
VOH (Pashto)
@HG_42_9 • 14,722 subscribers
کره خبر رسونه زموږ رسالت دی.
Shorts
Videos
3:08
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

نورستان کې د شر او فساد ډلو نيول شوي وسلهوال د پاکستاني استخباراتو په لاس روزل شوي او افغانستان ته د راتلو لارښوونه ورته شوې هندوکشغږ ته د نورستان د نن ورځې د عملياتو په ترڅ کې، د شر او فساد ډلو د نيول شويو کسانو د لومړنيو تحقيقاتو يوه ويډيو رسېدلې چې دوی پکې د پاکستان په لاس د روزل کېدو اعتراف کوي. نيول شوي ټول کسان، چې يو شمېر یې د جمهوريت پر مهال په نظامي ليکو کې وو، وايي: چې له ايران او نورو هېوادونو پاکستان ته راغوښتل شوي او له روزنې وروسته افغانستان کې د ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو لارښوونه ورته شوې ده. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)55,473 views • 10 days ago
1:57
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

له نورستان څخه وروستي جزئيات؛ د افغان ځواکونو عمليات دوام لري او نن سهار هم د شر او فساد ډلو يو شمېر وسلهوال وژل شوي او نيول شوي دي هندوکشغږ ته په رسېدلو ویډيوګانو کې ښکاري، چې نورستان کې د شر او فساد ډلو پر وړاندې د افغان ځواکونو د پرون ورځې پيل شوي عمليات لا هم دوام لري او تازه د دې ډلو يو شمېر غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د شر او فساد ډلو ته د نن ورځې د اوښتو زيانونو ارقام لا نه دي دقيق شوي؛ خو څرګندېږي چې افغانستان ته د دې ډلو د راوښتونکو ګروپونو نږدې ۹۰ سلنه کسان تر دې دمه له منځه وړل شوي او يا هم نیول شوي دي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)51,602 views • 9 days ago

نورستان کې د شر او فساد ډلو د نيول شوي غړي اعتراف؛ په پاکستان کې پوځي روزنه راکړل شوه او افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره راولېږل شوم هندوکش غږ ته نورستان کې د شر او فساد ډلو د نيول شوي يوه غړي د اعتراف ويډيويي کليپ رسېدلی، چې نوموړی پکې له پاکستاني استخباراتو سره د شر او فساد ډلو د مستقیمو اړیکو او دغه هېواد کې د پوځي روزنې په اړه څرګندونې او اعتراف کوي. نوموړی ځان جاوید، د عبدالحکیم زوی او د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د خواجه کنتي کلي اوسېدونکی معرفي کوي او وايي، چې د ایران له لارې پاکستان ته انتقال شوی او د اسلاماباد، پېښور او چترال په بېلابېلو کمپونو کې یې پوځي زده کړې ترلاسه کړې دي. د نوموړي په وینا، په دغو کمپونو کې ورته د پاکستاني استخباراتو د روزونکو تر څارنې لاندې د کلاشینکوف، راکټ، بزبزک او پیکا وسلو کارول ور زده شوي او وروسته له چترال څخه د پاکستاني پوځ په موټرو کې له افغانستان سره تر فرضي کرښې رسول شوی او له نورو کسانو سره افغانستان ته اوښتی دی. هغه زیاتوي، چې د نورستان په جګړه کې له څو ساعتونو نښتې وروسته یې له خپلو ملګرو سره افغان ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړل. نوموړي له ځوانانو غوښتي، چې د پیسو ترلاسه کولو او نورو غوړو وعدو پر ترلاسه کولو جګړو ته لاړ نشي او ویلي یې دي، چې ډېری دغه ژمنې نه عملي کېږي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)29,116 views • 6 days ago

