
Jawad sargar جواد څارګر
@Jawadsarga • 188,769 subscribers
یابه تاریخ بدلوو او یابه په شرمو شرمېږو.
Shorts
Videos

ستا مسکا او خوږې خبرې د ملت روح او روان بدلوي، اندېښنې ورڅخه غلا کوي، ځکه ته د زړنو حاکم یې. مکوه! ستا جدایي د دې ملت او اسلامپالو لپاره د مرګ په معنی ده، اې د دې ملت د نازکو هیلو او سپیڅلیو ارمانونو ترجمانه! مونږ نن وینو ستا په لیدو سره د ملت روح او روان تازه ښکاري او په مایوسو څېرو کې یې د هیلو رڼاګانې وځلیدې. لږ را ودرېږه لږ را وه غږیږه مسکی شه وخانده ځکه زوریدلی ملت ستا مینې او مهربانۍ ته اړتیا لري، ملت ته خوښي ور وبخښه، نیکمرغي ور په برخه کړه، ځان او ملګري دې د ملت سختیو او تکلیفونه ته سپر کړه، ځکه ته د یو ستر مجاهد ټولي نماینده یې. مونږ د تا سره يو ته مو رهبر يې.
Jawad sargar جواد څارګر59,557 次观看 • 1 年前

د اسلامي نظام دښمنان دې په دې پوه شي چې تبلیغات حقایق نه شي بدلولای؛ تاریخ د خبرو نه، بلکې د عمل قضاوت کوي، او عمل د عبدالباري عمر تر ټولو روښانه پېژندپاڼه ده. عبدالباري عمر چې د مسؤلیت په هر پړاو کې یې په امانت، نظم او تدبیر خدمت کړی، او په پریکنده دریځ يې د خپلې ادارې د نظم او صلابت ساتلو په موخه د هر بې نظمه او چپاولګر په مخکې لکه سپر ولاړ دی ځکه یې خفاشان او خناسان بد يادوي. دښمنان دې پوه وي چې نوموړی د ډيرو قوي او پيچلو عملياتو رهبر پاتې شوی، هغه مهال یې په کابل کې عمليات رهبري کول چې ډيرو نورو کفر ته کفر او اسلام ته اسلام نشو ویلی، که څوک يې خدمت نشي زغملی يا شخصي عقده ور سره لري نو د مهرباني له مخې دې خپل مشکل په شخصي کې ور سره حل کړي. دا د وقاحته ډک فرهنګ زمونږ نه وو چې يو مسؤل د وظيفې لري شي او مونږ ور پسې خوله خلاصه کړې وي او شخصيت يې داغ داره کړو. د دې نظام هر مشر د اعتماد وړ دی او دفاع يې په مونږ حق ده.
Jawad sargar جواد څارګر19,973 次观看 • 4 个月前
0:47
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د دې سړي په مرګ دومره دريدلی يم چې حد نلري. دې سړي ته دعا وکړئ، دا ډيره ستره هستي وه، په ډيرو سختو حالاتو کې يې مبارزه وکړه، بندي خانه يې تیره کړه خو تر اخره د خپلې مستري خانې څخه بيرون نشو. تراب د دې هېواد داسې صالح بچی ؤ چې بغیر د مکافاتو يې دا وطن او دا ژبه پاللي، په دې مياشت کې د مولانا خانزيب او تراب مرګونه د دې قوم او ملت لپاره ستر ضايعات دي. رب ج دې دواړو ته فردوس جنتونه ور کړي.
Jawad sargar جواد څارګر15,872 次观看 • 10 个月前