
امان افغان
@amanafghan_ • 7,170 subscribers
سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم
Shorts
Videos

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت دډيپلوماسۍ انسټیټیوټ د څلورمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې فراغت غونډه ترسره شوه. د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ له دې دورې د بېلابېلو امارتي ادارو (۱۷۱) تنه له سیاسي او ډیپلوماټیکو ځانګړو روزنیزو کورسونو څخه فارغ شول. د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د خپلو دندو ترڅنګ د اسلامي امارت د نژدې ۲۹ وزارتونو او اداراتو کارکوونکو ته سیاسي او ډیپلوماټیک ځانګړي روزنیز کورسونه دایروي، چې تردې دمه یې ۶۲۶ تنه فارغان وړاندې کړي دي. یاده غونډه کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ګډون او وینا وکړه، چې پر مهال یې فارغانو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د ډيپلوماټانو د مسلکي روزنې پر اړتیا، د نورو زدهکړو پردوام، ژورې مطالعې ټینګار وکړ او فارغانو ته یې لازمې سپارښتنې او توصیې وکړې. وینا د لاندي لینکونو له لارې کتلی شئ.
امان افغان15,576 次观看 • 1 年前
没有更多内容可加载