
BBC Pashto
@bbcpashto • 999,406 subscribers
پر اېکس د بيبيسي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټساپ: 00448000121010
Shorts
Videos

یو افغان شرکت له چینه افغانستان ته برېښنايي موټر لېږدولي او غواړي د دودېدو لپاره یې په ټول هېواد کې استازولۍ فعالې کړي. دغه شرکت پیل له هراته کړی. د لګښتونو له سپما او چاپېریالي ښېګڼو هاخوا کومې ننګونې دي چې افغانستان کې ورسره دا موټر مخامخېدلی شي؟ سید عبدالله نظامي پرې رپوټ لري.
BBC Pashto32,102 次观看 • 5 天前

په کندهار کې وېش بازار د دویم لاس موټرو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو څخه و چې د زرګونو کورنیو د عاید سرچینه او د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه وه. خو اوس له نږدې ۳۰ کلونو وروسته د طالبانو حکومت د دې بازار د کانټینري ګاډو پر پېر او پلور بندیز لګولی دی. راپور: مامون درانی
BBC Pashto37,948 次观看 • 9 天前

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر ذو الفقار حميد ويلي، د لومړیو معلوماتو له مخې د پوليسو لاينز په نامه پخواني مرکز سره په چاودېدونکو توکو بار ګاډی ټکر شوی او له چاودنې وروسته وسله والو سره نښتې شوې. خبريال او د چارو شنونکی طاهر خان په دې اړه له امان الله عمران سره نور معلومات شریک کړي:
BBC Pashto24,637 次观看 • 7 天前

په هرات کې د اسعارو د تبادلې یو مرکز، چې "خراسان زمین سوداګریز مجتمع" نومېږي، د څه باندې ۲۸۰ صرافانو په ګډه پانګونه په ۱۹ پوړونو کې جوړ شوی او دوکانونه یې هم د داوطلبۍ له لارې ورکړل شوي. تر دې مخکې په افغانستان کې د صرافۍ یوازینی لوی تخصصي مرکز په کابل کې "سرای شهزاده" بلل کېده
BBC Pashto19,389 次观看 • 6 天前

د طالبانو حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په لومړي ځل له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې غږېدلی او وايي تر ډېره حکومتي چارې له کابله پر مخ وړي. د بي بي سي خبریال سید عبد الله نظامي سره په خبرو کې هغه د خپلو حکومتي چارو پر بڼه هم خبرې کوي. بشپړ رپوټ پر بي بي سي پښتو لیدلی شئ.
BBC Pashto89,923 次观看 • 1 个月前

د خیبر پښتونخوا د سوات یوه ښځه او مېړه له ۱۷ کاله ګډ ژوند وروسته بېل شوي. دوی ۱۴ کلنه لور هم لري. دې ښځې او مېړه یې په کوچنیوالي کې د یوې مېرمنې شیدې خوړلې وې. د اسلامي اصولو له مخې؛ هغه نجلۍ او هلک، چې تر 'ځانګړو شرایطو لاندې' د يوې مېرمنې تی وخوري، رضاعي خور او ورور ګڼل کېږي.
BBC Pashto42,923 次观看 • 24 天前

لا یوازې څو میاشتې کېږي چې لبنا مختار د سندرو ویلو په ډګر کې قدم اېښی، خو د هغې تر شا د کورنۍ اوږد هنري میراث پروت دی. د خوږ غږ ترڅنګ، د لبنا یوه ځانګړنه دا هم ده، چې له کوچنیوالي د هلکانو جامې اغوندي او په همدې بڼه یې ژوند تېر کړی؛ هغه څه چې اوس د هغې د شخصیت یوه برخه ګرځېدلې.
BBC Pashto38,934 次观看 • 1 个月前