
TOLOnews
@TOLOnews • 1,776,191 subscribers
TOLOnews is Afghanistan's first 24-hours news and current affairs television network.
Shorts
Videos

ویډیو: د بلوچستان په سوراب کې هوايي برید؛ ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو د بلوچستان د سوراب ولسوالۍ اړوند د «ګېدار» پر سیمه هوايي بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۲۷ ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. ویل کېږي، بریدونو د استوګنې سیمې په نښه کړې او کورونو او نورو ملکي ځایونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي. د «رخنه» په وینا، په دغو بریدونو کې ګڼ ښځې او ماشومان هم ټپیان دي. #طلوعنیوز
TOLOnews34,439 Aufrufe • vor 6 Tagen
0:36
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

ویډیو: د پاکستان په کراچی کې دوه پښتانه چې هلته چای پلوري وروسته له هغې د پولیسو له لوري وهل ټکول شوي دي چې د هغوی د رشوت اخیستنې پر وړاندې یې غږ پورته کړی و. پر خواله رسنیو دغې خپرې شوې ویډیو تندې نیوکې راپورته کړي او خلکو پر پښتنو مشرانو غږ کړی چې د دې ډول کړنو مخه دې ونیسي. ویل کیږي د پاکستان په سند ایالت کې له پښتنو سره د پولیسو دا ډول چلند له تېرو څو میاشتو روان دی. #طلوعنیوز
TOLOnews33,241 Aufrufe • vor 9 Tagen

ویډیو: د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ټول تخنیکي وسایل پېرل او چمتو دي د عزیزي انرژۍ شرکت مشر میرویس عزیزي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ته ویلي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرل شوي او ژر به هېواد ته ولېږدول شي. هغه د سرطاني ناروغیو د درملنې د لوی روغتون د جوړېدو د نږدې پیل خبر هم ورکړ. همداراز، د کابل (۱۰۰MW)، پروان (۱۰۰MW) او غزني (۱۳۱MW) د لمریزو برېښنا پروژو د امکانسنجۍ چارې بشپړې او د برېښنا د پېر تړونونه لاسلیک شوي، او عملي کارونه یې پیل شوي دي. د تخار (۱۶۵MW) او بغلان (۳۵۰MW) د سکرو پر بنسټ برېښنا، سبسټېشنونو او انتقالي مزي پروژو تخنیکي چارې هم د وروستي کېدو په پړاو کې دي. #طلوعنیوز
TOLOnews55,117 Aufrufe • vor 28 Tagen

ویډیو: کورنیو چارو وزیر د خوست او پکتیکا د دوو قومونو ترمنځ سلکلنه دښمني حل کړې ده د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني په منځګړیتوب د خوست د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د بوريخېلو او ګیانخېلو قومونو ترمنځ څه باندې سلکلنه دښمني پای ته رسېدلې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دې اوږدې شخړې پر مهال له دواړو لورو له ۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وو. همدارنګه، دواړو خواوو د یوه او بل د په نښه کولو لپاره پر لارو ماینونه خښول او د درنو وسلو بریدونه یې هم کول. ویل شوي، د سیمې له ارزونې او د دواړو لورو له رضایت وروسته وروستۍ پرېکړه اعلان شوې او د هغې د عملي کېدو لپاره ځانګړې کمېټه هم ټاکل شوې ده. #طلوعنیوز
TOLOnews19,011 Aufrufe • vor 9 Tagen

ویډیو: کابل کې د وسلهوالو غلو ۱۶ کسیزه ډله نیول شوې د کابل امنیه قومندانۍ وایي، د اتمې امنیتي حوزې ځواکونو هغه ۱۶ کسیز وسلهوال بانډ نیولی چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې له کورونو غلاوې کولې. د قومندانۍ په وینا، دغو کسانو د بینيحصار په سیمه کې د یوې غلا پر مهال دوه کسان وژلي او یو بل یې ټپي کړی و. امنیتي ځواکونو دغه کسان له دوو موټرو او پنځو تمانچو سره نیولي او د مسوولینو په وینا، نیول شویو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. #طلوعنیوز
TOLOnews31,710 Aufrufe • vor 17 Tagen

ویدیو: رحمانالله گربز، بازیکن تیم ملی کریکت افغانستان، امروز با حضور در شفاخانه حوزوی پکتیا از زخمیان حمله هوایی رژیم نظامی پاکستان عیادت کرد و با آنان ابراز همدردی نمود. آقای گربز در جریان این دیدار، برای زخمیان آرزوی بهبودی عاجل و شفای کامل کرد و بر همبستگی با آسیبدیدگان این حمله تأکید ورزید. #طلوعنیوز
TOLOnews66,762 Aufrufe • vor 1 Monat