Azeem Azeemi's banner
Azeem Azeemi's profile picture

Azeem Azeemi

@Azeemazeemi112,502 subscribers

Be a good person. A great service to humanity is self- improvement. contact: [email protected]

Videos

Azeemazeemi1's profile picture

نن په ټوېټر کې د شکنجې یوه وېدیو په مخه راغله، په کتلو سره یی د زندان یادونو رامخې ته کړل. په ریاست ۴۰ کې یې یوه ورځ له ورځو طالبانو له شمالي ولایاتو د افغانستان یو ځوان د مقاومت جبهې د غړي په تور راوړ، له دې ځوانه یې په نورو ریاستونو کې په زور او جبر سره اقرار اخیستې ؤ، خو چې کله یې ریاست ۴۰ ته راوړل نو ځوان خپل کړی اقرار نه منل او هغه یې له شکنجې د ځان خلاصون لپاره منلې بلل. پنجشنبې ورځ چې د بندیانو د ملاقاتیانو ورځ به وه نو موږ به د کورنۍ غړو د لیدو لپاره یوی خاص خونې چې تر شیشی بلی خوابه مو د کورنې غړي ولاړ ؤ د ۵ دقیقو په سیمدار تلېفون خبرو لپاره وروړل کېدلو، له سر لوڅو اطاقونو چې د شکنجې لپاره جوړ شوي ؤ تېرېدلو. په یوه سرلوڅ اطاق کې یې دا ځوان راځړولې ؤ، او دوه کسان چې مخونه یې پټ ؤ په سوکانو یې وهل، په دروازه کې په ظاهري ډول په سنتو ولاړ یو بل کس چې د تحقیق لپاره یې قلم او کاغذ هم په لاس کي نیولی ؤ له بندي اقرار اخیستل. پښتانه وایی چې په زور کلي نه کېږي ایا په زور دا نیمچه کلی چې نه دروازه لري او نه یې وګړي له افتونو او ځلځلو په امان دي سر ونیسئ؟

