م. عبدالواحد حقاني's banner
م. عبدالواحد حقاني's profile picture

م. عبدالواحد حقاني

@Mufti_A_haqqani15,070 subscribers

Videos

Mufti_A_haqqani's profile picture

د ترمذي شریف باب رفع اليدين ته را ورسېدو، شيخ صاحب پرې دلايل وويل، د راويانو د حالت له بيان سره يې ښه قوي احادیث په ترک رفع اليدين وويل. په سبا چې درس ته راغلی، يوه غير مقلد شاګرد د ملګرو په توسط، د يوه او بل په لاس له تبادلې سره د شيخ صاحب ميز ته خط ليږلی و، چې پکې ليکلي يې و، په رفع اليدين باندې قوي دلایل شته، تا هغه ونه ويل، بلکې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره دې ضعيف احاديث وویل او قوي نوم دي ورکړ. شيخ صاحب وخندل، عینکي يې له سترګو پورته کړې او په تندي يې کېښودې، ويل که ستاسو خوښه وي، زه به د ده اودس ور وکړم، لستوڼي يې را ونغښتل، ويل يې ورپسې شه مولانا، هغه احاديث چې قول د صحابي وي مه يې راسره منئ، صرف هغه راسره ومنئ چې فعل او قول د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وي، هغه حديث که يې راوي کې د ثقه څخه بل يو هم و مه يې منئ، ټول راويان يې بايد ثقه وي. دوې ورځې مسلسل يې پرې دلايل وويل، اويا احاديث يې د راويانو له حالت سره چې هر يو يې ثقه ثابت کړ ذکر کړل، اخیر يې وويل چې نور هم شته خو همدا بس دي. نو خبره مې دا کوله، چې له سیاست ور ها خوا، په علمي ميدان کې دا يوازې نوم نه، بلکې د احاديثو او فقهې يوه داسې بهترينه خزانه مو له منځه لاړه چې ځای ډکېدل یې د اوسنيو استعدادونو کار نه دی. ويډيو کې د کتابونو له جملې له حديثو پرته بل هيڅ کتاب نشته، همدومره اندازه نور کتابونه يې دوهم ځای (حقانيه) کې هم تدریس کول، نو څه فکر کوئ چې دا به څه ستر او عظيم انسان وي! الله تعالی دې پرې ورحميږي.

م. عبدالواحد حقاني

10,615 次观看 • 2 个月前

没有更多内容可加载