
BBC Pashto
@bbcpashto • 1,002,759 subscribers
پر اېکس د بيبيسي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټساپ: 00448000121010
Shorts
Videos

د طالبانو حکومت: داعش د اړیکو، تمویل او فکري انحراف لپاره له ټیلیګرام او ټیکټاک ګټه اخلي
BBC Pashto44,553 views • 7 days ago

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه وايي، د هېواد ختیځو سرحدي سیمو ته تللې چې د ځايي خلکو اړتیاوې او بېړنۍ ستونزې له نژدې وګوري. اغلې فاطمې په یوه وېدیو کې ویلي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره یې د ملګرو ملتونو ژمنتیا یو ځل بیا تایید کړې ده.
BBC Pashto18,367 views • 3 days ago

راشد خان د کرېکټ د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې یې د وېکټو شمېر ۲۰۰ ته ورسېد. دی وايي کله چې د افغانستان ملي لوبډلې ته راغی نو فکر یې نه کاوه چې تر ټولو مخکې به ۲۰۰ وېکټو ته رسېږي، خو اوس هڅه کوي، دا شمېر ۳۰۰ ته او ان تر هغې هم لوړ کړي.
BBC Pashto33,609 views • 15 days ago

د طالبانو حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په لومړي ځل له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې غږېدلی او وايي تر ډېره حکومتي چارې له کابله پر مخ وړي. د بي بي سي خبریال سید عبد الله نظامي سره په خبرو کې هغه د خپلو حکومتي چارو پر بڼه هم خبرې کوي. بشپړ رپوټ پر بي بي سي پښتو لیدلی شئ.
BBC Pashto94,415 views • 2 months ago

د غور د هغې نجلۍ کورنۍ چې کلونه کلونه یې له سرچپه پښو سره ژوند کړی، وایي، د هغې د دویمې پښې د جراحي عملیاتو مالي توان نه لري. ډاکټران وایي، هغه کسان چې د مهلقا په څېر وضعیت لري، باید په ماشومتوب کې عملیات شي، ځکه په لویوالي کې عملیات ستونزمنېږي او د زیان چانس یې لوړېږي.
BBC Pashto40,372 views • 1 month ago

د کابل کندهار پر لویه لاره یو کمپلکس جوړ شوی. د جګړې کلونو کې دا یوه له ناامنه سیمو وه. د دې کمپلکس بنسټګر سمیع وحدت وايي، د مسافرو اړتیاو لپاره یې بېلا بېلې څانګې جوړې کړې. د افغانستان لویو لارو مسافرو لپاره څنګه، چې اړین دي هغه ډول اسانتیاوې نه شته په ځانګړي ډول ښځو لپاره.
BBC Pashto26,443 views • 28 days ago

افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزير پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی، د چين او هند په ګډون یې دې د ګاونډیانو پر پله پل کېږدي، او دوی سره دې لا نژدې ډيپلوماټیک او اقتصادي اړيکي ټينګ کړي. د بي بي سي سر نړيولې خبريالې ليز دوسېت کابل کې امير خان متقي سره خبرې کړې:
BBC Pashto55,449 views • 2 months ago

یوه افغانه ښځه، چې پخوا افغانستان کې خبریاله وه، اوس په دوبۍ کې په یوه رستورانت کې یوه بریالۍ شیریخ پلورونکې ده. شهلا دلاوري وايي، لس کاله یې پرله پسې کار کړی، څو پر خپلو پښو ودرېږي. هغه وايي، پر خپل ځان او پر هغه زحمت چې باسي، ویاړي. ببرک احساس په دوبۍ کې له دې سره خبرې کړې دي:
BBC Pashto30,965 views • 1 month ago

په کندهار کې وېش بازار د دویم لاس موټرو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو څخه و چې د زرګونو کورنیو د عاید سرچینه او د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه وه. خو اوس له نږدې ۳۰ کلونو وروسته د طالبانو حکومت د دې بازار د کانټینري ګاډو پر پېر او پلور بندیز لګولی دی. راپور: مامون درانی
BBC Pashto39,429 views • 1 month ago