نورستان کې د شر او فساد ډلو پر وړاندې د وروستیو عملیاتو پر دوام تازه د دې ډلو څو تنه نور غړي هم افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. دوی وايي، «موږ د قومندان عزیز په نوم کس له پاکستان افغانستان ته راواړولو او دلته یې پرېښودو، دوی بېرته پاکستان ته وتښتیدل، موږ ته یې چې هر څومره وویل، چې بېرته راشئ، موږ ورته وویل، چې نه نه درځو موږ تسلیمېږو». د یادونې وړ ده، چې له دوو ورځو راهیسې په نورستان کې د دې فسادي ډلو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات روان دي او د دفاع وزارت په خبره تراوسه د دې ډلې ۲۸ غړي وژل شوي او ۳۲ نور ژوندي نیول شوي دي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)33,369 views • 8 days ago

د پاکستاني استخباراتو د پروژو پر مټ د شر او فساد ډلو لخوا د بې لارې شويو ځوانانو اعتراف؛ د ايران له کارګرۍ راوړل شوي، پاکستان کې روزنه ورکول شوې او بيا افغانستان ته رالېږل شوي هندوکش غږ د يو شمېر هغو کسانو اعترافاتو ته لاسرسی پيدا کړی، چې دوه ورځې وړاندې یې نورستان کې د ډيورنډ فرضي کرښې په استقامت له پاکستان څخه د شر او فساد ډلو په لارښوونه افغانستان ته د راوښتو هڅه کوله او بيا د افغان ځواکونو له لوري ونيول شول. د دوی له منځه، يو ځوان چې عزيز نومېږي او د غور ولايت اوسیدونکی دی په خپلو خبرو کې وايي، چې ايران کې په خپله مزدورۍ بوخت و، چې د ځينو کسانو له لوري ورسره د ښه معاش د ورکولو وعده شوې او له هغه ځايه د چابهار او ګوادر بندرونو له لارې پاکستان ته وړل شوی. نوموړی زياتوي، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستاني استخباراتو تر مستقيمې روزنې او څارنې لاندې بېلابېلو کمپونو ته پېژندل شوي او د نورو ملګرو په ملتیا د زاهد په نوم يوه کمپ ته وړل شوي. هغه وړاندې وايي، چې په کمپ کې له شل ورځو تېرولو وروسته يوه روزنيز مرکز ته وړل شوي او د بېلابېلو اسلحو ابتدايي زده کړه ورکول شوې او له هغې وروسته د شر او فساد ډلو څخه د «فضل ربي» په نوم د يوه کس په لارښوونه تر فرضي کرښې راوستل شوي چې له جګړې وروسته بيا افغان ځواکونو ته تسليم شول. نوموړی په پای کې په نورو ځوانانو غږ کوي، چې له ورانکارو ډلو او ټپلو سره يوځای نه شي او په خبره یې دا بهرنۍ پروژې دي او د وطن د بربادۍ په موخه جوړې شوې دي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)22,240 views • 6 days ago

د شر او فساد ډلې د غړو او پاکستاني ملېشو ترمنځ محاوره په ترلاسه شوي غږیز کلیپ کې اورېدل کېږي چې د شر او فساد ډلې غړي له پاکستاني ملېشو سره د مخابرې له لارې خبرې کوي او د ځینو اړینو توکو، په ځانګړي ډول پاوربانکونو، د اکمال په اړه خبرې اترې کوي. د غږیز کلیپ په یوه برخه کې د دغې ډلې غړي له خپلو ملګرو سره د خپلو موقعیتونو په اړه خبرې کوي او د کلیپ په وروستیو ثانیو کې یو کس خپلو ملګرو ته وايي: «عاجل له غونډۍ راوخېږئ، دښمن هلته شتون لري.» #هندوکشغږ
VOH (Pashto)22,355 views • 10 days ago

د تش په نوم ازادۍ جبهې له لوري غزني کې د هدفي بريد ویډيو؛ د صحنه سازۍ ناکامه هڅه د یاسین ضیا په مشرۍ د تش په نوم ازادۍ جبهې په يوه مشکوکه خپره کړې ویډیو کې ادعا کړې، چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې یې د هدفي برید په ترڅ کې يو ځايي مسؤول په نښه کړی؛ خو د ويډيو صحنو ته په کتو ګڼې پوښتنې راولاړې شوې دي. نور حال په ویډیویي راپور کې...
VOH (Pashto)48,583 views • 1 month ago

