
Mohammad Sharifi
@Mohamma61363694 • 50,135 subscribers
A Writer
Shorts
Videos

په لاندي کلیپ کي هغه ږغ موندل سوی دی چي د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد پترول پمپ يې په څلورلکه ډالر خرڅ کړی دی، اصلي خبره داده چي حافظ راشد اوس پترول پمپ خرڅ کړی دی نو ځکه یې بهانه جوړه ده چي زه پترول پمپ نلرم. او بله داچي حافظ راشد ټول جایدادونه د ورور په نامه او د دوو زامنو په نامه رانیسي ، دا سړی هیڅ جایداد پخپل نامه ندی رانیولی. ځکه پرخپل ځان ثبوت نه پرېږدي.
Mohammad Sharifi29,671 görüntüleme • 6 gün önce

یوار بیا د ولس د فقر، بېوزلۍ او بې روزګارۍ بغاري او فریادونه! که چیري د ا ا مشرتابه ددغي بدبختۍ حللاره وسنجوي او د خپل ولس د کار، روزګار او نفقې غم ونخوري، قسم په خدای ددې ولس د قهر د یو داسي طوفان سره مخ سي، که یې بیا مخ په ټوله حکومت راوګرځوې. لېکن له بده مرغه د امارت اکثریت مشرانو لوی لوی خېټي نیولي، د پیسو په ټولولو، په ٣ او ٤ ودونو کولو، د کورنیو د غړو په نامه د جایدانو په رانیولو، په پټه د تجارانو سره د شراکتونو، کاروبارونو او په حج او عمرو باندي بوخت دي. خو ملت یې هېر کړی، خوارځواکۍ ته یې پریښی او د بېوزلې د لومي په شکنجو کي یې راګیر کړی. ترڅو د تدریجي او ذلت مرګ خوند وڅکي. چي دا عمري عدالت ندی بلکه دا د ولس په حق کي مرموزه دښمني ده.
Mohammad Sharifi15,574 görüntüleme • 4 gün önce

د افغانستان د جمهوریت د وختو پولیس د په کچلاک، سارانانو او کلستان کي د پاکستان د ای ایس ای له خوا مسلح سوي او د ټولي سیمي د ناامنۍ او اندېښنې سبب سوي. یاره څه عجب د ازمایښت وخت دی؟ دغو پولیسو په جمهوریت کي د کندهار په لسهاو زره ځوانان پدې خاطر ووژل چي کواکي د طالبانو او یا هم د پاکستان څخه راغلي ول. لېکن نن دوی پخپله د ای ایس ای په غېږه کي ځانونه اچولي او خوش خدمتي یې کوي.
Mohammad Sharifi28,910 görüntüleme • 10 gün önce

په جمهوریت کي د کرزيانو کونیانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کي پر خلګو دغسي ظلمونه کول، تاسي ښه په غور ورته وګورﺉ دا د سربند پوسته وه او دا سپین ږری د چنار ؤ. لېکن د کوتریانو او چوبکیانو یې اوس هم خوا په بدیږي، وايي ملي مشر دی، خدمت یې کړی دی. افغانستان یې شل کاله اشغالکرو، خپلو کونیانو او لوطیانو ته سپارلی ؤ، اربکیان یې تولیدول او ملت یې د هغوی تر جبر او وحشت لاندي ساتلی ؤ. خو هغو بې ننګو علماو او چارواکو ته شرم په کار دی، چي په کندهار کي د حاجي بهاوالدین پر کور باندي د محمود کرزي خوټي ورلنګروي. ایا تاسي پدې نیاست خبر چي حاجي بهاالدین د خرکار د زامنو کرزیانو یو مخکښ کوتری او رویبار دی، د طالب چارواکو او خرکار د زامنو ترمنځ منځګړیتوب او د تېر شل کلن وحشت سپیناوی یې کوي. یاره زه هغو طالب چارواکو او علماو ته حیران یم، چي په جمهوریت کي یې پر همدې لوطیانو او د هغوی پر حامیانو پټاونه او استشهادي بریدونه کول، لېکن نن د پیسو په خاطر د محمود کرزي د غله زوی ته چاپلوسي کوي او د لږ امتیاز لپاره یې په مړو سترګو په دفتر او کور کي د غولو په تمه ناست وي. زه و دغسي علماو او چارواکو ته فقط یو پیغام لرم هغه داچي په هغه علم مو مخ تور سه چي تاسو کړی خو عمل نه پرې کوﺉ.
Mohammad Sharifi145,880 görüntüleme • 1 ay önce

