
Azeem Azeemi
@Azeemazeemi1 • 12,502 subscribers
Be a good person. A great service to humanity is self- improvement. contact: [email protected]
Videos

نن په ټوېټر کې د شکنجې یوه وېدیو په مخه راغله، په کتلو سره یی د زندان یادونو رامخې ته کړل. په ریاست ۴۰ کې یې یوه ورځ له ورځو طالبانو له شمالي ولایاتو د افغانستان یو ځوان د مقاومت جبهې د غړي په تور راوړ، له دې ځوانه یې په نورو ریاستونو کې په زور او جبر سره اقرار اخیستې ؤ، خو چې کله یې ریاست ۴۰ ته راوړل نو ځوان خپل کړی اقرار نه منل او هغه یې له شکنجې د ځان خلاصون لپاره منلې بلل. پنجشنبې ورځ چې د بندیانو د ملاقاتیانو ورځ به وه نو موږ به د کورنۍ غړو د لیدو لپاره یوی خاص خونې چې تر شیشی بلی خوابه مو د کورنې غړي ولاړ ؤ د ۵ دقیقو په سیمدار تلېفون خبرو لپاره وروړل کېدلو، له سر لوڅو اطاقونو چې د شکنجې لپاره جوړ شوي ؤ تېرېدلو. په یوه سرلوڅ اطاق کې یې دا ځوان راځړولې ؤ، او دوه کسان چې مخونه یې پټ ؤ په سوکانو یې وهل، په دروازه کې په ظاهري ډول په سنتو ولاړ یو بل کس چې د تحقیق لپاره یې قلم او کاغذ هم په لاس کي نیولی ؤ له بندي اقرار اخیستل. پښتانه وایی چې په زور کلي نه کېږي ایا په زور دا نیمچه کلی چې نه دروازه لري او نه یې وګړي له افتونو او ځلځلو په امان دي سر ونیسئ؟
Azeem Azeemi69,541 次观看 • 1 年前

Dear Dubai Policeشرطة دبي , As the UAE is a country governed by laws that fully respects #human_rights, we believe that anyone who threatens the safety of another person, issues #death_threats, or insults the sanctity of any nation should be addressed accordingly. We trust that the Dubai Policeشرطة دبي will take a strict and fair stance on such matters. It has come to our #attention that #Mohammad_Mobeen_khan , an Afghan passport holder who refers to himself as General Mubeen on social media, has been in Dubai for a few days. During this time, he has been using TikTok and Twitter to threaten and insult other social media activists. We kindly request that the Dubai Police #investigate this situation and ensure that no threats to anyone's security arise from Dubai. Dubai Media Office Thank you. #Deport_Mobeen_from_Dubai
Azeem Azeemi55,037 次观看 • 1 年前

امریکا له خپل راتګ مخکې د افغانستان له ګاونډیانو سره ځینې وعدې کړی وې، چې له هغې جملې یوه یې زموږ جنوبی او شرقی همسایه (پاکستان)، غربي همسایه ایران او شمالی همسایه تاجکستان سره کړی وه چې امریکا به د افغانستان په اوبو سرمایهگذاری نه کوي او نه به افغان دولت ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان سیندونه له همسایهګانو راوکرځوي. د همسایهګانو د رضایت لپاره کرځي صیب له ۲۰۰۴ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادی کال پورې پخوانی جهادی قوماندان اسماعیل خان د اوبو او انرژی وزیر وټاکل تر څو د افغانستان پر اوبو د سرمایهگذاری مخه ونیسي. اسماعیل خان ته هم موقع په لاس ورغله او څومره بودیجه به چې د اوبو د مدیریت او انرژی د تولید لپاره منظوریدله نو هغه به راسن زموږ له غزبی همسایه ایران ته وړله او له ایران څخهبګ به یی زاړه ډیزلی ماشینونه او ډیزل پری پلورل تر څو موقتاً يو ګروپ روښانه کړي. پاکستان سره چې کله هم ېموږ د اوبو او انرژی بحث راځي نو پاکستان غواړي زموږ توجه له کونړ سیند څخه واړوي او بحث لمریزی انرژی ته یوسي. ځکه که پاکستان سره موږ د کونړ پر سیند مذاکره هم وکړو او حد اقل ۳۰٪ اوبه هم ترې راوګرځو، پاکستان ته یې زور رسیږي او پاکستان نه غواړي چې د کونړ سیند ۱۰٪ اوبه هم په افغانستان کې مصرف شي. پاکستان یواځې له افغان نوم سره دوښمني نلری یلکی، هغوی د هر هغه چا سره دښمني لری چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو مخه نیسي، عین که جاپانی هم یې وژني دی ( ناکامورا). نن مې د افغان میلیاردر Mirwais Azizi خبرې واوریدې. عزیزی وایی چې غواړم په افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره سرمایهگذاری وکړم د انرژی په برخه کې، خو شروع یې له لمریزی یا سولری پروژې له افتتاح کوم. د عزیزی دا خبره داسی معنا لری لکه په بستر شدید زخمی ته چې ته د سر درد ګولی ورکوی، چې صبر وکړئ، لومړی یې دا سر درد ښه شي، له نورو زخمونو سره به بیا ګورو. یو سروی ښیي چې د افغانستان د انرژی تولید ذخایر د ۲۴۰۰۰ مګاواټه د انرژی د تولید ظرفیت لري، چې له هغې جملې ۲۳۰۰۰ مګاواټه یې د اوبو انرژی ده او پاتې ۵۱۴-۵۲۴ مګاواټه یې زغال سنګ، ۳۵۰-۵۰۰ طبعی ګاز او ۱۲۵-۳۰۰ خام نفت تولیده وي. عزیزی صیب پر ځای د دې چې د مریض شدید زخم پانسمان کړي او وینې د بهیدو مخه ونیسي، په سینه د مالږی پلاستیک ګدی چې صبر ټوخۍ یې ښه شي یا د پرستامول ګولۍ ورکوي چې د سر درد یې ښه شي. عزیزی صیب، که د افغانستان په اوبو سرمایهگذاری نشي کولی، نو افغانانو مخ د له هغو سیندونو څخه مه اړوئ چې له موږ یې سلهاو زره زلمی خوړلی. که اوس مو له وس او توان برابر نه وي، ۵۰ یا ۱۰۰ کاله وروسته به یو څوک پیداشي چې د بهیدونکو سیندونو مخه به ونیسي او په خپلو شاړو دشتو به یې راخېژوی، کورونه به مو روښانه کړی له ایراني ډیزلی ماشینونو څخه به بی غمه کړی. په افغانستان کې په داسې حال کې چې سیندونه مو نورو مملکتونو ته بهیږي په سولریزه انرژی سرمایهگذاری خدمت نه بلکې ظلم دی د دې وطن او ملت سره. از مه را ګفتن است Mirwais Azizi
Azeem Azeemi19,823 次观看 • 1 年前

