VOH (Pashto)'s banner
VOH (Pashto)'s profile picture

VOH (Pashto)

@HG_42_9 • 14,722 subscribers

کره خبر رسونه زموږ رسالت دی.

Shorts

نورستان کې د افغان ځانګړو ځواکونو د نن ورځې د عملياتو پر مهال تر دې دمه د شر او فساد د مشترکو ډلو شاوخوا ۲۵ تنه وسله‌وال وژل شوي، له ۳۰ تنو ډېر نيول شوي او لسګونه نور ټپيان دي، خو عمليات لا هم دوام لري. #هندوکش‌غږ

نورستان کې د افغان ځانګړو ځواکونو د نن ورځې د عملياتو پر مهال تر دې دمه د شر او فساد د مشترکو ډلو شاوخوا ۲۵ تنه وسله‌وال وژل شوي، له ۳۰ تنو ډېر نيول شوي او لسګونه نور ټپيان دي، خو عمليات لا هم دوام لري. #هندوکش‌غږ

23,456 Aufrufe

د شر او فساد ډلو خپلمنځي اختلافات د ای‌اېس‌ای په لاس تر وژنو ورسېدل هندوکش غږ ته رسېدلي کره معلومات ښيي، چې د جمهوريت پر مهال د کندهار ښار د دوهمې حوزې امر او اوسمهال د شر او فساد (مقامت جبهې) غړی، حضرت الله چې په حاجي ورور مشهور و، له ډيورنډ فرضي کرښې هاغاړه وژل شوی. ١/٤

د شر او فساد ډلو خپلمنځي اختلافات د ای‌اېس‌ای په لاس تر وژنو ورسېدل هندوکش غږ ته رسېدلي کره معلومات ښيي، چې د جمهوريت پر مهال د کندهار ښار د دوهمې حوزې امر او اوسمهال د شر او فساد (مقامت جبهې) غړی، حضرت الله چې په حاجي ورور مشهور و، له ډيورنډ فرضي کرښې هاغاړه وژل شوی. ١/٤

14,508 Aufrufe

Videos

HG_42_9's profile picture

نورستان کې د شر او فساد ډلو د نيول شوي غړي اعتراف؛ په پاکستان کې پوځي روزنه راکړل شوه او افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره راولېږل شوم هندوکش غږ ته نورستان کې د شر او فساد ډلو د نيول شوي يوه غړي د اعتراف ويډيويي کليپ رسېدلی، چې نوموړی پکې له پاکستاني استخباراتو سره د شر او فساد ډلو د مستقیمو اړیکو او دغه هېواد کې د پوځي روزنې په اړه څرګندونې او اعتراف کوي. نوموړی ځان جاوید، د عبدالحکیم زوی او د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د خواجه کنتي کلي اوسېدونکی معرفي کوي او وايي، چې د ایران له لارې پاکستان ته انتقال شوی او د اسلام‌اباد، پېښور او چترال په بېلابېلو کمپونو کې یې پوځي زده کړې ترلاسه کړې دي. د نوموړي په وینا، په دغو کمپونو کې ورته د پاکستاني استخباراتو د روزونکو تر څارنې لاندې د کلاشینکوف، راکټ، بزبزک او پیکا وسلو کارول ور زده شوي او وروسته له چترال څخه د پاکستاني پوځ په موټرو کې له افغانستان سره تر فرضي کرښې رسول شوی او له نورو کسانو سره افغانستان ته اوښتی دی. هغه زیاتوي، چې د نورستان په جګړه کې له څو ساعتونو نښتې وروسته یې له خپلو ملګرو سره افغان ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړل. نوموړي له ځوانانو غوښتي، چې د پیسو ترلاسه کولو او نورو غوړو وعدو پر ترلاسه کولو جګړو ته لاړ نشي او ویلي یې دي، چې ډېری دغه ژمنې نه عملي کېږي. #هندوکش‌غږ

VOH (Pashto)