توبه خدایه! تاسي ددې درواغجن او منافق و افواهاتو او درواغو ته غوږ سی. د افغانستان د کنړ، ننګرهار، او پکتیکا پر زلزله ځپلو باندي په غیبو دومره لوی تهمت وايي. خلګو د علماو قحط الرجال دی، دغسي سوډران اوس زموږ د دین پېشوا کان دي، الله دي ددې ملت وزله وکړي، ځکه دغه د سوډر زوی هم اوس زده کړي راباندي کوي او په ټول امارت او اسلامي نظام کي د دغه منافق دین محمد مخه څوک نه نیسي.
Mohammad Sharifi19,562 görüntüleme • 20 gün önce

د خرزیانو نازولی لوطي او ښاغلی سومبۍ پاچا: کله چي په شاولیکوټ کي سومبۍ پاچا د موټر بم څخه په زخمي حالت کي ژوندی ووتی او بیا یې نورو لوطت کارانو ته د خپل صحت په اړه د روغتون څخه ډاډ ورکړ.. یاره د خرکار زامنو شل کاله پردې دربدره ولس څه بې ناموسان مسلطه کړي وه. وایم د خرې چنګوټیان پدې خپلو مقرریو هم نه شرمېدل. تاسي باور وکړﺉ چي زما ژوند سوی دی، قسم په خدای که ما دومره بې ناموسه، بېشرمه او بې شرفه خلګ لیدلي وه لکه خرزیان. ځکه چي په ټول وطن کي یو کوني، دله بې ناموسه، قاتل، اختطافچي، فاسد، رشوتخور او لوطي ؤ، دوی به خپل د مور دغه مېړه راوستی او پرغه مظلوم او دربدره ملت به یې مشر او امیر وټاکه او د خپل وطن خلګ به یې په ترټل، ځورول، وژل او وېرول. تاسي او خدای تاسي پدغه ویډیو کي دغه کوني ته وګورﺉ، خرزیانو ددغه کوني څخه د مځکي د سر فرعون جوړکړی ؤ. لېکن دا ځیني بې ناموسان اوس هم خرزیانو ته د خدایانو په سترګه ګوري او چاپلوسي یې کوي. فقط ته به وايې د خلګو دا وحشت هېر سو.
Mohammad Sharifi66,866 görüntüleme • 2 ay önce

الله، الله الله اکبر! تاسي د سر په سترګو ورته وګورﺉ ډېر د اب او د عزت خلګ لوږي او فقر پر سر اخستي دي دا نجلۍ وايي، تراوسه مې روژماتی هم ندی کړی، ځکه په کور کي یې د خوړو لپاره څه نه درلودل، لومړی ورځ یې ده د خپلي خور سره د کوره راوتلي ده، ترڅو د نانوايي ومخي ته کښېني او که خدای وکړي یوڅوک مرسته ورسره وکړي. ګورﺉ مشرانو دا نجوني د کړو، وړو او لباس څخه د عزت، شرف او درنې کورنۍ نجوني معلومیږي، وايي موږ په کور کي دوې خوېندي یو او یوه مو مور ده، نه پلار لري او نه هم ورور، د خبرو څخه ډیري تعلیمیافته معلومیږي، دوی ته موږ په اسلامي حجاب او قانون کي د کار کولو او تعلیم فرصت ندۍ ورکړی. ځکه په کار کولو او تعلیم یې شرمېږو او ننګ یې بولو. لېکن کله چي د ناوايي ومخي ته د یوې ډوډۍ لپاره خلګو ته لاس نیسي پدې کار یې بیا نه شرمېږو. موږ او تاسو ټوله د یوې سنتي ټولني زېږنده یو، عزت او ناموس لرو، هر مسلمان دي پر خپل زړه لاس کښېږدي او دا دي د ځانه سره وسنجوي، چي که چیري دا سبا زه مړ وم او زما د کور ښځي ودغسي حالت ته راووتلې؟ ګورﺉ زه په دیني مسایلو ډېر نه پوهېږم هیله کوم ټاپې مو په جېب کي کښېږدﺉ، لېکن د هغه الله په ذات قسم خورم چي زما پر ایمان دی، چي ددغو ټولو حساب به راسره کیږي، د دنیا او خیرت دلت به زموږ او تاسو په برخه وي. تاسي دا غفلت کوﺉ، نتیجه به یې وګورﺉ.
Mohammad Sharifi60,648 görüntüleme • 4 ay önce

