
BBC Pashto
@bbcpashto • 999,406 subscribers
پر اېکس د بيبيسي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټساپ: 00448000121010
Shorts
Videos

یو افغان شرکت له چینه افغانستان ته برېښنايي موټر لېږدولي او غواړي د دودېدو لپاره یې په ټول هېواد کې استازولۍ فعالې کړي. دغه شرکت پیل له هراته کړی. د لګښتونو له سپما او چاپېریالي ښېګڼو هاخوا کومې ننګونې دي چې افغانستان کې ورسره دا موټر مخامخېدلی شي؟ سید عبدالله نظامي پرې رپوټ لري.
BBC Pashto32,102 görüntüleme • 5 gün önce

په کندهار کې وېش بازار د دویم لاس موټرو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو څخه و چې د زرګونو کورنیو د عاید سرچینه او د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه وه. خو اوس له نږدې ۳۰ کلونو وروسته د طالبانو حکومت د دې بازار د کانټینري ګاډو پر پېر او پلور بندیز لګولی دی. راپور: مامون درانی
BBC Pashto37,948 görüntüleme • 9 gün önce

د "ملي مقاومت جبهې" په نوم د طالبانو حکومت د یوې مخالفې ډلې د سیاسي دفتر رییس عبدالله خنجاني پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، د دې "جبهې" یو جګپوړی قوماندان صالح محمد ریګستانی جګړې لپاره افغانستان ته ستون شوی او دمګړۍ د هندوکش غرونو په لړیو کې دی.
BBC Pashto17,554 görüntüleme • 4 gün önce

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ذو الفقار حميد ويلي، د لومړیو معلوماتو له مخې د پوليسو لاينز په نامه پخواني مرکز سره په چاودېدونکو توکو بار ګاډی ټکر شوی او له چاودنې وروسته وسله والو سره نښتې شوې. خبريال او د چارو شنونکی طاهر خان په دې اړه له امان الله عمران سره نور معلومات شریک کړي:
BBC Pashto24,637 görüntüleme • 7 gün önce

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن کابل ته له سفر وروسته اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او ځینو استخباراتي چارواکو سره خبرې کړې دي. کابل او اسلام اباد ته د دغه مهم ترکي چارواکي د ناڅاپي تګ او شویو خبرو په اړه، سید عبدالله نظامي نور حال لري.
BBC Pashto25,809 görüntüleme • 8 gün önce

په هرات کې د اسعارو د تبادلې یو مرکز، چې "خراسان زمین سوداګریز مجتمع" نومېږي، د څه باندې ۲۸۰ صرافانو په ګډه پانګونه په ۱۹ پوړونو کې جوړ شوی او دوکانونه یې هم د داوطلبۍ له لارې ورکړل شوي. تر دې مخکې په افغانستان کې د صرافۍ یوازینی لوی تخصصي مرکز په کابل کې "سرای شهزاده" بلل کېده
BBC Pashto19,389 görüntüleme • 6 gün önce

د طالبانو حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په لومړي ځل له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې غږېدلی او وايي تر ډېره حکومتي چارې له کابله پر مخ وړي. د بي بي سي خبریال سید عبد الله نظامي سره په خبرو کې هغه د خپلو حکومتي چارو پر بڼه هم خبرې کوي. بشپړ رپوټ پر بي بي سي پښتو لیدلی شئ.
BBC Pashto89,992 görüntüleme • 1 ay önce

افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزير پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی، د چين او هند په ګډون یې دې د ګاونډیانو پر پله پل کېږدي، او دوی سره دې لا نژدې ډيپلوماټیک او اقتصادي اړيکي ټينګ کړي. د بي بي سي سر نړيولې خبريالې ليز دوسېت کابل کې امير خان متقي سره خبرې کړې:
BBC Pashto54,752 görüntüleme • 24 gün önce

د خیبر پښتونخوا د سوات یوه ښځه او مېړه له ۱۷ کاله ګډ ژوند وروسته بېل شوي. دوی ۱۴ کلنه لور هم لري. دې ښځې او مېړه یې په کوچنیوالي کې د یوې مېرمنې شیدې خوړلې وې. د اسلامي اصولو له مخې؛ هغه نجلۍ او هلک، چې تر 'ځانګړو شرایطو لاندې' د يوې مېرمنې تی وخوري، رضاعي خور او ورور ګڼل کېږي.
BBC Pashto42,923 görüntüleme • 24 gün önce

د افغانستان پلازمېنه کابل کې خلک پر لوی سکرين د هند او افغانستان تر منځ د کرېکټ اوريزه لوبه ګوري.
BBC Pashto18,875 görüntüleme • 12 gün önce

دې ویډیو کې هغه شېبه کتلی شئ، د چپه شوې کښتۍ یوازینی ژوندی پاتې شوی ۱۵ کلن هلک څنګه ژغورل کېږي. نوموړي د امریکا د الاسکا ایالت په بیرینګ سمندر کې ټوله شپه په بل مخ اوښتې کښتۍ پر سر تېره کړې وه. د یاد تنکي ځوان ورور او د تره زوی یې په سمندر کې مړه وموندل شول.
BBC Pashto18,484 görüntüleme • 13 gün önce

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا کانګرس ته د لومړنۍ افغانې مېرمنې ډاکټرې عایشه وهاب بریالیتوب افغانانو په تېره ځوانانو ته الهام بښوونکې بللی دی. د امریکا کالیفورنیا کې د افغانانو کلتوري ټولنې له خوا عایشه وهاب د ستاینې ته حامد کرزي دا خبرې کړې دي.
BBC Pashto24,234 görüntüleme • 19 gün önce

ملګري ملتونه وايي، له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، ۲،۶ ميليونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوې دي. د دغه نړیوال سازمان ماشومانو صندوق د افغانستان پر واکمنو غږ کړی، د نجونو پر زده کړو او پوهنې دې بنديزونه لرې کړي. د دې بندیز اغېز په افغانو نجونو:
BBC Pashto11,771 görüntüleme • 8 gün önce

لا یوازې څو میاشتې کېږي چې لبنا مختار د سندرو ویلو په ډګر کې قدم اېښی، خو د هغې تر شا د کورنۍ اوږد هنري میراث پروت دی. د خوږ غږ ترڅنګ، د لبنا یوه ځانګړنه دا هم ده، چې له کوچنیوالي د هلکانو جامې اغوندي او په همدې بڼه یې ژوند تېر کړی؛ هغه څه چې اوس د هغې د شخصیت یوه برخه ګرځېدلې.
BBC Pashto38,934 görüntüleme • 1 ay önce