
عبدالرحمن محمود
@Amahmood03 • 125,523 subscribers
Shorts
Videos

دا ويډيو دي د جامعة الرشيد و مفتي طارق مسعود ته ډالۍ وي، دلته د شيخ إدريس صاحب تقبله الله يو شاګرد هغه حقيقت ويلی چې متأسفانه هلته يي ډېر ستر شخصيتونه پر ويلو أو إظهارولو خپل مرګ يقيني ګڼي. البته که هر څومره حقائق پټ وساتل شي، خو پټېډای نشي، خامخا به را ښکاره کېږي.
عبدالرحمن محمود22,899 Aufrufe • vor 1 Monat

هغه تاريخي ويډیو کليپ چې د فلسطين د غازيانو بنسټګر أو د کتائب القسام مؤسس، شيخ أحمد ياسين تقبله الله د إيران د إسلامي إنقلاب د رهبر، خامنئي سره ملاقات کوي، جالبه پکښي د خامنئي صميمانه غېږه ده چې شيخ ياسين تقبله الله ته يي ورکوي، او په زړه پوري يي ټينګ نيسي، أو بيا ورته ووايي «زه د رب ج په حضور کي په دې شاهدي أداء کوم أو په دې عقيده لرم چې زموږ دغه وړونه شيخ أحمد ياسين أو ورسره نور ملګري د إسلام أو د کفر د جنګ په لومړي خط کي قرار لري، أو دا جنګ د کفر او اسلام أو د حق او د باطل تر مينځ دی» دا تاريخ يادګارونه دي، که څوک يي مني او يا نه خو إيران بدون له شک د أقصی د قضيې ملاتړ کړی، أو نن د همدې ملاتړ قیمت پري کوي.
عبدالرحمن محمود22,710 Aufrufe • vor 2 Monaten
2:12
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

دا ويډيو تقريبا تر مليون واره زياته کتل شوي وه، د هغه حديث شريف عملي بڼه پکي ښودل شوي چې يهودي ته نه شجر أو نه حجر پناه ورکوي، أو مسلمان ته ناره کوي چې راسه زما و شا ته يهودي پټ دی. ډېر نادر يي هغه ځای دی چې بيا عرب پناه ورکړي أو يهودي بيرته د هماغه عربو سره غدر وکړي. ويي ګورئ.
عبدالرحمن محمود18,741 Aufrufe • vor 2 Monaten

د رسنيو زور له دې وېډيو کليپه وګورئ، شايد د ډېرو فسادونو مخه په رسنيو کي د رسوا کېدو له وېري نيول سوې وي. تاسو دې يهودي ته وګورئ چې پر فلسطنيانو يي أوبه قطع کولې، خو چې متوجه سو چې کامره پرې برابره ده وېره يي واخلي أو کوښښ کوي چې ځان له کامرې پناه کړي. ځکه خو وايو چې د ظالم د رسوا کولو په غرض يو حرف ليکل هم ان شاء الله بې أجره ندي.
عبدالرحمن محمود12,986 Aufrufe • vor 1 Monat

داده نادره. وای شهباز شريف و أمريکا أو إيران ته ويلي چې «پنځه پنځه أربه ډالر موږ ته په ضمانت راکړئ، بيا د سولي خبرې وکړئ» مولانا عطاء الرحمن ورته وايي «دا بيخي نادره ده چې بادار يي جنګ کوي، او ګډاګی يي سوله ورکوي، بيا خو پر تاسو د پنځو روپو په اړه څوک إعتماد نه کوي تاسو پنځه أربه ورڅخه غواړئ؟» بس هماغه قيصه ده چې ده ته يي ديګونه مهم دي. نور تفصيل په ويډيو کي
عبدالرحمن محمود10,687 Aufrufe • vor 2 Monaten

حسبنا الله ونعم الوكيل. هیڅ تصور مې نه کاوه چې د أردغان د ترکیې خلګ به د اسرائیلو په صفوفو کي د مظلومي غزې پر وړاندي جنګېږي أو د مؤمنو أطفالو په وژلو کي به دوی هم مباشر سهم لري، خو دا دی الجزیرې یي په اړه خبر ورکړی چې څلور زره ترکان په اسرائیلي فوځیانو کي شتون لري چې ۶۴یي وژل شوي
عبدالرحمن محمود34,779 Aufrufe • vor 1 Jahr

د کوم رهبر غږ له رعب أو له هیبته ډک دی؟ یو پکي انتخاب کړئ.
عبدالرحمن محمود22,384 Aufrufe • vor 1 Jahr

دا تصادف ندی ، دا اتفاقي پېښه نده، بلکي د خالق عزوجل له لوري د غزې و مظلومو مؤمنانو ته إطمنان دی، قاتلینو ته یي د وعید أو تهدید پیغام دی. اسرائیل به د کرة الأرض د سطحې څخه زائلیږي ان شاءالله، داسي زوال چې د نړۍ لپاره به عبرت شي. فانتظروا ، اني معکم من المنتظرین.
عبدالرحمن محمود24,739 Aufrufe • vor 2 Jahren

« عمر مې أتیا کاله ته رسېدلی ، د ظاهرشاه دوره مې ليدلې ده ، همدا ډول د داؤد خان او نجیب دوره، خو باور مو وسه چې ما دا ډول إعمار أو أبادې کاري نوه لیدلې، پر دې سړک راغلم بالکل راته بدل ښکارېدی، دا حکومت په ريښتوني توګه د خپل ملت خدمت کوي» دا د کوم طالب پلوه خبرې ندي، دا د یو متقاعد ډګروال خبرې دي، د حاکم نظام انځور وړاندي کوي. د مخلصو خادمانو د لا مزید توفیق په هېله...
عبدالرحمن محمود19,606 Aufrufe • vor 1 Jahr

په بدن ضعیف أو سپېنږیری، خو په ایمان قوي أو د حق پر ملاتړ زړور عالِم، أحمد الخلیلي د طالب په أړه خپل نظر وایي«د طالبانو بریا پر أمریکا باندي دا د رب ج د قدرت له معجزاتو یوه معجزه وه، د طالب په یوه لاس کي توره په بل لاس کي قرآن وو، ځکه کامیاب شول» عجیبه خوشحاله دی، تاسو یي وګورئ.
عبدالرحمن محمود14,607 Aufrufe • vor 1 Jahr