
Rahmatullah Andar🇦🇫
@RahmatAndar1 • 261,126 subscribers
Ex-Religious Affairs Director & Religious Affairs Adviser & Spokesperson @NSCAfghan | Writer. زما خبرې حقیقت نه دی، حقیقت دا دی چې زه خبرې لرم
Shorts
Videos

دا د هغه ځوان وروستۍ خبرې او وصيت دي چې د نیمروز په دښته کې له تندي وروستۍ سلګۍ وهي. د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې دغسې مرګونې لار غوره کړي ده. د دي ولس پوښتنه به الله تعالی له مشر هیبت الله او کشر هیبت الله څخه ونه کړي؟ ذوالجلاله ربه! ته په دي ولس خاص رحم وکړي.
Rahmatullah Andar🇦🇫34,970 views • 6 days ago

تاسې دا ویډیوګانې او عکسونه وګورئ! ایا موږ رښتیا د دي حالت بدیل نه لرو؟ که په واقعیت کې یې هم نه لرو؛ نو بیا د پنځه زره کلن تاریخ، مېړاني، افغانیت، شجاعت او غیرت دعوي مو تشي باټې دي. او که د دي حالت بدیل لرو او بدلون نه غواړو، بیا نو ویښ وجدان او پاک ضمیر نه لرو او نه د کوم ملت او وطن په تار ګنډلی تړون لرو، بلکې هر سړي ته یوازې خپلي شخصي ګټې او د خپل سر خوندیتوب مهم دی.
Rahmatullah Andar🇦🇫33,429 views • 20 days ago

شاهد افریدی باید په پاکستان له چا سره کمپرومایز /جوړجاړی ونه کړي. ځکه پاکستان افریدي ته نوم، حیثیت، شتمنې او هویت ورکړي، خو هر پښتون دا خبره نه شي کولای او نه یې باید وکړي، ځکه پاکستان عامو پښتنو ته شکنجې، بندیخاني او ذلت ورکړی دی. افریدی دي همدا نن د خپل ولس او خلکو لپاره د هغوی حقوق له پنجابي ریاسته وغواړي، چې له ده سره څه کېږي.
Rahmatullah Andar🇦🇫25,543 views • 15 days ago

په هلمند کې د لښکرګاه اړوند زمري کلا سیمه کې طالبان د عامو خلکو کورنه نړوي او ځمکې یې د شهیدانو په نامه ویشي، خو د سیمي سپینږیري او مشران یې نه ورسره مني، ځکه هغوی دغه ځمکې خپل ملکیت ګڼي. ویل کېږي چې طالبانو له تاوتریخوالي کار اخیستی دی، عام خلک یې وهلي او ټپیان کړي او تقریباً ۳۰ تنه یې بندیان کړي دي.
Rahmatullah Andar🇦🇫18,668 views • 1 month ago

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.
Rahmatullah Andar🇦🇫130,999 views • 1 year ago

د سپین بولدک ویډیو پخوانۍ وه، هغه پوسټ مې ډیلیټ کړ. پر ځای یې د خلیفه صیب دین محمد ملغلرې(!) واورئ. …ټوله شپه یې سا بنده کړي او خر یې په هوا کړی… باید په یاد ولرئ چې خلیفه صیب د علماوو د شورا رئیس او د ډېرو طالبمشرانو پیر دی، ځکه یې څوک نه په خرافاتو او خزعبلاتو اعتراض کوي او نه یې مخالفت کولای شي.
Rahmatullah Andar🇦🇫28,313 views • 2 months ago

محسن داوړ صیب ډېره سپینه خبره وکړه! هغه وایې چې TTP د افغان طالبانو تر لاس لاندې کار کوي او افغان طالبان د پاکستان تر کنترول لاندې دي، د هغوی کورنۍ، تجارتونه او شتمنۍ په پاکستان کې دي، په دې مانا چې په حقیقت کې روانه جګړه پاکستان جوړه کړي ده. داوړ صیب زیاتوي: طالبان په دې پوهېږي چې افغانستان یې د دایمي ټیکاو ځای نه دی، که سبا له کومې ستونزې سره مخ کېږي، بېرته به د سر خوندیتوب لپاره پاکستان ته راځې.
Rahmatullah Andar🇦🇫149,647 views • 1 year ago

