
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي
@SamiYousafzaii • 90,714 subscribers
A Journalist Survived Militant’s Attack with Single Bullet Causing Dual Wounds in my chest , Journalist ,RT simply not endorsement
Shorts
Videos

مولوي صیب احمد جان بلال صیب! ۳۰زرو د کابل ښاریانو ته د ۳۰ میلیونه افغانیو په بودجه د اوبو رسولو پروژه افتتاح په خپل دست مبارک وکړه او د مجلس له ستیج نه اعلان کوې چې مصرف او بودجه یې هم یونیسف ورکړې. نو پوښتنه دا ده: که بودیجه یې یونیسف ورکړې وي، افتتاح یې ولې تاسو کوئ؟ خو د پروژی افتتاح هم باید کوم سور انګریز وکړې ، تاسو ولې ځانونه اوته کړې د بل په خیرات کې لسټونې غوړه وئ ؟؟ رشتیا یو بل تشویش هم راته پیدا شو ، دا اوبه چې د انګریزانو یعنې یونیسیف په کومک برابرې شوې، ستاسو طالبانو اودس، لمونځ او تهجد به پرې صحیح وي که نه؟ 😂
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي22,229 görüntüleme • 3 gün önce

ویدیو وګورئ : د بدخشان قیصه لا ختمه نده ؟؟. “ ولس را جګ شوې ټول یی را وشړلو ، د دولت شاهي معدنو سقوط وکړو “. د بدخشان د کانونو کیسه لا هم دوام لري. د راپورونو له مخې، پرون د بدخشان اندرابو ـ سرک دولتشاهي په سیمه کې د کانونو پر ضد د خلکو اعتراضونه تر سختې کچې رسېدلي دي. یو ډرېور ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵۰۰ کسان جګ شوي وو؛ خلک د کانونو له سیمې څخه راوتلي، یو شمېر کسان یې شړلي او د ماشینونو ښیښې یې ماتې کړې دي. دا پېښه د خلکو د پراخې ناخوښۍ څرګندونه کوي. اړینه ده چې د سیمې د خلکو غږ واورېدل شي او د کانونو د استخراج په اړه د ولس حقونه، چاپېریال او د سیمې ګټې په پام کې ونیول شي. د ولس رضا د هرې پرېکړې مهم بنسټ دی.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي23,558 görüntüleme • 9 gün önce

مظلوم افغان مهاجرین .. امام سیاست مولانا فضل الرحمن ..
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي44,825 görüntüleme • 24 gün önce

د شملو وطن کې پاتې اخري شمله ور ، ملې مشر او شخصیت .. جناب حامد کرزي ..
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي25,101 görüntüleme • 14 gün önce

حجره یی شته , شاپور جان نشته …. دملې ټیم لوبغاړي د شاپور زدران په حجره کې . 😢 😢 😢
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي37,511 görüntüleme • 1 ay önce

د طالبانو هغه شعار چې “جنګ مو ختم کړ” نور اعبتار له لاسه ورکړی. د هغوی پالیسۍ، له پاکستان سره شخړې، بمبارۍ او روان وضعیت نه یوازې د افغانستان دننه خلک، بلکې افغان کډوال هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. تر ټولو مهمه دا چې د طالب نظام پر وړاندې پاکستان هېڅ ډول جدي فشار نه احساسوي او نه یی د انزوا ښکار ملایانو طالبی نظام نه سترګه سوزي اوس پاکستان ان د افغانستان پر خاوره بمباریو ، مداخلې او اشغال جرأت کوي. که څه هم دا ویډیو د AI په مرسته جوړه شوې، خو پیغام یې واضح دی: د افغانستان ۳۲ کیلومتره مربع خاوره رسمأ “ قبضه” شوې بلل کېږي. د راپورونو له مخې، پاکستاني ځواکونه د بلوچستان د قمر دین کاریز په امتداد کې د افغانستان شاوخوا ۳۲ کیلومتره مربع خاورې ته ننوتلي او سیمه یې کټاره کړې ده. همدارنګه، د ډیورنډ کرښې په ګڼو سیمو کې تر یو لک زیات افغانان د بمباریو له امله اړ شوي چې خپل کلي پرېږدي. دا سیمې تقریباً د عامو خلکو له حضوره خالي شوې دي او پاکستان غواړې دغه سیمې د “ بفر زون ‘ په بڼه له خلکو خالې وساتې . په نورستان کې هم مهم سړکونه د پاکستاني پوستو له لوري تر ډزو لاندې دي، چې له امله یې څو ولسوالۍ له مرکز څخه پرې شوې او په یو ډول محاصره کې دي. د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ شخړې هم د سرحدي سیمو افغانان له خپلې خاورې او د اوسېدو له حق څخه محروم کړي دي. یوه قوي، ملي او مسووله اداره کولی شي د هېواد له خاورې دفاع وکړي او د خلکو امنیت تأمین کړي. متاسفانه طالبانو حکومت له نړیوال او هیواد دننه د هر ډول مشروعیت نه یی برخې دې . د پاکستان سره تر ټولو ښه حل یو باعزته او سیاسي مفاهمه ده. جګړه نه د افغانستان په ګټه ده او نه د سیمی . منوً، د پاکستان سره جوړ جاړې مشکل دې خو د طالبانو مشر د نجونو په تعلیم د بندیز لری کولو سره یو حکم صادره ولو سره نړیوال رسمیت ته لاره پرانستلی شې ، یو منل شوي ملې او ټول شموله افغان حکومت د پاکستان د مداخلو مخه ډب کولې شي .
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي92,087 görüntüleme • 5 ay önce

