
Mohamad
@dr_Valikhel • 3,783 subscribers
Struggle for Sustainable Peace & Political Justice: You cannot have Sustainable Peace without Political Justice.
Shorts
Videos

په افغانستان کې د نجونو،مېرمنو د تعلیم/تحصیل اړوند د کلیوالو/محلي ملایانو،دیوبندي ملایانو،الازهر فارغانو …. او نورو اهل فکرو افغانانو د افکارو واټن په حاشیو،فروعاتو او که اصل کې اختلاف دی او یا که د سیاسي اهدافو قرباني دي؟ د دې اختلاف لاملونه تاسو کولای شئ په دغه لنډو ویدیويی کلیپونو کې واورئ. تاسو څه فکر کوئ چې د عصري علومو او نجونو له تعلیم او تحصیل سره د ملایانو خپل ترمنځ اختلاف او بیا دا ضدیت، دښمني ….رېښوي لاملونه کوم دي او له کومه سرچینه اخلي؟ —- #نجونو_ښوونځي_پرانیزئ #LetAfghanGirlsLearn
Mohamad17,108 görüntüleme • 3 ay önce

د وزیرستان مبارز مشر ډاکتر سید عالم مسید خپله تاریخي او ملي ژمنه یو ځل بیا تازه کړه: ”اول خو افغان له آمو تر مارګلې پورې دی له اباسین پورې نه دی.زه د وزیرستان اوسېدونکی او پېښور مې ګور او کور دی. زهٔ افغان وُم،افغان یم او افغان به مرم“. Said Alam #لر_او_بر_یو_وطن 🇦🇫❤️👋💪
Mohamad12,270 görüntüleme • 8 ay önce

د یوه ارمانجن پلار د لوڼو د تعلیم نیمګړی فصل: میاخان اکا د پکتیکا د مرکز، شرنې پهٔ لمنو کې اوسېږي. نوموړی ارمان لري تر څو یې لوڼې تعلیم وکړي او ډاکترانې شي تر څو خپل ولایت کې محرومو مېرمنو ته د خدمت مصدر وګرځي. نوموړی د ژوند د کړاوونو یو ډک داستان لري، چې د لوڼو د د تعلیم لپاره هره ورځ د پکتیکا د مرکز شرنې پهٔ لمنو کې د نجونو ښوونځي ته نږدې ۱۲ کیلومیتره یې پیاده مزل کاوه تر څو یې لوڼې تعلیم وکړي خو د طالبانو له راتګ سره یې د تعلیم دا هیلې هم مړاوې شوې او دا درې کاله کېږي چې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون پهٔ هیله شپې سبا کوي، خو دی خبر نه دی چې د افغان نجونو د تعلیم او تحصیل دا ناتمام فصل نور د تل لپاره وتړل شو. د افغان نجونو د نیمګړي ژوند داستان —— An aspiring father's unfinished chapter of his daughters' education: Miya Khan Aka lives on the outskirts of Sharana, the capital of Paktika. He dreams of educating his daughters and becoming doctors so that they can serve the deprived women of his province. He has a story full of hardships in his life. Every day, he used to walk about 12 kilometers to the girls' school on the outskirts of Sharana, the capital of Paktika, so that his daughters could receive an education. However, with the arrival of the Taliban, his hopes for education also faded. For three years, he has been spending nights and days hoping for the opening of girls' schools, but he is unaware that this unfinished chapter of the education and higher education of Afghan girls has been closed forever. This one of the real stories story of the Afghan girls in Afghanistan. #Afghanistan #AfghanGirlsEducation #Pakteka #World #AfghanParents #AfghanWomen #AfghanGirls
Mohamad20,699 görüntüleme • 1 yıl önce

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو حقیقت په دې لنډ کلیپ کې دولسمشرۍ پخوانی معاون یونس قانوني او پخواني ولسمشر حامدکرزی ترمنځ د انتخاباتو د نتایجو اړوند د لنډ بحث شریک شویدی، په کوم کې چې د انتخاباتو کمیسیون غواړي نتایج اعلان کړي خو یونس قانوني د انتخاباتو د نتایجو د اعلان مخالفت کوي او اخطار ورکوي چې دی دا نتایج نه مني او که نتایج د دوی په خوښه اعلان نه شي نو دی به نیکتايي لرې کړې او پر ځای به یې د مرمیو چانټې یا پرتلې واچوي او غرونو ته به د جکړو لپاره اوچت شي. نو دلته کتلای شو چې په تېر شل کلن جمهوریت کې د اصلاحاتو، د قانون د تطبیق ، د سولې، د ملي او نړیوال مشروع مشارکت او پارټنرشیپ .. د ملي پروسو د متنازع کېدو او یرغمل کېدو …..مخه چا او ولې نیوله او مشخص د ۲۰۱۴ کال انتخابات ولې جنجالي شول او مشروعیت ولې کمزوری شو. پر ملت د ناورینونو د راوستلو عوامل او عاملان ډېر زیات دي او ملت حق لري چې ور باندې خبر شي. په افغانستان کې د یوه ملي ،عادل ، مشروع او خپلواک دولت په هیله
Mohamad11,706 görüntüleme • 8 ay önce
Daha fazla içerik yok.