حماسي صیب په لسان الحال خرافات وایې او خلیفه صیب دین محمد یې په لسان القال وایې. په خپل مزخرف چورت یې د لسان الحال نوم ایښی دی. یوې خوا ته یې په ۲۱مه پېړۍ او د عصري ټیکنالوژې په دې چټک پېر کې عصري علوم مباح کړي، د هېواد پر نیمایې نفوس یې د زده کړو او کار دروازه تړلي، پر منبر کرۍ ورځ خرافات وایې او بلې خوا ته بیا د اسلامي امت تېر برم او عظمت غواړي. اسلامي امت د علم، پوهي او سیاسي بصیرت په مټ د اموي، عباسي او عثماني خلافتونو په څېر سترو واکمنیو ته رسېدلي و او تاسې بیا د جهالت په مټ د خلافت او اسلامي امت د عظمت چورتونه وهئ.
Rahmatullah Andar🇦🇫15,011 views • 1 month ago

ځوان خلیفه صیب دین محمد. تېر ځل یې خوب بیان کړی و او دا ځل واقعیت بیانوي.
Rahmatullah Andar🇦🇫27,769 views • 4 months ago

طالب یوې خوا ته له افغانو نجونو او ښځو د ستر او عورت په نامه ټول حقوق تروړلي او بلې خوا ته له بهرنیو ښځو سره ګډ غومبر وهي، نه ستر شته او نه عورت. د طالبانو په دې ډله کې دوه تنه مسؤلان هم شته چې یو یې منیر نومېږي په هوایې ډګر کې د بهرنیو میلمنو د ښه راغلاست مسؤل دی او بل یې سالارزی نومېږي د کورنیو چارو په وزارت کې دنده لري. که د ښځو په وړاندي رښتیا هم طالبان حساس وي او د ښځو تعلیم او کار د ټولنې په زیان بولي حتی غږ یې هم عورت بولي؛ نو له بهرنیو ښځو سره دغسې غومبر او ازادي څه مانا؟ تاسې یې پوښتنو ته ځېر شئ، څنګه پوښتنې ورڅخه کوي.
Rahmatullah Andar🇦🇫89,687 views • 1 year ago

خلیفه صیب مبالغه کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک حدیث شریف یې له یاده وتلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “ابغوني الضُّعفاءَ، فإنَّما تُرزَقونَ وتُنصَرونَ بضُعفائِكُم” ابوداود، ترمذي او نسائي دری واړو روایت کړی دی. ما ته کمزوري او فقیران را وغواړئ، ځکه تاسې ته رزق هم د دوی له امله درکول کېږي او مرسته هم د دوی له امله در سره کېږي.
Rahmatullah Andar🇦🇫26,809 views • 4 months ago

شیخ صاحب عزیز الله مظهري ډېره سپینه وینا کړي. هغه په دې اعتراف کوي چې لا هم په افغانستان کې داسې مجتهد عالم نه شته چې په دیني مسالو کې د عوامو او علماوو وروستۍ مرجع وي او د نه شتون بده پایله یې دا ده چې موږ په یوه وړه مسله کې هم اتفاق ته نه رسېږو… خو زما په اند اجتهادي مسايل په هر عصر کې اختلافي یې حتی د استاذ او شاګردانو تر منځ یې هم اتفاق نه وي، امام ابو حنیفه رحمه الله او مشهور شاګردان یې امام ابو سف او امام محمد رحمهم الله هم په ډېرو مسایلو کې یو له بل سره اختلاف کړی دی. اصلي ستونزه دا ده چې اوس په اجتهادي مسایلو کې اختلاف د بې احترامي، نفاق او شقاق تر کچې رسېږي. که موږ زغم او تحمل ولرو، په اجتهادي مسایلو کې اختلاف ته د فرعي اختلاف په سترګه وګورو، له تعصب فی المذهب څخه لاس واخلو مسله حل کېږي، خو له بده بخته ملاهبة الله اخوند ته اوس هم حق مذهب یواځې حنفي مذهب ښکارېږي، علم یواځې په مدرسه کې ویني او دیني تفسیر او تعبیر یې یواځې له دیوبنده سرچینه اخلي. نو چې امیر دغسې وي، له مامورینو به یې څه ګیله وي. داسې ښکارې چې ملاهبة الله اخوند به د بهرنیو او کورنیو فشارونو په نتیجه کې له خپل دریځه واوړي او یا به …
Rahmatullah Andar🇦🇫25,236 views • 4 months ago