
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع
@abdulmateenqani • 33,999 subscribers
د کورنيو چارو وزارت وياند_سخنگوی وزارت امور داخله_المتحدث باسم وزارة الداخلیة_ Spokesperson, Ministry of Interior Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan
Videos

د افغانستان محبوب اتل، ارواښاد شاپور ځدراڼ صاحب د جنازې په مراسمو کې وینا إنا لله و إنا إليه راجعون دافغانستان د کرکټ د ځلانده ستوري، مرحوم شاپور ځدراڼ د جنازې په مراسمو کې د نظام او په ځانګړي ډول د قدرمن الحاج خلیفه صاحب په استازیتوب، ګډون دمرحوم د خدمتونو درناوی، له کورنۍ… ۱/۲
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع12,921 просмотров • 12 дней назад

په کورنیو چارو وزارت کې د لومړي ځل لپاره د DNA د چټک پېژندنې سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو دکورنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره د جنايي تخنیک(کریمنال تخنیک) ریاست اړوند د بیولوژیکي لابراتوار او دDNA په مدیریت کې د DNA دچټک پېژندنې سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره. ۱/۳
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع11,358 просмотров • 13 дней назад

د معتادینو مطیع الله تراب ډیر جالب او جزاب دی واورئ !!! یادگار وشاعری از بقایای بیش از ۴۰۰ شهید مظلوم لیلة القدر توسط رژیم فوجی جنایتکار پاکستان! چه عجب استعدادی های در برادران علاج شده معتاد. روز جهانی مبارزه با مواد مخدر و یادی از شهدای مظلوم.
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع16,772 просмотров • 25 дней назад

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونو ګډونوالو په حضور سره ترسره شول د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د ا.ا.ا ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي زرګونه هیوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو د ا.ا.ا د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صیب کبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل چې د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، دده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه. په دوام کې د شهید ورور حاجي ابراهیم حقاني د شهید خلیل الرحمن د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده. په دې مراسمو کې قدرمن خلیفه صاحب هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه خلیفه صیب د شهید حقاني د شهادت له کبله د ا.ا.ا مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه، نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ خلیفه صیب زیاته کړه چې ددوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی. مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی. مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو. شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هیواد هر ګوټ ته منډه وهله. د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر قدرمن امیرخان متقي هم خبرې وکړې متقي صیب د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د ا.ا.ا هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي متقي صیب همدارنګه اشاره وکړه چې تېرو ۷میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې ۶ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هیواده بهر پلان او ترتیب شوې دي. نو پر هغه هیوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ کوو چې داسې عناصرو ته ځای ورکول ددې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو. د خبرو د لړۍ پای د قدرمن حافظ صیب انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع185,070 просмотров • 1 год назад

د عاليقدر امیرالمؤمنین جناب شیخ صاحب "حفظه الله" د فرمان له مخې او د کورنيو چارو وزارت د سرپرست الحاج خليفه صاحب سراج الدين حقاني د هدايت په اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلیټ او اسنادو څخه پرته موټرونه او وسايط وکاروي، او همدارنګه د بې جوازه تورو ښيښو موټرونه وګرځوي او غير معمولي هارنونه وکاروي. لکه څرنګه چې د ترافيکو پوليس د هېواد په بيلابيلو ښارونو کې د دغه ډول وسايطو د تګ راتګ مخه نيسي په همدې اساس هيچاته اجازه نه ورکول کيږي چې په ښارونو کې دغه ډول موټر وګرځوي او بې ځايه هارنونه وکاروي، د امنيتي ځواکونو اړوند پوستو ته سپارښتنه شوې چې د هغوی غیر معمولي هارنونه بند، تورې ښيښې ورته سپينې او قانوني چلند ورسره وکړي. د يادونې وړ ده، چې د پوليسو لخوا په تیر یوه کال کې د ۳۵۰۰ موټرونو تورې ښيښې سپينې شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین “قانع”
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع90,569 просмотров • 1 год назад

