M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع's banner
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع's profile picture

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

@abdulmateenqani33,999 subscribers

د کورنيو چارو وزارت وياند_سخنگوی وزارت امور داخله_المتحدث باسم وزارة الداخلیة_ Spokesperson, Ministry of Interior Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan

Videos

abdulmateenqani's profile picture

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونو ګډونوالو په حضور سره ترسره شول د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د ا.ا.ا ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي زرګونه هیوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو د ا.ا.ا د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صیب کبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل چې د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، دده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه. په دوام کې د شهید ورور حاجي ابراهیم حقاني د شهید خلیل الرحمن د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده. په دې مراسمو کې قدرمن خلیفه صاحب هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه خلیفه صیب د شهید حقاني د شهادت له کبله د ا.ا.ا مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه، نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ خلیفه صیب زیاته کړه چې ددوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی. مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی. مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو. شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هیواد هر ګوټ ته منډه وهله. د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر قدرمن امیرخان متقي هم خبرې وکړې متقي صیب د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د ا.ا.ا هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي متقي صیب همدارنګه اشاره وکړه چې تېرو ۷میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې ۶ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هیواده بهر پلان او ترتیب شوې دي. نو پر هغه هیوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ کوو چې داسې عناصرو ته ځای ورکول ددې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو. د خبرو د لړۍ پای د قدرمن حافظ صیب انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

185,070 Aufrufe • vor 1 Jahr