Shahmahmood Miakhel's banner
Shahmahmood Miakhel's profile picture

Shahmahmood Miakhel

@S_MIAKHEL54,122 subscribers

Represent Pro-Republic Movement of Afghanistan. Former Governor of Nangarhar/worked in security sector as Deputy/Acting Minister (MoI/MoD),UN,USIP,NGO & Media

Videos

S_MIAKHEL's profile picture

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 Aufrufe • vor 1 Monat

S_MIAKHEL's profile picture

د نورستان د محاصرې تر شا توطیه په کابل او نورو ولایتونو باندې د پاکستان د هوایي بمباریو نه وروسته، هغوي داسې ښودله چې د چمن له لارې په کندهار ځمکنې حمله وکړي خو د پاکستان اصلي هدف د چترال د لارې نه د کونړ د ناړې او نورستان د سیمو کنترول دی چې ځینو پخواني قوماندانانو ته چې د شمالي ټلوالې سره اړیکې لري، لاره خلاصه تر څو د اوړي د رارسیدو سره د بدخشان له لارې د طالبانو په ضد عملیات پيل او ځیني سیمې ونیسي. پاکستان د دغه پلان لپاره تقریبا دوه کاله د مخه یو شمیر پخواني مهم قوماندانان اسلام اباد ته غوښتي و او د ځینو سره په دوبۍ او استانبول کې هم غونډې درلودې. هغه وخت ورته شرایط برابر نه و خو اوس ورته شرایط برابر دي ځکه پاکستان ولیدل چې د دوی د ناروا بمباریو په خاطر دنیا او د سیمې هیوادونو منفي عکس العمل ونه ښوده او هم طالبانو هسې هوایي شور ماشور جوړ کړ او عملي اقدام د پاکستان په ضد نشي کولې او که اقدام هم وکړي، موثره به نه وي ځکه د طالبانو حاکمیت د جدي انزوا سره مخامخ دی او ولسي مشروعیت نه لري، نو دا ښه وخت دی چې پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې کورنیو جګړو ته زمینه مساعده او خپل ماهیان ونیسي. که څه هم پاکستان ته به دا عملیات ډیر درانده او قیمته تمام شي ځکه زه فکر نه کوم چې د پاکستان داسې پروژوي عملیاتو لپاره، امریکا، چین، روسیه یا عربي هیوادونه مصارف ورکړي. البته دا چې میدان شغالې دی، پاکستان ګډوډي جوړولې شي. خو دا چې د طالبانو مشر ملا او یا خلیفه دین محمد د ښځو او احوال شخصیه په مسایلو بوخت دي او ویاند صیب هم همداسې کورني مصروفیات لري، لکه خلیفه دین محمد چې هم یادونه وکړله چې اکثره طالبانو دوه او درې ښځې کړیدي او مصروفه دي، کوښښ کوي چې هر څه د ولس نه پټ وساتي. لکه مخکې مې چې په کراتو یادونه کړې، تر څو چې ولسي مشروعیت او د یو قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره د یوې واقعې لوی جرګې له لارې زمینه مساعده نشي، طالبان د پاکستان د حملو او تخریبي عملیاتو مخه نشي نیولې. که افغانستان د انزوا حالت نه ووته، ببا ممکنه ده چې د پاکستان د دسیسو مخه په داخل او نړیوال ستیج کې ونیول شي. دا چې طالبان اسانه سیاسي ځواب چې د پاکستان سفیر اخراج او واقعي لویه جرګه راوغواړي، نشي تر سره کولې، نو نظامي ځواب هم هیڅکله ممکن نه دی. د جنګ په دوام سره به د افغانستان نه سوریه یا سوډان جوړیږي او د دې حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو بیا چې هیواد وران، په زرهاو افغانان ووژل شي، خیر به یې افغانستان ته څه وي. په داسې حالت کې به طالبان خامخا له منځه ځي او نورې افراطي ډلې به رامنځته کیږي خو د طالبانو تور مخ به د افغانستان په تاریخ کې د دویم ځل لپاره بیا ثبت شي. بس افغانستان او افغانان د خبیثه مثلثونو په منځ کې راګیر دي. خدای دې خیر پېښ کړي. د یو باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

Shahmahmood Miakhel

48,755 Aufrufe • vor 4 Monaten

Keine weiteren Inhalte verfügbar