Baheer🇦🇫's banner
Baheer🇦🇫's profile picture

Baheer🇦🇫

@Baheerr226,615 subscribers

We are the voices of Afghan women, human rights, and justice—breaking silence against extremism and oppression.🇦🇫

Shorts

افغاني ټولنه د مذهبي افراطیت په لمبو کې سوځي. اې خلکو! نور یې په کومه ژبه درته ووایو؟ نور چوپ پاتې کېدل خیانت دی. ماشومان او تنکي ځوانان مو د دين په نوم د يو څو هېوادونو د سياست، د دين په نوم د سوداګرۍ، د ملايانو د جنسي غريزو قربانيان شول او کېږي. دغې مدرسې ته چې تاسې خپلو اولادونو ته سيپاره په دې موخه په لاس کې ورکوٸ څو د خداى ج حکمونه او د پيغمبر لار وپېژني، خو هلته د دین په نوم ورته د افراطیت، کرکې او تاوتریخوالى تدريسېږي. مدرسې نور د علم ځای نه، بلکې د ذهنونو د تورتم مرکزونه او د ترهګرو د توليد فابريكې ګرځېدلي دي. خپل اولادونه د تباهۍ له داړې وژغورئ. خپلو ماشومانو ته مو په خپل کور کې د اړتیا وړ دیني زده کړې ورزده کړئ. چوپ پاتې کیدل له نوي نسل سره لوی خیانت دی چې نه يوازې افغانان بلکې د نړۍ هېوادونه هم تباه کوي.

32,155 次观看

یوه ډله ترجمانان او د کرزي ټیم هڅه کوي چې ولسمشر غني خاین معرفي کړي، خو دا باید هېره نه کړي چې ولسمشر غني خپل دریځ روښانه کړی و. هرڅه یې درته واضح ویلي و، خو تاسې موقت حکومت غوښته، تاسې د تالبانو راتګ ته لاره هواره کړه. پنځم ستون په داخل او خارج کې د جمهوریت پښې ووهلې، او د تالبانو سره په پټه او ښکاره همکاري کوله. هغوی چې نن پر ولسمشر غني تورونه لګوي، ښه ده چې لومړی په خپل ګرایوان کې سر ښکته کړي او فکر وکړي چې له وطن سره خیانت چا وکړ؟ تالب ته د راتګ زمینه چا برابره کړه او تالب ته د ورور خطاب چا کاوو!؟

10,497 次观看

Videos

Baheerr22's profile picture

وضعیت داسې را معلومېږي چې استبداد د سقوط په خوا روان دی! پرون شپې ناوخت کابل میدان هوايي او پنځمې حوزې سیمه کې د تالبانو بدري قطعې په ګزمه کاروان د ملاهیبت اله خاص قطعې چې تازه کابل ښار کنترول موخه راوړل شوي ډزې شوې دي. مالومه نده چې قصدا دا کار شوی یا سوی تفاهم دی خو ویل کېږي کابل پنځمې حوزې مسولین د ملاهیبت اله کوچنی ورقې په ښودلو او په زور له حوزې شړل شوی او پرځای د کندهاره تازه دمه ملاهیبت اله خاصې قطعې مربوط کسان ځای پرځای شوي. ممکن بدري قطعې پخوانیو بېرته برحالۍ هڅه کړې وي،خو حوزې ته راسیدنې سره سم کندهار قطعې له خوا پرې ډزې شوې دي او پرشا تمبول شوي. بدري قطعه پيښور منسهره کې د جمهوریت سقوط دری میاشتې وړاندې تنظیم شوې چې ویل کېږی پاکستانۍ ملیشه پکې ملاوټ شوې او کندهار ځانګړې قطعه چې مشرتابه ځواک باندې تالبانو ترمنځ مشهوره ده د ایران سپاه پاسدران لخوا ټرینیګ شوې او معاشات هم ایرانیان ورکوي. نو ماته فیض حمید سرینا هوټل او ایران خارجه وزیر کابل یورستورانت کې چای څکل داسې رامالومېږي چې ممکن وضعیت له کنترول ووځي، کابل دسوریې پخوانی مشر اسد دور دوهم دمشق بڼه خپله کړي.. یعنې د هېوادونو تقابل مرکز

Baheer🇦🇫

32,739 次观看 • 1 年前

没有更多内容可加载