
Ghairat Baheer🇦🇫
@GhairatBaheerr • 5,832 subscribers
We are the voices of Afghan women, human rights, and justice—breaking silence against extremism and oppression.🇦🇫
Shorts
Videos

پاکستاني حسن خان ته د وطن بچي ډاکټر نجیب ننګیال تاریخي خبرې واورئ! پاکستاني ته داسې غوڅ دریځ او قاطع ځواب ویل یو ټن ایمان غواړي. د ملي ګټو، استقلال، ارزښتونو او دښمن په اړه باید واضح تعریف ولرئ. شپ شپ مکوئ، فکر کوئ باداران مو په راولپنډۍ کې درنه خپه نشي. وایم مور دې پورته کېږي داسې زوی دې راوړي. NajeebNangyal Hassan khan
Ghairat Baheer🇦🇫35,493 次观看 • 1 年前

وضعیت داسې را معلومېږي چې استبداد د سقوط په خوا روان دی! پرون شپې ناوخت کابل میدان هوايي او پنځمې حوزې سیمه کې د تالبانو بدري قطعې په ګزمه کاروان د ملاهیبت اله خاص قطعې چې تازه کابل ښار کنترول موخه راوړل شوي ډزې شوې دي. مالومه نده چې قصدا دا کار شوی یا سوی تفاهم دی خو ویل کېږي کابل پنځمې حوزې مسولین د ملاهیبت اله کوچنی ورقې په ښودلو او په زور له حوزې شړل شوی او پرځای د کندهاره تازه دمه ملاهیبت اله خاصې قطعې مربوط کسان ځای پرځای شوي. ممکن بدري قطعې پخوانیو بېرته برحالۍ هڅه کړې وي،خو حوزې ته راسیدنې سره سم کندهار قطعې له خوا پرې ډزې شوې دي او پرشا تمبول شوي. بدري قطعه پيښور منسهره کې د جمهوریت سقوط دری میاشتې وړاندې تنظیم شوې چې ویل کېږی پاکستانۍ ملیشه پکې ملاوټ شوې او کندهار ځانګړې قطعه چې مشرتابه ځواک باندې تالبانو ترمنځ مشهوره ده د ایران سپاه پاسدران لخوا ټرینیګ شوې او معاشات هم ایرانیان ورکوي. نو ماته فیض حمید سرینا هوټل او ایران خارجه وزیر کابل یورستورانت کې چای څکل داسې رامالومېږي چې ممکن وضعیت له کنترول ووځي، کابل دسوریې پخوانی مشر اسد دور دوهم دمشق بڼه خپله کړي.. یعنې د هېوادونو تقابل مرکز
Ghairat Baheer🇦🇫32,738 次观看 • 1 年前

له احمد مسعود خبریال پوښتي: ایا تاسې برقي تذکره اخیستې؟ احمد مسعود: نه، دا ځکه چې وحدت ملي خرابوي او برقي تذکره( ملي هویت) اخیستل د ملي ارزښتونو خلاف دی. زه به یې نن درته واضح ووایم احمدجان! ستاسې د مقاومت په نوم جبهه دا ملي نده او نه هم ملي کیدلی شي، بلکې تاسې یوه ډله یاست. د تالبانو او ستاسې ترمنځ هیڅ فرق نشته. تاسې هم ملي ارزښتونه نه منئ او تالب یې هم نه مني. دواړه ډلې د وطن په تاوان یاست او تاسې دواړه د ای ایس ای له کاسې څخه خوراک کوئ. ځوانانو هوښیار اوسئ! د مجاهدینو، تالبانو او د جنګسالارانو دویم نسل ته نه ووايئ. دوئ ټول د وطن او ملي ګټو خلاف و/ دي.
Ghairat Baheer🇦🇫23,705 次观看 • 1 年前

دا ادریس ستانکزی دی او د شهید ډاکټر صیب نجیب الله په اړه داسې وایي: که کابل سوځي نو اسلام اباد دې بیخي په لمبو کې وسوځي. په کندهار کې ای ایس ای د مخابراتو دستګا خرابه کړه او ۲۵ میلونه افغانۍ تاوان یې موږ ته ورساوو، د خاد په رهبرۍ کې ډاکټر صیب شهید نجیب الله ناست او امر یې وکړ، چې په کراچۍ کې چاودنه غواړم یوه هفته روسته د ای ایس ای په تاسیساتو چاودنه وشوه او پنځه چنده تاوان مو ورته ورساوو. شهید ډاکټر صیب نجیب ای ایس ای ته مستقیم زنګ وکړ، وای دا کار ما کړی او لاس مو تر انګریزانو خلاص. دې ته وایي ولسمشر او د وطن بچی❤️ Idrees Heela هیله نجیب الله
Ghairat Baheer🇦🇫19,480 次观看 • 1 年前

د شهید ډاکټر صیب نجیب الله د حکومت پر مهال پکیستانۍ تیارې له کرښې دې خوا را وښتې وې، خو په څو دقیقو کې د افغان هوایي قواوو تعقیبي جیټ پسې راورسېدې، او پکیستانۍ جیټ یې په منډو کړې. افغاني پیلوټانو خپل امرکوونکې ته وویل چې پکستانۍ جیټ لاړه. له هغې خوا امر ورته وشو چې له کرښې پسې واړوئ، راویې غورځوئ. افغان زمریان ورپسې شول، په میرانشاه کې یې د ځمکې تل ته کړې. پیلوټانو بیا مخابره کې غږ وکړ چې صاحب امر مو پر ځای شو. له هغې خوا د شاباسي د ورکړې تر څنګ ورته وویل شول چې اوس تر بنو پورې ګزمه ووهئ او د پنجاب د پوځ یو مرکز بمبار او نور راځئ. پیلوټانو دا امر هم سرته ورساوه، پکستان بيا کله هم دې خواته نظر نه شو کولای. بس ملا اوس وطن لیلام ته وړاندې کړی دی… Heela هیله نجیب الله
Ghairat Baheer🇦🇫11,090 次观看 • 9 个月前

ځینې بې عقلان، د خارجیانو بدنام ترجمانان او ړانده متعصبین چې د خپلوخبرو له مدیریت عاجز دي، پر ولسمشر غني بېاساسه تورونه لګوي چې ګویا د ډیورنډ کرښه یې امضا کړې. حال داچې خبره تر اوسه پنجابیان هم نه کوي، نو دا ادعا دروغ ده او هېڅ رسمي سند نشته. شاه محمود میاخیل خپله په یوه مقاله کې لیکي: تورخم دروازه یوازې د ټرانزیټ لپاره وه نه د ډیورنډ کرښې رسمي امضا کول. بل داچې، ولسمشر غني د ډیورنډ د نهمنلو قاطع او ملي دریځ درلود. دا ویډیو هم د ولسمشر غني رسمي او ملي دریځ ښکارندوي کوي. Ashraf Ghani Shahmahmood Miakhel
Ghairat Baheer🇦🇫11,901 次观看 • 10 个月前