پوتین کلونه وروسته په بایللی السکا کې د یوکران د ګټې مذاکرات کوی له امریکایانو سره. روسان او امریکایان په داسې وخت کې د یوکرانیانو په نه شتون کې د هغوی په سر مذاکرات کوي چې موږ اوس هم سپېره مخونه، شلېدلی پېزار او ډانګ په لاس د کابل په کوڅو کې د هغوی د ماتولو جشنونه نیسو.🧐 چوده او پندره اګسټ دواړه فېک دي
Azeem Azeemi13,344 次观看 • 11 个月前

یو څه وخت مخکې مې د افغانستان د جمهوري نظام د ولسمشر لومړي معاوین محترم امرالله صالح نه پوښتنه وکړه چې ایا فکر نکوي چې پردېو استخباراتو له بل هر وخت افغانستان د قومونو ترمېنځ نفاق او لری والی راوستي؟ ویل یې؛ پدې خبرو هیڅ وخت فکر مه خرابه وه. دا قومونه داسې سره ګنډل شوی لکه خیاط چې له څو پرچو رخته موږ ته کالي راجوړ کړي. ویل یې، څنګه به دا خلک سره څوک اوویشي چې لمانځه لپاره یو مسجد ته ځي، په یوه کوڅه کې اوسېږي او له یوه نانوی ډوډی راوړي، له کوچنيوالي ګډ ښوونځی ته ځی او بیا چې را زلمي شي نو په یوه پوهنتون کې زدکړی کوي. د پښتون علاج هزاره ډاکتر کوي او د تاجک له دوخانی دوا اخلي. نن مې دا ویدیو په مخه راغله چې یو هزاره د خپل پښتون همسایه لیدلو ته کولونو وروسته راغلي او کلک یو بل په غېږی کې نیسي، نو ویدیو په لیدلو سره راته د صالح صېب خبره راپه یاده شوی چې دا خلک نه بېلېدونکی دی. Amrullah Saleh
Azeem Azeemi15,454 次观看 • 1 年前

په #واخان کې څه پېښ شوي چې طالبانو د عامو خلکو ورتګ هلته منع کړي؟ ایا پاکستان ته اجازه ورکړل شوی تر څو د پاکستان او تاجکستان د وصل لپاره د ځمکې لاندې تونل تېر که، که پاکستان هلته د مخکې تګ او د واخان تاریخي او افغانستان د وصل او اقتصادي لکۍ غوڅول شروع کړی؟ طالبان د هری رسنیزی او ګرمې موضع څخه د ځان په ګټه تبلیغاتي استفادې کوي، خو څه موده کېږي چې د واخان موضوع نه یواځې په پاکستاني رسنیو کې ګرمه ده بلکې د سیمی ځینو هېوادونو د خبر سر ټکی هم ؤ خو طالبان پرې چپ دي. د واخان دهلېز د افغانستان شمالي ولایت بدخشان د #چین او تاجکستان سره وصل کوي چې د افغانستان لپاره یو له اړینو او اقتصادي تړانګو څخه شمېرل کېږي. واخان نه یواځې افغانستان لپاره حیاتي نقطه ده بلکې د #پاکستان اقتصاد او وصل لپاره هم په عین وخت کې سردرد جوړیدلی شي. که چېری په پاکستان کې روان وضعیت د چین China-Pakistan Economic Corridor (#CPEC) ځنډنې کړي یا یې له جدي خطر سره مخ کړي نو نو واخان دهلېز د چین لپاره ښه بدیل هم ګرځېدلی شي. #Wakhan_corridor
Azeem Azeemi14,875 次观看 • 1 年前
没有更多内容可加载