
Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت
@ARCSAfghanistan • 21,394 subscribers
The Official Account of the Afghan Red Crescent Society(#ARCS)
Videos

#وضاحت #افغاني_سره_مياشت په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې هغه ادعا ناسمه او بې بنسټه بولي، چې ګواکې دې خيريه ملي ټولنې ته يوې #اړمنې_کورنۍ مراجعه کړې وه او مرسته ورسره نه وه شوې. يادې کورنۍ، افغاني سرې میاشتې ته د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه د عرض پاڼې له سپارلو وروسته سمدستي يوه اندازه #نغدي_مرسته ترلاسه کړې وه او هم يې د بېړني لاسنيوي په موخه د کور سروې ترسره شوې وه. ترڅنګ يې د افغاني سرې مياشتې له لوري د یادې اړمنې کورنۍ سرپرست هم پر دنده وګومارل شو، څو له دې لارې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي. افغاني سرې میاشتې تل هڅه کړې، څو په بشپړ شفافيت او اداري اصولو له مخې د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي. زموږ دروازې د هر افغان پرمخ پرانیستې دي. ويډيو کې د يادې کورنۍ سرپرست د ترلاسه کړې مرستې په اړه غږېږي.
Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت20,933 görüntüleme • 10 ay önce
Daha fazla içerik yok.