29,116 Aufrufe • vor 6 Tagen

HG_42_9's profile picture

د پاکستاني استخباراتو د پروژو پر مټ د شر او فساد ډلو لخوا د بې لارې شويو ځوانانو اعتراف؛ د ايران له کارګرۍ راوړل شوي، پاکستان کې روزنه ورکول شوې او بيا افغانستان ته رالېږل شوي هندوکش غږ د يو شمېر هغو کسانو اعترافاتو ته لاسرسی پيدا کړی، چې دوه ورځې وړاندې یې نورستان کې د ډيورنډ فرضي کرښې په استقامت له پاکستان څخه د شر او فساد ډلو په لارښوونه افغانستان ته د راوښتو هڅه کوله او بيا د افغان ځواکونو له لوري ونيول شول. د دوی له منځه، يو ځوان چې عزيز نومېږي او د غور ولايت اوسیدونکی دی په خپلو خبرو کې وايي، چې ايران کې په خپله مزدورۍ بوخت و، چې د ځينو کسانو له لوري ورسره د ښه معاش د ورکولو وعده شوې او له هغه ځايه د چابهار او ګوادر بندرونو له لارې پاکستان ته وړل شوی. نوموړی زياتوي، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستاني استخباراتو تر مستقيمې روزنې او څارنې لاندې بېلابېلو کمپونو‌ ته پېژندل شوي او د نورو ملګرو په ملتیا د زاهد په نوم يوه کمپ ته وړل شوي. هغه وړاندې وايي، چې په کمپ کې له شل ورځو تېرولو وروسته يوه روزنيز مرکز ته وړل شوي او د بېلابېلو اسلحو‌ ابتدايي زده کړه ورکول شوې او له هغې وروسته د شر او فساد ډلو څخه د «فضل ربي» په نوم د يوه کس په لارښوونه تر فرضي کرښې راوستل شوي چې له جګړې وروسته بيا افغان ځواکونو ته تسليم شول. نوموړی په پای کې په نورو ځوانانو غږ کوي، چې له ورانکارو ډلو او ټپلو سره يوځای نه شي او په خبره یې دا بهرنۍ پروژې دي او د وطن د بربادۍ په موخه جوړې شوې دي. #هندوکش‌غږ

VOH (Pashto)

22,240 Aufrufe • vor 6 Tagen

HG_42_9's profile picture

امرالله صالح د افغان حکومت پر ضد د پوهنتون استادان او مشهورې څېرې د قومي تعصب خپرولو ته هڅوي په یوه غږیز کلیپ کې چې «هندوکش‌غږ» ته رسېدلی، د جمهوریت لومړی مرستیال او د شر او فساد ډلو يو تن کليدي مشر امرالله صالح د پوهنتون يوه استاد ته قومي تعصباتو ته د لمن وهلو او افغان حکومت پر ضد د تبلیغاتو سپارښتنې کوي. نوموړی استاد چې تر دې مهاله یې په عادي ډول خپل تدریس کاوه په کابل کې صالح د یو تن همکار په توسط دغه کار ته دعوت شوی دی چې وروسته د هغه کس له لارې امرالله صالح استاد نوید ته سپارښتنې کولې او حتی هغه جملې چې باید ویډيو کې یې ووايي هم د استاد لپاره برابرې کړې وې. استاد د امرالله صالح د همدې سپارښتنو له امله تحریک شوی و چې په پايله کې یې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. رسېدلي معلومات ښيي، چې امرالله صالح یو شمېر نورو کسانو ته هم د ورته ویډیوګانو د جوړولو او خپلو ټولنیزو آدرسونو کې یې د خپرولو ويلي او په بدل کې یې ورته د پیسو او امتیازاتو ورکولو او حتی بهرنیو هېوادونو ته د انتقال ژمنې هم کړې دي، خو دغو استادانو ورسره نه ده منلې. په استادانو کې د کابل طبي پوهنتون، هرات پوهنتون، البيروني پوهنتون استادان او ځینو دارالعلومونو استادان شامل دي چې د داسې ډول ويډيوګانو د جوړولو سپارښتنه ورته شوې ده. ښکاري چې د امرالله صالح له لوري د دغه ډول فعالیتونو موخه یوازې د نظام پر ضد تبلیغ نه، بلکې د قومي او ژبنیو احساساتو پارول او د افغانستان د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او اختلافونو زیاتول هم دي. عام باور دا دی، چې د پوهنتون استادان د ټولنې د علمي او فکري روزنې مهم مسؤلیت لري او د هغوی له علمي او ټولنیز نفوذ څخه د قومي تعصباتو، سیاسي تبلیغاتو او اختلافونو د پراخولو لپاره استفاده د علمي بنسټونو له اساسي موخو سره په ټکر کې ده. د سرچینو له قوله، استاد نوید الله فطرت منلې چې تحریک شوی او خارج ته د لېږد په بدل کې یې دغه څرګندونې کړي دي. هغه چې له افغانستانه د وتلو په حال کې و د اسلام کلا ساحه کې امنیتي ځواکونو نیولی دی. فطرت په خپلو کړنو پښېمانه دی او له حکومته غواړي چې و یې وبښي. #هندوکش‌غږ

VOH (Pashto)

18,398 Aufrufe • vor 1 Monat