
BBC Pashto
@bbcpashto • 1,002,759 subscribers
پر اېکس د بيبيسي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټساپ: 00448000121010
Shorts
Videos

د طالبانو حکومت: داعش د اړیکو، تمویل او فکري انحراف لپاره له ټیلیګرام او ټیکټاک ګټه اخلي
BBC Pashto44,553 просмотров • 7 дней назад

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه وايي، د هېواد ختیځو سرحدي سیمو ته تللې چې د ځايي خلکو اړتیاوې او بېړنۍ ستونزې له نژدې وګوري. اغلې فاطمې په یوه وېدیو کې ویلي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره یې د ملګرو ملتونو ژمنتیا یو ځل بیا تایید کړې ده.
BBC Pashto18,367 просмотров • 3 дней назад

راشد خان د کرېکټ د نړۍ لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې یې د وېکټو شمېر ۲۰۰ ته ورسېد. دی وايي کله چې د افغانستان ملي لوبډلې ته راغی نو فکر یې نه کاوه چې تر ټولو مخکې به ۲۰۰ وېکټو ته رسېږي، خو اوس هڅه کوي، دا شمېر ۳۰۰ ته او ان تر هغې هم لوړ کړي.
BBC Pashto33,609 просмотров • 15 дней назад

په وروستیو کلونو کې د لمریزې تبیو کارول په افغانستان کې د ډېرو کورنیو ژوند اسانه کړی او د لګښتونو په کمولو کې یې مرسته کړې ده. دغه لمریزې تبۍ د کوچنیو هیندارو په وسیله د لمر وړانګې یوه مرکزي ټکي ته راټولوي، چې په پایله کې یې په هماغه ټکي کې ډېره تودوخه تولیدېږي.
BBC Pashto32,709 просмотров • 17 дней назад

په افغانستان کې د لویې کورنۍ درلودل یوه عادي خبره ده، خو ښايي په دې ټولو کې د ارزګان اوسېدونکي محمد صادق کورنۍ "تر ټولو لویه" وي. محمد صادق له څلورو مېرمنو ۵۸ ماشومان لري. صادق وایي، د دومره ډېرو اولادونو درلودل د هغه پر اوږو خورا دروند او له ستونزو ډک مسولیت دی.
BBC Pashto38,160 просмотров • 25 дней назад

د طالبانو حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په لومړي ځل له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې غږېدلی او وايي تر ډېره حکومتي چارې له کابله پر مخ وړي. د بي بي سي خبریال سید عبد الله نظامي سره په خبرو کې هغه د خپلو حکومتي چارو پر بڼه هم خبرې کوي. بشپړ رپوټ پر بي بي سي پښتو لیدلی شئ.
BBC Pashto94,415 просмотров • 2 месяцев назад

د غور د هغې نجلۍ کورنۍ چې کلونه کلونه یې له سرچپه پښو سره ژوند کړی، وایي، د هغې د دویمې پښې د جراحي عملیاتو مالي توان نه لري. ډاکټران وایي، هغه کسان چې د مهلقا په څېر وضعیت لري، باید په ماشومتوب کې عملیات شي، ځکه په لویوالي کې عملیات ستونزمنېږي او د زیان چانس یې لوړېږي.
BBC Pashto40,372 просмотров • 1 месяц назад

د کابل کندهار پر لویه لاره یو کمپلکس جوړ شوی. د جګړې کلونو کې دا یوه له ناامنه سیمو وه. د دې کمپلکس بنسټګر سمیع وحدت وايي، د مسافرو اړتیاو لپاره یې بېلا بېلې څانګې جوړې کړې. د افغانستان لویو لارو مسافرو لپاره څنګه، چې اړین دي هغه ډول اسانتیاوې نه شته په ځانګړي ډول ښځو لپاره.
BBC Pashto26,443 просмотров • 28 дней назад

افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزير پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی، د چين او هند په ګډون یې دې د ګاونډیانو پر پله پل کېږدي، او دوی سره دې لا نژدې ډيپلوماټیک او اقتصادي اړيکي ټينګ کړي. د بي بي سي سر نړيولې خبريالې ليز دوسېت کابل کې امير خان متقي سره خبرې کړې:
BBC Pashto55,449 просмотров • 2 месяцев назад

یوه افغانه ښځه، چې پخوا افغانستان کې خبریاله وه، اوس په دوبۍ کې په یوه رستورانت کې یوه بریالۍ شیریخ پلورونکې ده. شهلا دلاوري وايي، لس کاله یې پرله پسې کار کړی، څو پر خپلو پښو ودرېږي. هغه وايي، پر خپل ځان او پر هغه زحمت چې باسي، ویاړي. ببرک احساس په دوبۍ کې له دې سره خبرې کړې دي:
BBC Pashto30,965 просмотров • 1 месяц назад

په کندهار کې وېش بازار د دویم لاس موټرو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو څخه و چې د زرګونو کورنیو د عاید سرچینه او د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه وه. خو اوس له نږدې ۳۰ کلونو وروسته د طالبانو حکومت د دې بازار د کانټینري ګاډو پر پېر او پلور بندیز لګولی دی. راپور: مامون درانی
BBC Pashto39,429 просмотров • 1 месяц назад