
آرشیف | Archive
@AF_Archive13 • 2,657 subscribers
تاریخ | مستند روایت | دقت مونږ د تاریخ له اسنادو سره د تېر شل کلن تور دور ناخوالې او حقیقتونه څېړو!
Shorts
Videos

د واده نکریزې یې د قبر خاورې کړې!!! د ۱۳۹۸ لمریز کال د سنبلې ۲۳مه شپه وه؛ د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۲۲مه!! په هلمند کې د ګرمۍ وروستۍ ورځې په تېرېدو وې او د ودونو موسم تازه پیلېده، د موسی کلا ولسوالۍ په یوه لرې پراته کلي کې د یوه کور له انګړه د واده د خوښۍ غږونه پورته کېدل، ماشومان په کوڅو کې په خندا او منډو بوخت وو، ښځو د ناوې پر لاسونو د نکریزو د اېښودلو لپاره سندرې ویلې او د کور نارینه د مېلمنو د هرکلي لپاره په تودو خبرو او موسکاوو ولاړ وو. هغه شپه د یوې نوې کورنۍ، د یوې پېغلې او ځوان د خوښیو د پیل شپه وه، د یوې نجلۍ د خوبونو شپه، چې سبا به د خپل بخت کور ته تلله. خو هېڅوګ نه پوهېدل چې سبا به هغه کور ته د واده د ناوې پر ځای د جنازې ورننوځي. د شپې تیاره لا پر کلي پرته وه چې ناڅاپه د الوتکو دروند او وېروونکی غږ د هلمند پر خاموشه اسمان خپور شو، د واده سندرې چوپې شوې، د ماشومانو خندا ورکه شوه او د کورونو په منځ کې د وېرې سیوری خپور شو. د امریکايي ځواکونو او د هغوی د افغان غلامو ځواکونو د عملیاتو د پیل ورځ وه. څو شېبې وروسته د بمونو درزونو د شپې چوپتیا ماته کړه، پر کورونو د چاودنو او ډزو باران پیل شو، د خټو دېوالونه د هغو ماشومانو پر سرونو راپرېوتل چې لا یې د جګړې له مانا سره اشنايي نه درلوده، د کورونو چتونه ونړېدل او د خوښۍ هغه انګړونه په دوړو، اور او وینو بدل شول چې څو شېبې مخکې پکې د خوښۍ سندرې ویل کېدلې. بیا اشغالګر او د دوی غلامان اجیر ځواکونه کلي ته ننوتل!! له ځمکې او هوا دواړو خواوو څخه د اور او بارودو سیلاب روان و، نه د واده کور خوندي پاتې شو، نه ګاونډیان او نه هغه څوک چې د شپې په تیاره کې د ځان ژغورلو لپاره له کوره راوتلي وو. هغه ماشومان چې څو شېبې وړاندې یې په خاورو کې لوبې کولې، اوس د خپلو خوبځایونو تر څنګ د خاورو او وینو لاندې پراته وو. د میندو چیغې تر اسمانه پورته شوې، ځینو خپلو ماشومانو پسې لاسونه غځول، خو د ډزو شړک، د چاودنو درز او د الوتکو غږونو د هرې چیغې ستونی نیولی و. سهار چې راورسېد، د شپې د واده کور نور د واده کور نه و!! د راپورونو له مخې، په دې خونړۍ پېښه کې له ۴۵ څخه زیات ملکي کسان شهیدان شول، د شهیدانو په منځ کې ښځې، سپین ږیري او ماشومان هم شامل وو، هغه خلک چې د جګړې له میدان سره یې هېڅ تړاو نه درلود، یوازې د یوې خوښۍ په مراسمو کې راټول شوي وو. ۱۱۳ کلیوال ټپیان او سخت سوځېدلي وو، یو شمېر نور بیا ونیول شول!! خو د دې شمېرې تر شا هغه درد پروت و چې په هېڅ شمېره کې نه ځایېږي!! د ناوې لاسونه لا د نکریزو په سور رنګ رنګ وو، خو هغه لاسونه د خپل بخت کور ته د تګ پر ځای د کفن لمنې ته وسپارل شول!! هغه شپه چې باید د ناوې د سندرو او د واده د مبارکیو شپه وای، د مرګ په درانه سکوت پای ته ورسېده!! کله چې د سنبلې ۲۴مه سهار شوه او د موسی کلا پر ویجاړ شوي کلي د لمر وړانګې خپرې شوې، د تېرې شپې له خوښیو څخه یوازې د سوځېدلو کورونو لوګي، د خاورو لاندې جسدونه، وینې او د ماتم چیغې پاتې وې. هغه خلک چې تېره شپه یې د واده مېوې او خواږه خوړلي وو، سهار د خپلو عزیزانو د ټوټه-ټوټه شویو جسدونو په راټولولو بوخت وو. د واده د نکریزو سور رنګ، د وینو له سور رنګ سره ګډ شوی و!! دا یوازې د یوه کور پر واده د شوي وحشت کیسه نه وه، دا د هغو کورنیو د خوبونو د خاورې کېدو کیسه وه چې د جګړې په منځ کې یې یوازې د عادي ژوند هیله لرله. موسی کلا هغه شپه د یوه واده شاهد نه شوه، د یوه نسل د درد شاهد شو!! د ناوې نکریزې، چې باید د نوي ژوند نښه وای، د قبرونو په خاورو کې پټې او ورکې شوې!! ځینې پېښې د وخت په تېرېدو هېرېږي، خو ځینې پېښې د تاریخ پر تندي داغ پرېږدي. دا هم له هماغو شپو څخه وه؛ یوه داسې شپه چې د هلمند پر خاموشه خاورو کې د یوه کلي د خوښۍ څراغونه مړه شول، خو د قربانیانو فریاد یې لا هم د تاریخ په حافظه کې ژوندی پاتې دی. دا داخلي غلامانو او راغلو اشغالګرو د هغه وحشتونو یو کوچنۍ مثال دی چې دلته په افغانستان کې یې ترسره کړي دي، ډېر داسې وحشتونه لا پټ پاتې دي. د آرشیف اداره کوښښ کوي چې دا نا سپړل شوي وحشتونه بربنډ کړي، د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو وحشتونه برسېره او د ملت قضاوت ته پرېږدي.
آرشیف | Archive13,471 просмотров • 17 дней назад
Больше нет контента для загрузки