هندوکشغږ ته امنيتي سرچینې وايي، په نورستان ولایت کې د پاکستاني استخباراتو په ملاتړ افغانستان ته د داعش او د شر او فساد ډلې د وسلهوالو د راوستلو ګډ پلان شنډ شوی او له ۲۵ زیات کسان پکې وژل شوي، په داسې حال کې چې ۳۰ زیات ژوندي نیول شوي دي. امنیتي سرچینې زیاتوي، دغه کسان د پاکستاني استخباراتو له لوري روزل شوي او افغانستان ته د راتګ او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو لارښوونه ورته شوې وه. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)13,162 views • 9 days ago

نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه. نورستان کې د پاکستاني ملیشو، داعش ډلې او شر و فساد ډلې پر وړاندې د ځانګړو ځواکونو د نن ورځې ترسره شوي عملیات بریالي و او تر دې دمه د دې مشترکې ډلې لسګونه کسان وژل شوي، ټپيان او ژوندي نیول شوي دي. د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو او د دې مشترکې ډلې د وسله والو ترمنځ نننۍ نښته د نورستان د کامديش ولسوالۍ اړوند ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شرپيټ او لنډي پيټ سيمه کې شوې، چې د دې ډلو وسله وال تر لسو زیات وژل شوي او ۶ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي. پر دې سربېره سرچينې وايي، چې د افغان ځواکونو عملیات لا هم روان دي او اټکل کېږي، چې دا سيمه په بشپړ ډول د دوی له حضور پاکه شي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)11,864 views • 10 days ago

د حسيب قوای مرکز د وژل کېدو د قضیې يو بل اړخ؛ د نوموړي له قدرت او د رازونو له افشا کېدو وېره د تش په نوم مقاومت جبهې د غړو او پلويانو ترمنځ، د حسيب قوای مرکز د وژل کېدو قضیې پر سر راپورته شوي اختلافات او پوښتنې لا هم دوام لري او تازه د دې جبهې يوه غړي په بحث کې د حسيب د وژل کېدو پېښې تازه اړخ رابرسېره کړی. نوموړی وايي، چې حسيب قوای مرکز نور د مقاومت جبهې د رهبرۍ له کنټرول څخه وتلی و او په همدې اساس هغوی پرېکړه وکړه چې بايد نوموړی له منځه يوسي. هغه زياتوي، چې پر دې سربېره له حسيب قوای مرکز سره د مقاومت جبهې ژور او مهم رازونه هم و او دې جبهې له حسيب څخه تر کار اخيستو وروسته د نوموړي پر سر معامله وکړه. ياده دې وي، چې د حسيب قوای مرکز له وژل کېدو وروسته، يو جدي بحث دا راپورته شوی چې حسيب د جبهې له مشر احمد مسعود سره جدي اختلافات درلودل چې بلاخره د نوموړي پر وژل کېدو تمام شول. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)28,949 views • 1 month ago

ويډيو: د ملګرو ملتونو په غونډه کې د کوېټ پلاوي مشر، د امارات لپاره د اسرائیل سفیر هغو څرګندونو په غبرګون کې چې له ابراهیمي تړونونو سره د کوېټ یوځای کېدو یادونه یې کړې وه، له فلسطیني ولس څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی. نوموړي ويلي دي، «اې زموږ فلسطیني خویندو او وروڼو! موږ ستاسې د پښو خاورې یو. الله دې تاسو سرلوړي لري. په الله قسم، تاسې د دې امت مخکښان يئ او په الله قسم، مړه هغه کسان دي چې د نړۍ له ګوټ-ګوټ څخه د دې هر څه ننداره کوي، خو هېڅ اقدام نه کوي.» #هندوکشغږ
VOH (Pashto)14,765 views • 16 days ago

