
حافظ ضياء احمد تکل
@ZiaAhmadtkl • 10,817 subscribers
IEA-MoFA Director of Public Communication -د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورئیس- رئيس قسم الإعلام والعلاقات العامة بوزارة
Videos

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په کوربتوب د دودیزې غېږنېونې نړیوالو سیالیو د پیل په مراسمو کې وویل، افغانستان ته د نړیوالو لوبغاړو راتګ د دې څرګندونه کوي، چې افغانستان اوس د امن او ثبات پر کور بدل شوی. هغه دغه راز د سیمې په روان وضعیت او د ورزش د اهمیت په تړاو هم خبرې وکړې په دغه ویډيويي کلیپ کې یې کتلی شئ.
حافظ ضياء احمد تکل47,414 Aufrufe • vor 2 Monaten

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناسم توقیف» د ملاتړي دولت په توګه نومولی، د تأسف وړ بولي. The Ministry of Foreign Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan considers the recent decision by the United States to designate Afghanistan as a state sponsoring “wrongful detention” as regrettable.
حافظ ضياء احمد تکل36,960 Aufrufe • vor 4 Monaten

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو، دیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژهماتي مجلس کې ګډون وکړ. محترم مولوي امیر خان متقي د بهرنیو سیاسي استازولیو مشرانو او غړو ته د هرکلي ترڅنګ د سيمه ييز وضعیت او په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا پر افغانستان د ظالمانه تیري په اړه تفصيلي خبرې وکړې. د بهرنیو چارو محترم وزیر د ا.ا.ا. اصولي دریځ څرګند کړ او يادونه يې وکړه چې د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د دفاع په موخه دي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی، خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي. د بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې ده. دغه راز نوموړي د هیوادونو د حریم نقض او ملکي وګړو وژل د غندنې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې د جګړو پراخېدل د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او ټول هېوادونه باید د شخړو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو اترو، تفاهم او دیپلوماتیک تعامل لاره خپله کړي. IEA-Foreign Minister, Mawlawi Amir Khan Muttaqi attended a joint Iftar reception with Kabul-based ambassadors & representatives of international organizations at the Storai Palace of the Ministry of Foreign Affairs in Kabul.
حافظ ضياء احمد تکل23,682 Aufrufe • vor 4 Monaten

د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت کې د ټولنیزو ناسمو رواجونو د مخنيوی په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ١٧ ګڼي فرمان د اهمیت او تطبیق په موخه جوړه شوې غوندې ته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د وینا یوه برخه. بخشی از سخنرانی وزیر امور خارجهٔ کشور در نشستیکه بهمنظور اهمیت و تطبیق فرمان شماره ۱۷ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی در مورد جلوگیری از رواجهای نادرست اجتماعی در وزارت امور خارجهٔ ا.ا.ا. برگزار شده بود.
حافظ ضياء احمد تکل16,433 Aufrufe • vor 2 Monaten

فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ
حافظ ضياء احمد تکل12,343 Aufrufe • vor 4 Monaten
Keine weiteren Inhalte verfügbar