حافظ ضياء احمد تکل's banner
حافظ ضياء احمد تکل's profile picture

حافظ ضياء احمد تکل

@ZiaAhmadtkl10,817 subscribers

IEA-MoFA Director of Public Communication -د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورئیس- رئيس قسم الإعلام والعلاقات العامة بوزارة

Videos

ZiaAhmadtkl's profile picture

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو، دیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژه‌ماتي مجلس کې ګډون وکړ. محترم مولوي امیر خان متقي د بهرنیو سیاسي استازولیو مشرانو او غړو ته د هرکلي ترڅنګ د سيمه ييز وضعیت او په ځانګړي ډول د پاکستان لخوا پر افغانستان د ظالمانه تیري په اړه تفصيلي خبرې وکړې. د بهرنیو چارو محترم وزیر د ا.ا.ا. اصولي دریځ څرګند کړ او يادونه يې وکړه چې د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د دفاع په موخه دي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی، خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي. د بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې ده. دغه راز نوموړي د هیوادونو د حریم نقض او ملکي وګړو وژل د غندنې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې د جګړو پراخېدل د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او ټول هېوادونه باید د شخړو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو اترو، تفاهم او دیپلوماتیک تعامل لاره خپله کړي. IEA-Foreign Minister, Mawlawi Amir Khan Muttaqi attended a joint Iftar reception with Kabul-based ambassadors & representatives of international organizations at the Storai Palace of the Ministry of Foreign Affairs in Kabul.

حافظ ضياء احمد تکل

23,682 次观看 • 4 个月前

没有更多内容可加载