Azeem Azeemi

69,541 views • 1 year ago

Azeemazeemi1's profile picture

امریکا له خپل راتګ مخکې د افغانستان له ګاونډیانو سره ځینې وعدې کړی وې، چې له هغې جملې یوه یې زموږ جنوبی او شرقی همسایه (پاکستان)، غربي همسایه ایران او شمالی همسایه تاجکستان سره کړی وه چې امریکا به د افغانستان په اوبو سرمایه‌گذاری نه کوي او نه به افغان دولت ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان سیندونه له همسایه‌ګانو راوکرځوي. د همسایه‌ګانو د رضایت لپاره کرځي صیب له ۲۰۰۴ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادی کال پورې پخوانی جهادی قوماندان اسماعیل خان د اوبو او انرژی وزیر وټاکل تر څو د افغانستان پر اوبو د سرمایه‌گذاری مخه ونیسي. اسماعیل خان ته هم موقع په لاس ورغله او څومره بودیجه به چې د اوبو د مدیریت او انرژی د تولید لپاره منظوریدله نو هغه به راسن زموږ له غزبی همسایه ایران ته وړله او له ایران څخهبګ به یی زاړه ډیزلی ماشینونه او ډیزل پری پلورل تر څو موقتاً يو ګروپ روښانه کړي. پاکستان سره چې کله هم ېموږ د اوبو او انرژی بحث راځي نو پاکستان غواړي زموږ توجه له کونړ سیند څخه واړوي او بحث لمریزی انرژی ته یوسي. ځکه که پاکستان سره موږ د کونړ پر سیند مذاکره هم وکړو او حد اقل ۳۰٪ اوبه هم ترې راوګرځو، پاکستان ته یې زور رسیږي او پاکستان نه غواړي چې د کونړ سیند ۱۰٪ اوبه هم په افغانستان کې مصرف شي. پاکستان یواځې له افغان نوم سره دوښمني نلری یلکی، هغوی د هر هغه چا سره دښمني لری چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو مخه نیسي، عین که جاپانی هم یې وژني دی ( ناکامورا). نن مې د افغان میلیاردر Mirwais Azizi خبرې واوریدې. عزیزی وایی چې غواړم په افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره سرمایه‌گذاری وکړم د انرژی په برخه کې، خو شروع یې له لمریزی یا سولری پروژې له افتتاح کوم. د عزیزی دا خبره داسی معنا لری لکه په بستر شدید زخمی ته چې ته د سر درد ګولی ورکوی، چې صبر وکړئ، لومړی یې دا سر درد ښه شي، له نورو زخمونو سره به بیا ګورو. یو سروی ښیي چې د افغانستان د انرژی تولید ذخایر د ۲۴۰۰۰ مګاواټه د انرژی د تولید ظرفیت لري، چې له هغې جملې ۲۳۰۰۰ مګاواټه یې د اوبو انرژی ده او پاتې ۵۱۴-۵۲۴ مګاواټه یې زغال سنګ، ۳۵۰-۵۰۰ طبعی ګاز او ۱۲۵-۳۰۰ خام نفت تولیده وي. عزیزی صیب پر ځای د دې چې د مریض شدید زخم پانسمان کړي او وینې د بهیدو مخه ونیسي، په سینه د مالږی پلاستیک ګدی چې صبر ټوخۍ یې ښه شي یا د پرستامول ګولۍ ورکوي چې د سر درد یې ښه شي. عزیزی صیب، که د افغانستان په اوبو سرمایه‌گذاری نشي کولی، نو افغانانو مخ د له هغو سیندونو څخه مه اړوئ چې له موږ یې سل‌هاو زره زلمی خوړلی. که اوس مو له وس او توان برابر نه وي، ۵۰ یا ۱۰۰ کاله وروسته به یو څوک پیداشي چې د بهیدونکو سیندونو مخه به ونیسي او په خپلو شاړو دشتو به یې راخېژوی، کورونه به مو روښانه کړی له ایراني ډیزلی ماشینونو څخه به بی غمه کړی. په افغانستان کې په داسې حال کې چې سیندونه مو نورو مملکتونو ته بهیږي په سولریزه انرژی سرمایه‌گذاری خدمت نه بلکې ظلم دی د دې وطن او ملت سره. از مه را ګفتن است Mirwais Azizi

Azeem Azeemi

19,823 views • 1 year ago

Azeemazeemi1's profile picture

په #واخان کې څه پېښ شوي چې طالبانو د عامو خلکو ورتګ هلته منع کړي؟ ایا پاکستان ته اجازه ورکړل شوی تر څو د پاکستان او تاجکستان د وصل لپاره د ځمکې لاندې تونل تېر که، که پاکستان هلته د مخکې تګ او د واخان تاریخي او افغانستان د وصل او اقتصادي لکۍ غوڅول شروع کړی؟ طالبان د هری رسنیزی او ګرمې موضع څخه د ځان په ګټه تبلیغاتي استفادې کوي، خو څه موده کېږي چې د واخان موضوع نه یواځې په پاکستاني رسنیو کې ګرمه ده بلکې د سیمی ځینو هېوادونو د خبر سر ټکی هم ؤ خو طالبان پرې چپ دي. د واخان دهلېز د افغانستان شمالي ولایت بدخشان د #چین او تاجکستان سره وصل کوي چې د افغانستان لپاره یو له اړینو او اقتصادي تړانګو څخه شمېرل کېږي. واخان نه یواځې افغانستان لپاره حیاتي نقطه ده بلکې د #پاکستان اقتصاد او وصل لپاره هم په عین وخت کې سردرد جوړیدلی شي. که چېری په پاکستان کې روان وضعیت د چین China-Pakistan Economic Corridor (#CPEC) ځنډنې کړي یا یې له جدي خطر سره مخ کړي نو نو واخان دهلېز د چین لپاره ښه بدیل هم ګرځېدلی شي. #Wakhan_corridor

Azeem Azeemi

14,875 views • 1 year ago

No more content to load