د جمهوریت لنډغر ډیپلوماټ او د تاجکستان په سفارت کي د مالي فساد رسوايي: جاوید شعله په تاجکستان کي د افغانستان د سفارت مخکني کارمند ادعا کړې چي ظاهر اغبر ٨٧٦٠٠٠ اووه لکه شپږ اویا زړه امریکايي ډالر چي سهوأ د مرکز څخه د افغانستان د سفارت بانکي حساب ته منتقل سوي وې په شخصي لګښت لکولي دي. جاید شعله ادعا کړې چي ظاهر اغبر د سفارت مربوط یو لنډکروزر په ٢٨٠٠٠ زره ډالره او یو بل د امنیتي بخش موټر په ١٥٠٠٠ زره ډالر خرڅ کړی. جاوید شعله ویلي چي ظاهر اغبر آن د سفارت لوښي، تجهیزات او هغه اجناس چي سفارت په تېرو ٢٥ کلونو کي اماده کړې وه د ځان سره وړي او په تاجکستان کي د خراسان په نامه هغه رستورانت ته چي مالک یې پخپله ظاهر اغبر دی انتقال کړي.
Mohammad Sharifi11,130 görüntüleme • 17 gün önce

شرعي صاحب محترم د غصب په مورد کي ستاسو توجه هلمند او د کندهار عینو مېني ته رااړوم چي په عینو مینه کي ان شنې ساحې او تفریحي پارکونه لا خرڅ سوي دي. لېکن تر ټولو بده یې لا دا چي په هلمند او کندهار کي سیمه ییز کلیدي چارواکي د غاصبینو پر کورونو ناستي پاستي کوي او لکه لېوان پر یوه دسترخوان ډوډیاني سره خوري، میلمستیاوي سره کوي او ونډي سره ویشي. او زه یې انشآالله په دوامداره توګه درته خپروم.
Mohammad Sharifi19,834 görüntüleme • 1 ay önce

دغه سړی په مارکېټ کي د خپلو رومیانو د خرڅلاو څخه انکار کوي، ځکه د ابو لګولو پیسې هم نه ورجوړوي. وايي مارکېټه ته یې ځکه نه وړم چي یوه خلته رومیان په ٢٠ روپۍ د مځکي د راټولولو مصرف دی، شل روپۍ یې کرایه ده، ١٠ روپۍ یوه د پلاسټیک خلته ده او په منډوي کي کمېشن هم راڅخه غواړي چي جمله ٦٠ روپۍ کیږي. لېکن هلته په منډوي کي په ٣٠ روپۍ نه خرڅیږي. نو ٣٠ روپۍ ددې دومره خواریو سره سره تاوان کوي. له همدې خاطرو یې بیرته پدې خپلو مځکو کي غورځوي او ل منځه یې وړي. دا د پاکستان د پوځي حکومت اثرات دي چي ژوند په هره برخه او عرصه کي یې خپل ولس ځپلی، خوار کړی او بېوزلۍ ته درولی دی.
Mohammad Sharifi19,922 görüntüleme • 1 ay önce