حُراسُ الشریعةالاسلامیة's banner
حُراسُ الشریعةالاسلامیة's profile picture

حُراسُ الشریعةالاسلامیة

@Hurras_Ulshari15,892 subscribers

Videos

Hurras_Ulshari's profile picture

باچا او امير ته به څنګه نصيحت کوو؟ په مسند احمد بن حنبل رحمه الله کي د هشام بن حکيم او عياض به غَنم تر مينځ خبري را نقل کړيدي چي هشام بن حکيم و عياض بن غنم ته وايي: أَوَلَمْ تَسْمَعْ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: مَنْ أَرَادَ أَنْ يَنْصَحَ لِسُلْطَانٍ بِأَمْرٍ، فَلاَ يُبْدِ لَهُ عَلاَنِيَةً، وَلَكِنْ لِيَأْخُذْ بِيَدِهِ، فَيَخْلُوَ بِهِ، فَإِنْ قَبِلَ مِنْهُ فَذَاكَ، وَإِلاَّ كَانَ قَدْ أَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ لَهُ.[مسند احمد۱۵۴۰۸] ژباړه: آيا تا د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دي اورېدلي چي فرمايي: څوک چي باچا ته د يو شي د نصيحت کولو اراده لري نو په ښکاره دي نه ورته وايي؛ بلکي تر لاس دي ونيسي او يواځي دي خبره ورته وکړي که يې خبره ورڅخه قبول کړه خو ښه دی او که يې قبوله نکړه نو ده هغه مسئوليت آداء کړ چي دده پر غاړه وو. په شعب الايمان کتاب کي راځي: عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ، قَالَ: قُلْتُ لِابْنِ عَبَّاسٍ: آمُرُ إِمَامِي بِالْمَعْرُوفِ؟ قَالَ: إِنْ خَشِيتَ أَنْ يَقْتُلَكَ فَلَا، فَإِنْ كُنْتَ فَاعِلًا فَفِيمَا بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ "زَادَ أَبُو عَوَانَةَ:" وَلَا تَعِبْ إِمَامَكَ.[شعب الايمان۷۱۸۶] ژباړه: سعيد بن جبير وايي: ما عبدالله بن عباس رضي الله عنه ته وويل: آيا زه خپل امام پر ښه کار باندي امر کړم؟ هغه راته وويل: که له دې څخه وېرېدلې چي تا به مړ کړي خو يا، که دي امر کوی نو ستا او دده تر مينځ په پټه يې امر کړه او ابوعوانه يو شی ورسره اضافه کړی دی چي: په خپل امام کي عيب مه پيدا کوه. ځکه نو زموږ لپاره مناسبه دا ده چي مشرانو ته نصيحتونه په خصوصي ډول وکړو، پر منبر باندي مشران خپل مخاطب ګرځول يا په رسنيو کي مشرانو ته خبري کول نصيحت نه دی، بلکي رسوايي ده چي تر ګټي يې تاوان ډېر دی او علني شکايت کول د ډېرو فتنو لامل جوړيږي. فضل رحمه الله ويلي: المؤمن يستر وينصح والفاجر يهتك ويعير.[الاربعين النووية۴] ژباړه: مؤمن خبره پټه کوي او نصيحت کوي خو ګناهکاره سپکاوی کوي او پيغور ورکوي. معمر رحمه الله ويلي: وكان السَّلفُ إذا أرادوا نصيحةَ أحدٍ، وعظوه سراً حتّى قال بعضهم: مَنْ وعظ أخاه فيما بينه وبينَه فهي نصيحة، ومن وعظه على رؤوس الناس فإنَّما وبخه.[جامع العلوم حديث۷] ژباړه: مخکنيو ښو خلګو چي به يو چا ته د نصيحت اراده وکړه نو په پټه به يې نصيحت ورته کوی آن تر دې چي ځينو ويلي دي: څوک چي خپل ورور ته دده او هغه تر مينځ تبليغ وکړي نو دا نصيحت سو او که يې د خلګو په مخ کي وکړي نو بيا يې هغه وترټي. امام شافعي رحمها لله فرمايلي: مَنْ وَعَظَ أَخَاهُ سِرًّا فَقَدْ نَصَحَهُ وَزَانَهُ ، وَمَنْ وَعَظَهُ عَلَانِيَة فَقَدْ فَضَحَهُ وَشَانَهُ.[شرح النووي علي مسلم۷۰] ژباړه: چا چي خپل ورور ته په پټه نصيحت وکړ، هغه ته يې نصيحت وکړ او هغه يې ښايسته کړ او چا چي په ښکاره نصيحت وکړ، هغه يې رسوا کړ او عيب يې پکښې پيدا کړ. نو چې د ا.ا.ا مشرانو د ټولو وزارتونو، مستقلو ادارو او محاکمو دروازې د خلکو د ستونزو اورېدو پرمخ پرانیستې دي، بیا څه اړتیا ده چې په ټولنیزو ادرسونو د ځان ښوودنې په هدف تنقدونه(!) جریان لري!

حُراسُ الشریعةالاسلامیة

16,617 просмотров • 1 год назад

Больше нет контента для загрузки