۍ کتنه کې د کرزي صاحب په زندانې کېدو او بندې کېدو اعتراف کړی دی! ترڅنګ یې په دې هم اعتراف کړی دی چې پخوا ازاد وې او اوس زموږ په واک کې یې. خپل واک او اختیار نلري، اوس د موږ مالکیت یې چې څه مو زړه وغواړې، هغه به درسره کوو. دا سوچ به د له پاتې کېدو د مخه کړی وو او وتلی به وې. دا مرکه دا ثابتوي چې افغانستان یې په زندان بدل کړی دی او د کرزي صاحب په ګډون ټول پخواني سیاسیون بندیان دي. طالب چې ظاهرا د پخوانیو سباستوالو د عفوې خبرې کوي، هغه دروغ ده. بندیتوب او ازادي اخېستل عفوه نه ده، بلکې انتقام دی!
Mohammad Halim Fidai17,951 просмотров • 5 дней назад

متاسفانه، کوم حاکمیت چې په خشونت او جبر ولاړ وي، هلته هر ډول اخلاق، انسانیت او دین کډه کوي. د یوې مېرمنې بې محرمه اما په حجاب کې وتل لویه ګناه ده؟ او که د سړک پر سر د نارینه وو په مخ کې د خپلو ښځینه پولېسو په وسېله وهل او بې عزته کول!؟ اسلامي د بې عزته کولو او وهلو دین نه دی!
Mohammad Halim Fidai26,876 просмотров • 3 месяцев назад

دا بشپړ دروغ دي.په لومړي ځل نه ډاکټر صیب عبدالله او نه ډاکټر غني پنځوس جمع یو پوره کړې او یو هم ګټونکي نه وو. ځکه خو ډاکټر صیب عبدالله ومنله چې ټاکنې دوهم دور ته ولاړې او په لومړي دور کې عبدالله جنجال هم ونکړ.په دوهم دور کې ولسمشر غني له ۱۰۰٪ تفتیش سره سره ښه په اکثریت وګټلې۱/۱۰
Mohammad Halim Fidai103,491 просмотров • 3 лет назад

طالبانو په غور کې یوه نجلۍ د پلار له کوره په زوره نیولې ده. په غور کې سیمه ییزې سرچینې د اماج ته ویلي چې طالب جنګیالیو د پسابند ولسوالۍ د نورک له کلي یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په زوره نیولې او د شاه ولي په نوم د دوی له یوه جنګیالي سره یې واده کړی دی. د نجلۍ د نیولو پر مهال د هغې د کورنۍ غړي ووهل شول. سرچينه زياتوي، چې ولسوال خيرالله خيرخواه، امنيه قوماندان عبدالحميد خالد، د استخباراتو مرستيال محمد مشفق او د طالبانو د استخباراتو قوماندان توحيدي هم په پسابند ولسوالۍ کې د يادې نجلۍ د نيولو پر مهال موجود وو. ددې وېډیو په کتلو سره له اسلام ترمخه د جهالت ددورې عملي انځور دی. دومره ستر وحشت، جنایت او د مېرمنو سره دا ډول چلند او بیا د ولس چوپتيا د الله د موجوده عذاب د لا سختولو علت دی. انسان هک پک شي چې دا کوم ډول انسانان دي.
Mohammad Halim Fidai🇦🇫66,765 просмотров • 2 лет назад

د طالبانو دحاکمیت دا هڅه، رنګ او هلالي پرچم په حقیقت کې د افغانستان د اوسنۍ حاکمیت واقعي انځور دی. جغرافیه د افغانستان اما حاکمیت پرې د پاکستان (شين او سپین) بیرغ دی. دا نقشه مانه، خپله د طالب حکومت جوړه کړېده او د کابل په زړه کې یې درولې ده. مرموز او تدریجي اشغال همدې ته وایې. یوازې ملي بیرغ نه، ملي حاکمیت یې ختم کړی دی.
Mohammad Halim Fidai35,149 просмотров • 1 год назад

د طالبانو یوه ملاګوټې معین زما یوه پوسټ کې د قرآن کریم یو آیت چې سهوا راڅخه په یوه لفظ کې «الف» حرف پاتې شوی وو، بیا مې وروسته تصحیح کړی هم وو، داسې لیکلي دي: (ظالمانو شعرونه در په در کړل، اوس يې آيتونو سره بې باکي شروع کړې. خانه خرابو خو يو مسلمان سره کېنئ چې اقلا د قرآن کريم ټکي خو در وښيي. ګني راشئ ښه فرصت دی، دا د الله تعالی کتاب خو زده کړئ. امر بالمعروف درنه فيس هم نه غواړي.) ددې خلکو دومره پرېوتي ذهنونه دي چې یوازې خپل ځان ورته مسلمان ښکارې. زه هېڅ مکلفیت نلرم چې د خپلې مسلماني ثبوت درکړم. اما راشه؛ ستا رئیس الوزراء او ته خپله زما په څېر د قرآن کريم تلاوت وکړئ. ستاسو اداره خو امر بالمنکر او نهي عن المعروف دی. زما اساسي زده کړې عصري علوم، اداره او نړېوالې اړېکې دي، اما قرآن او دین مې د اسلامکاري لپاره نه بلکې د یوه مسلمان په توګه دمکلفت پر اساس زده کړی دی. له قرآن کریم سره خو تاسو بې باکې شروع کړې ده چې یوازې د شهوت، شهرت، قدرت او ثروت ذریعه مو ګرځولې ده.
Mohammad Halim Fidai🇦🇫26,915 просмотров • 1 год назад