Mullah Najib, head of the Afghan delegation and Deputy Interior Minister, said: “Pakistan was insisting that the Taliban’s Supreme Leader issue a fatwa against the TTP. We told them that he is an Amir, not a Mufti — he issues orders ), not fatwas. We have a Dar al-Ifta (religious authority) for that. The Pakistani government can send a written request for a fatwa. Our Dar al-Ifta will consider and review Pakistan’s request.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي133,583 görüntüleme • 9 ay önce

افغان مهاجرینو، د دغه ورور سندریزه مشوره په غور واورئ. مخکې له دې چې نور هم پاکستان کې د ذلت، سپکاوي او بېعزتۍ سره مخ شئ، خپل وطن ته ستانه شئ. پاکستانیانو فکر کاوه بېرته ستانه شوي افغانان به له لوږې مړه شي ، خو نن هماغه خلک، سره له دې چې ستونزې لري، ژوند کوي او خپل ژوند پر مخ وړي. بېشکه په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې شته، خو پاکستان په خاوره کې د دوامدار تحقیر، بېباورۍ او د انساني کرامت د زیان پر ځای، په خپل وطن کې له ستونزو سره ژوند کول د ډېرو لپاره د عزت او وقار غوره انتخاب دي .
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي14,233 görüntüleme • 1 ay önce

مینه حبیب، خبرنگار مقیم کابل، در میان طالبان و صدها شهروند، با شجاعت و حرفهایگری به پوشش مراسم تشییع ستاره کریکت افغانستان پرداخت. حضور و گزارشگری یک خبرنگار زن در چنین فضایی، نیازمند شجاعت، تعهد، عشق به حرفه و پایبندی به اصول خبرنگاری است. در شرایطی که کابل زیر حاکمیت طالبان قرار دارد و محدودیتهای گستردهای بر زنان، بهویژه خبرنگاران زن، اعمال شده است، حضور یک خبرنگار زن در میان آن جمعیت برای بسیاری از کابلیها نو وارد کابل جان نیز صحنهای غیرعادی و قابل توجه بود. حدود پنج سال پیش، زنان بخش قابل توجهی از جامعه رسانهای افغانستان را تشکیل میدادند، اما امروز شمار خبرنگاران زن بهطور چشمگیری کاهش یافته است. به همین دلیل، تلاش و حضور مینه حبیب شایسته احترام و قدردانی است.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي15,269 görüntüleme • 1 ay önce

خو که لږ جدي ورته وګورو، د کرکټ او خپلو لوبغاړو سره د خلکو مینه پر خپل ځای ډېره د ستاینې وړ ده. خو میدان ته په دې ډول ننوتل، د لوبغاړو نه خولۍ، بېټ او نور سامانونه اخیستل یا تښتول، نړۍ ته زموږ یو منفي او نامناسب انځور وړاندې کوي. نظم او د لوبغاړو درناوی هم د مینې یوه برخه ده.
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي17,041 görüntüleme • 1 ay önce

مولنا فضل الله یو ستر عالم دې .. نن سبا افغانستان کې مدرسه او مسجد د چارواکو لپاره د پیسو ګټلو وسیله، حیله او بهانه جوړه شوي .. وزیر ، معین او ریس به درته کار پدې شرط کوې چې دده بانکې اکاونت ( مسجد او مدرسي ) “ ته چنده ، ذکات او صدقات رشوت کې ورکړئ .
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي11,722 görüntüleme • 1 ay önce

Moeen Akhtar the best How can these Afghans refugees wearing a 14-meter shalwar, still manage to eat an entire lamb in such dire circumstances یہ کیسے افغان مهاجرین ہیں جو ۱۴ میٹر شلوار پہنتے ہیں اور اتنی پریشان حالات میں پورا ایک دنبه کھا جاتے ہیں .
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي53,859 görüntüleme • 10 ay önce

((څوک چې خارج ته تللی دین او ناموس ترینه تللې )) استغفر الله — دومره ستر بهتان د پیغمبر ص له منبره .. غرب کې اوسېدل نه څوک کافر کوي نه هم بیغیرته کوی . اصل معیار د انسان عمل، اخلاق، او تقوا ده. دغه په محراب کې ولاړ او یو شمیر نور ملایان د غرب مېشتو ملیونو مسلمانانو سپکاوی کوي، حال دا چې ډېر مسلمانان هلته له حلال رزق، نظم، او ذهني سکون سره لمونځ، عبادت او نیک عملونه په خشوع ترسره کوي. که څوک په غرب کې الله یادوي، غالباً په وطن کې به هم همداسې وي ، مکان او موقعیت د الله اود بنده ترمنځ په رابطو کی فرق نه راولې . یوه ورځ یو مجلس کې له غربه راغلې ډیر په اطمنان خشوع سره لمونځ وکړ. خو کوربه په بیړه لمونځ خلاص کړ او بیا په موبایل مصروف شو. وروسته دا هم وویل: “تاسو غرب مېشتو مسلمانانو آینده، اقتصاد او ذهني سکون لرئ، ځکه اینده مو تظمین ده ځکه مو اوږده لمونځونه کوي؛ مونږ دلته نه آینده لرو او نه اقتصادي او ذهنې آرام، ځکه مو ذهن ستړی ، له خیالاتو ګډوډ او لمونځونه مو لنډ وي. کابل کې نوې ملایان مسجد کې تقریر ته پورته شې ، مقدیانو ته واېې جمهوری نظام کې ژوند کونکو بیغرته ول … ایا ددغسي امام او خبرو کونکو ترشاه د مقتدیانو لمونځ کې توجه برابریږې ؟
Sami Yousafzai سمیع یوسفزي18,480 görüntüleme • 3 ay önce