
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)
@RANATVAF • 7,131 subscribers
RANA TV (https://t.co/lA3KmzzGfz) is an independent Afghan media network based in London, UK, Broadcasting across all major social media platforms, YouTube, satellite.
Shorts
Videos

خلیلزاد: له طالبانو سره د نفت او ګاز تړون مهم او مثبت تحول دی د امریکا پخوانی ډیپلومات زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت او د نړۍوال ډیلټا شرکت ترمنځ د نفت او ګازو د تړون لاسلیک کېدل یو مهم، مثبت او لوی تحول دی. خلیلزاد دا څرګندونې په کابل کې د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې کړې دي. نوموړي ویلي، افغان ولس له کلونو جګړو وروسته اوس له اقتصادي محرومیتونو او ستونزو سره مخ دی. هغه زیاته کړې، چې د افغانانو اړتیاوې ډېرې دي او د هېواد د خلکو اقتصادي وضعیت یې له نږدې لیدلی او د هغوی له اړتیاوو خبر دی. خلیلزاد ویلي، په وروستیو کلونو کې ځینې پرمختګونه شوي، خو اړتیاوې ډېرې دي او د هغوی پوره کول به وخت ونیسي. د امریکا پخوانی ډیپلومات وايي، د دغه تړون لاسلیک ښيي، چې طالبان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لېوالتیا لري او توانېدلي چې د افغانستان د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د ګازو د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د هغې د لېږد په برخه کې د پام وړ پانګونه راجلب کړي. د نوموړي په وینا، له څه مودې راهیسې دا لیدلوری موجود دی چې افغانستان کولای شي د منځنۍ اسیا، چې له پراخو طبیعي سرچینو برخمنه سیمه ده او جنوبي اسیا، چې ګڼ نفوس او د انرژۍ او طبیعي سرچینو لوړه تقاضا لري، ترمنځ په یوه مهم ځمکني دهلېز بدل شي. خلیلزاد زیاته کړې، چې اوس دا تمه هم شته چې افغانستان خپله د نړۍ، په ځانګړي ډول د جنوبي اسیا هېوادونو، د طبیعي سرچینو د برابرولو په یوه مهم مرکز بدل شي. زلمی خلیلزاد په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی دی.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)50,449 views • 8 days ago

د رڼا لید خبرې واخان د پاکستان د سیاسي او اقتصادي زوال دريڅه
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)16,494 views • 8 days ago

افغان وتلي هنرمند جاوید امیرخېل ویلي، یو کس ترې غوښتنه کړې وه، چې د «پاک سرزمین» په نوم د پاکستان ملي سرود ووایي، خو نوموړي ځواب ورکړی چې زه افغان یم «هغه به دې ستا پلار ووايي.» جاوید امیرخېل د پاکستان د ملي سرود له ویلو ډډه کړې او پر ځای یې د خپلې مشهورې وطني سندرې دا بند زمزمه کړ: «اخ جانان دې وطن» د هغه دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوې دي.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)69,339 views • 4 months ago

وروسته تر هغې چې په یو بحث کې د پاکستاني پوځ د اړیکو او تبلیغاتو د ادارې ګمارل شوي ژورنالیست حسن خان، پر پکتیا د وحشي بمباریو مظلوم شهیدان ترهګر وبلل او سپکاوی یې ورته وکړ، د افغان سیاستوال او شنونکي ډاکټر نجیب ننګیال له لوري ورټل شو او د هغه دريځ یې وغنده. ښاغلي ننګیال له رسنیو هم وغوښتل، چې داسې اشخاصو ته دې د زهر شیندلو فرصت نه ورکوي. د پاکستان د پوځ د اړیکو او تبلیغاتو ادارې (ISPR) کوښښ کړی، چې د حسن خان په څېر ظاهرا پښتانه شنونکي او ژورنالېستان وګماري تر څو د افغانستان پر ضد د تبلیغاتو لپاره ترې کار واخلي.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)26,241 views • 2 months ago

د خوست هوایي میدان مسوولین وایي، د یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان او د شل اوریزو ملي لوبډلې مشر او تکړه توپ وهونکي ابراهیم ځدران له خپلو نورو ملګرو سره د خوست له ملکي نړۍوال هوايي ډګر څخه خپل هوايي سفر ترسره کړ. #راپور
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)16,268 views • 2 months ago