د کورنیو چارو قدرمند وزیر په هدایت، د یاد وزارت یوه لوړپوړي پلاوي د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د اهلتشیع هېوادوالو د مخور مذهبي عالم، آیتالله محمد اسحاق فیاض، د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. پلاوي د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لوري د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو… ۱/۲
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع11,083 просмотров • 1 месяц назад

د کورنیو چارو وزارت د محترم وزیر الحاج خلیفه سراجالدین حقاني په مستقیم هدایت، یو لوړپوړی پلاوی د محمد سلیم پیگیر له کورنۍ سره د خواخوږۍ ترڅنګ د نوموړي د روغتیايي وضعیت پوښتنه هم وکړه، او همداراز یې د هر ډول مرستې ژمنه يې هم وکړه. لومړی برخه
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع34,016 просмотров • 9 месяцев назад

د پولیسو ځواکونو د يونيفورم په تړاو BBC سره ځانګړې مرکه! د کورنيو چارو وزارت د پولیسو ځواکونو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د زعیم، عاليقدر أمیرالمؤمنین جناب شیخ صاحب (حفظهالله) له لوري ځانګړی تأیید شده یونیفورم؛ چې د کورنیو چارو وزارت د وزیر، محترم الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په ځانګړي هدایت، د وزارت د رهبري تر څنګ په ټولو قطعاتو او جزوتامونو لکه : امني یونیفورم دار پولیس (عمومي) ، د عامه ساتنې، مخدره ټوکو پر وړاندې د مبارزې معينيت، ځانګړو ځواکونو، امن عامه، سرحدي پولیس، ترافیکو، اطفائیې او ورته نورو برخو کې د یونیفورم د اغوستنې د پلي کولو لړۍ عملي شوې ده. په همدې تړاو، د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین "قانع" له لوري BBC سره ځانګړې مرکه وشوه چې د یاد یونیفورم د تطبیق اړوند مکمل جزئیات شريک شول. مفتي عبدالمتين "قانع" د کورنيو چارو وزارت وياند
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع34,036 просмотров • 11 месяцев назад

د کورنیو چارو وزارت رهبرې د کابل ولایت مسؤلینو، ولسوالانو، امنیه قومندانانو، د امنیتي حوزو امرینو، او د ولایتونو د تفتیش امرینو ته اصلاحي، توصیه وی او لارښود یوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه. د کورنیو چارو محترم وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په غونډه کې څرګنده کړه چې…
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع26,923 просмотров • 10 месяцев назад

د دې هېواد د هر وګړي په درد، دردمند او په خوښۍ، خوښ شهيد. #شهيد حقاني
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع41,968 просмотров • 1 год назад

ځانګړې او اختصاصي مرکه له آریانا نیوز سره! عنوان: څلور کلن امنیتي مزل. په دې مرکه کې د هېواد د تېرو څلورو کلونو د ښه امنیت په تړاو بحث ترسره شوی دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته، الحمدلله، د هېواد امنیت کال په کال ښه شوی او دا مهال په ټول هېواد کې هېڅ داسې امنیتي ستونزه نه شته چې د اندېښنې وړ وي،په همدې خپرونه کې د تېرو څلورو کلونو د رامنځته شوي امنیت په اړه هر اړخیز بحث مو ترسره کړ. عنوان: گفتگوی ویژه در رسانه آریانا نیوز! صحبت روی چگونگی امنيت در افغانستان در چهار سال اخير بود که با پيروزی امارت اسلامی افغانستان، الحمدالله که امنيت با گذشت هر سال رو به بهبود است و هيچگونه مشکل امنيتی که قابل نگرانی باشد، در حال حاضر در افغانستان وجود ندارد و از امنیت بوجود آمده در چهار سال اخیر در افغانستان همه جانبه بحث صورت گرفت.
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع25,819 просмотров • 11 месяцев назад

د کورنیو چارو وزارت د وزیر الحاج خلیفه سراجالدین حقاني په هدايت او استازیتوب، د عامه اړیکو لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده او د یاد وزارت ویاند مل پاسوال مفتي عبدالمتین قانع د محترم ډاکټر عبدالله عبدالله د خور د وفات له امله د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ ۱/۲
M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع17,803 просмотров • 7 месяцев назад