امرالله صالح د افغان حکومت پر ضد د پوهنتون استادان او مشهورې څېرې د قومي تعصب خپرولو ته هڅوي په یوه غږیز کلیپ کې چې «هندوکشغږ» ته رسېدلی، د جمهوریت لومړی مرستیال او د شر او فساد ډلو يو تن کليدي مشر امرالله صالح د پوهنتون يوه استاد ته قومي تعصباتو ته د لمن وهلو او افغان حکومت پر ضد د تبلیغاتو سپارښتنې کوي. نوموړی استاد چې تر دې مهاله یې په عادي ډول خپل تدریس کاوه په کابل کې صالح د یو تن همکار په توسط دغه کار ته دعوت شوی دی چې وروسته د هغه کس له لارې امرالله صالح استاد نوید ته سپارښتنې کولې او حتی هغه جملې چې باید ویډيو کې یې ووايي هم د استاد لپاره برابرې کړې وې. استاد د امرالله صالح د همدې سپارښتنو له امله تحریک شوی و چې په پايله کې یې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. رسېدلي معلومات ښيي، چې امرالله صالح یو شمېر نورو کسانو ته هم د ورته ویډیوګانو د جوړولو او خپلو ټولنیزو آدرسونو کې یې د خپرولو ويلي او په بدل کې یې ورته د پیسو او امتیازاتو ورکولو او حتی بهرنیو هېوادونو ته د انتقال ژمنې هم کړې دي، خو دغو استادانو ورسره نه ده منلې. په استادانو کې د کابل طبي پوهنتون، هرات پوهنتون، البيروني پوهنتون استادان او ځینو دارالعلومونو استادان شامل دي چې د داسې ډول ويډيوګانو د جوړولو سپارښتنه ورته شوې ده. ښکاري چې د امرالله صالح له لوري د دغه ډول فعالیتونو موخه یوازې د نظام پر ضد تبلیغ نه، بلکې د قومي او ژبنیو احساساتو پارول او د افغانستان د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او اختلافونو زیاتول هم دي. عام باور دا دی، چې د پوهنتون استادان د ټولنې د علمي او فکري روزنې مهم مسؤلیت لري او د هغوی له علمي او ټولنیز نفوذ څخه د قومي تعصباتو، سیاسي تبلیغاتو او اختلافونو د پراخولو لپاره استفاده د علمي بنسټونو له اساسي موخو سره په ټکر کې ده. د سرچینو له قوله، استاد نوید الله فطرت منلې چې تحریک شوی او خارج ته د لېږد په بدل کې یې دغه څرګندونې کړي دي. هغه چې له افغانستانه د وتلو په حال کې و د اسلام کلا ساحه کې امنیتي ځواکونو نیولی دی. فطرت په خپلو کړنو پښېمانه دی او له حکومته غواړي چې و یې وبښي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)18,398 views • 1 month ago

چترال کې د پاکستاني استخباراتو تر کنټرول لاندې د شر او فساد ډلو مېشت ځايونه د فحشا پر مرکزونو بدل شوي هندوکش غږ داسې غږيز کليپ ترلاسه کړی، چې د شر او فساد ډلې يو غړی پکې، د پاکستان تر کنټرول لاندې چترال کې د دې ډلې د مېشتو غړو ترمنځ د بې لاریو او فحش اعمالو له ترسره کولو څخه پرده پورته کړې. په دې کليپ کې د شر او فساد ډلې غړی، د يوه کس د نوم په يادولو سره په خپلو مرکزونو کې د بد وضعيت څخه سر ټکوي او د دوی ترمنځ د رامنځته شوې بې باورۍ يادؤنه کوي. #هندوکشغږ
VOH (Pashto)13,272 views • 1 month ago
2:03
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د زمري ۲۴مې په مناسبت د هندوکشغږ ادارې ځانګړی ویډیويي اصدار #هندوکشغږ
VOH (Pashto)14,256 views • 1 month ago