د اتصالات مخابراتي شبکې یوه پخواني کارمند ادعا کړې، چې یاده شبکه به د هغو افغان کاروونکو لپاره چې په خپلو سیمکارتونو کې یې بستې نه فعالولې، د هغوی له اجازې پرته بستې فعالولې. نوموړي ویلي، چې د دې کار له امله به د کاروونکو له سیمکارتونو څخه پیسې کمېدلې او هغوی به له دې موضوع ناخبره وو. د هغه خپره شوې ویډیو په وروستیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ګڼو افغان کاروونکو هم ادعا کړې، چې مخابراتي شبکو د انټرنټ د بنډلونو قیمتونه لوړ کړي او د هغوی له سیمکارتونو څخه پیسې کموي. تر اوسه د اتصالات شبکې د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)14,885 views • 2 months ago

افغان سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې پر خپله فېسبوک پاڼه د دغې وېډیو په خپرولو سره د پاکستان پوځي رژیم پر افغان خاوره بریدونه او د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول غندلي دي. اغلې نغمې ویلي، چې خپه په دې نه یم، چې افغانستان ډېر میړاني خلک او سربازان لري، چې دوی به په کلکه د وطن دفاع وکړي. نغمې د ټولو خلکو غوښتي، چې د خپل وطن په ننګ ودریږي او ملاتړ یې وکړي. نغمې افغان سرتیرو ته چې اوس مهال په جګړه کې دي، څو سندرې هم زمزمه کړې دي او د افغان ولس ستاینه یې پکې کړې ده. په ورته مهال یو شمېر منتقدین بیا پر هغه سیاستوالو او فعالینو نیوکه کوي، چې تراوسه هېڅ لوری یې نه دی نیولی او یا هم په مستقیم یا غیرې مستقیم ډول د دښمن ملاتړ کوي.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)25,865 views • 6 months ago

جنرال سمیع سادات د یو پاکستاني خبریال سره په مرکه کې وایي، چې پنجاب پښتانه محروم ساتلي او د پاکستان د وګړو په سترګه ورته نه کتل کیږي او تل د پښتانو د یو لوی اکثریت په پرتله پنجاب غوره بلل شوی دی. د سادات په وینا، دغه سبب شوي، چې نن ورځ پښتانه په پاکستان کې بغاوت کوي. #وېډیو
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)16,822 views • 4 months ago

د ډیورند فرضي کرښه! ډیورند فرضي کرښه په ۱۸۹۳م کال کې د پښتون قوم د جبري ټوټه کېدو په موخه کښل شوې ده. دا کرښه شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره اوږده ده، چې د افغانستان د پښتنو او بلوڅو قومي سیمې یې په دوو برخو وېشلې دي. ډیورند ته ځکه فرضي کرښه ویل کیږي، چې تراوسه رسمي نه ده منل شوې، دا د استعمار په دوره کې د فشار لاندې ټاکل شوې وه. د دغه کرښې دواړو غاړو ته خلک یې کلک مخالفت کوي، ځکه چې قبایلي او قومي یووالی یې مات کړی دی.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)17,264 views • 5 months ago

د مرحوم عبدالله مقري زوی د خپلې نوې سندرې «دا دې ازادۍ خاوره» د خپرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه ملي ترانه یې د نوې زمانې له موسیقۍ او احساس سره بیا راژوندۍ کړې ده. میر خان مقري ویلي، دا ځانګړې هنري پروژه یې له شفیق مرید سره په ګډه ترسره کړې، څو د عبدالله مقري تلپاتې هنري میراث ته درناوی وشي او د افغانانو ملي احساسات او ارمانونه تازه وساتل شي. د نوموړي په وینا، دغه بیا جوړونه د عبدالله مقري د نه هېریدونکي غږ، احساس او وطنپالنې د ستاینې لپاره شوې، هغه هنرمند چې سندرو یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانان یووالي، مینې او ملي ویاړ ته هڅولي دي. میر خان مقري د خپلې وینا په پای کې د خپل پلار روح ته دعا کړې او ویلي یې دي: «الله دې پر عبدالله مقري ورحمېږي او هنري میراث دې یې تل ژوندی وي.» دا سندره د میرخان مقري پر یوټيوب موندلی شئ
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)11,714 views • 4 months ago

رڼا ټلویزیون به د ورځې د مهمو خبرونو لنډه ټولګه هم پیل کړي. د افغانستان او نړۍ مهمې پېښې به په کره توګه تاسو ته وړاندې شي. دا ټولګه به د راتلونکې اونۍ له پیله؛ هر ماښام، د کابل پر وخت ۰۶:۳۰ بجې، پر رڼا ټلویزیون او هم مهاله د رڼا په یوټيوب او فېسبوک پاڼه وګورئ.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)14,748 views • 6 months ago

د واخان یو اوسېدونکی، رڼا سره خبرو کې د خپلې سیمې حال بیانوي.
RANA TV (رڼا ټلوېزیون)12,262 views • 5 months ago
No more content to load