
Kabul Podcast
@KabulPodcast • 9,309 subscribers
د افغانستان او نړۍ په اړه سیاسي، فرهنګې، اقتصادي او تکنالوژي خبرې!
Videos

د امریکا سنا ته نوې بریالۍ شوې افغانالاصلې امریکایۍ مېرمن عایشه وهاب په یوه غونډه کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قومي، مذهبي، جغرافیایي او د زېږون ځای توپیرونه باید د افغانانو ترمنځ د بېلتون لامل نه شي. وهاب په خپله وینا کې ویلي: «موږ یو ملت یو.» نوموړې زیاته کړې چې یووالی ډېر مهم دی او افغانان باید له یو بل سره مرسته وکړي او یو بل پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه د افغان ـ امریکایانو د ټولنې په دننه کې. هغې ویلي چې هېڅ توپیر نه کوي یو کس هزاره وي، ازبک وي، شیعه وي، سني وي او یا دیني چارې نه تعقیبوي؛ همداراز که په امریکا کې زېږېدلی وي او که د نړۍ په بل ځای کې، یا یې کورنۍ له هرې سیمې او هېواد څخه امریکا ته راغلې وي، ټول باید د یوه ګډ هویت تر چتر لاندې سره متحد پاتې شي. عایشه وهاب د افغانانو د ګډ هویت او ملي سمبولونو په اړه ویلي: «ملي بیرغ یوازینی بیرغ دی چې موږ یې باید په رسمیت یې وپېژنو.» نوموړې په څرګندو ټکو ویلي چې د جنګسالارانو بیرغ باید نه وي او «د طالبانو بیرغ هم باید نه وي.»
Kabul Podcast16,443 次观看 • 3 天前

غږ! د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د ملي هویت، ملي ارزښتونو او د ملي بیرغ په اړه له کابل پادکست سره په ځانګړې مرکه کې څرګندونې. په دې مرکه کې ښاغلي صالح د افغانستان د تاریخي هویت، ملي یووالي او ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت خبرې کړې دي، او همداراز یې د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي هویت یوه نه بدلېدونکې نښه بللې ده. دا مرکه به ډېر ژر د کابل پادکست له رسمي اېکس پاڼې څخه خپره شي.
Kabul Podcast38,866 次观看 • 1 年前

د ولسمشر پخواني ویاند نجیب آزاد په یوه وېډیویي کلیپ کې چې له خپلې فیسبوک پاڼې څخه یې خپور کړی، ادعا کړې چې طالبان د یو قرارداد له مخې بګرام هوايي اډه امریکایانو ته سپارلې ده. هغه زیاته کړې چې د امریکایي ځواکونو اووم ګروپ ځانګړي ځواکونه 7th Special Forces Group (Airborne) له اېګلن هوايي اډې څخه د بګرام پر لور په حرکت کې دي. نجیب آزاد د خپلو څرګندونو لپاره نور جزئیات او د سرچینې وضاحت نه دی وړاندې کړی، او طالبان او د امریکا چارواکي هم په دې اړه تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
Kabul Podcast30,415 次观看 • 11 个月前

غږ: د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال جنرال خوشال سعادت چې له ټولنیز فعال عبدالله نوري سره یې په ایکس سپېس کې خبرې کولې وویل چې پاکستان د خپل تاریخ په خراب حالت کې ده او که افغانان اقدام وکړي نو نړئ به یې حتمأ ملاتړ وکړي، نوموړي همداراز د پاکستان وروستیو بمباریو په تړاو د ځینو افغانانو خوشبېني ته په اشاره وویل چې شاید دوي ته هم د پاکستان د لابي پېسې رسېدلې وي.
Kabul Podcast16,625 次观看 • 6 个月前

#ویډیو د تاریخ له پاڼو! پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح، ۲۰۱۹ کال په کابل کې د امن کنفرانس پر مهال وینا: «چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، پاکستان افغانستان ته ۱۱ شرطونه وړاندې کړي وو چې که ومنل شي، طالبان به جګړه پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې د جګړې تر شا اصلي مسله د هغو پټو لوریو ده چې له افغانانو قرباني اخلي».
Kabul Podcast13,989 次观看 • 5 个月前
没有更多内容可加载