
Khurasan Media Pashto
@khuorasanN_P0 • 8,866 subscribers
Videos

مهم خبر هلمند کې د پاکستان ډرون الوتکه نسکوره شوې د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د پاکستان یوې ډرون الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړل شوی دی. د هلمند دفاعي ځواکونو ویاند و خراسان میډیا ته ویلی ویلي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې افغان ځواکونو د پاکستان اړوند یوه ډرون الوتکه تر دې مخکې چې خپل ټاکل شوی هدف ته ورسېږي، رانسکوره کړې ده. د افغان ځواکونو په وینا، هېڅکله به د پاکستان اړوند الوتکو ته اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان هوايي حریم نقض او د هېواد امنیت ګډوډ کړي. دفاعي ځواکونو همداراز خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر وړاندې د هر ډول برید په صورت کې به لازم ځواب ورکړل شي. #خراسان_غږ
Khurasan Media Pashto22,585 görüntüleme • 4 gün önce

عاجل او مهم خبر د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي محسود د خیبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ د جګړې له سیمې څخه یوه ویډیو خپره کړې ده. نوموړي په ویډیو کې ادعا کړې چې خپله هغو ځایونو ته تللی چې د جګړو سنګرونه بلل کېږي. هغه ولس ته د امن پیغام ورکړی او د پاکستان حکومت ته یې سختې خبرداریزې خبرې کړې دي. #خراسان_غږ
Khurasan Media Pashto25,951 görüntüleme • 1 ay önce

مهم خبر د بلوچستان د هنه اوړک په سیمه کې هغه ملکي کسان چې د پاکستاني طالبانو له خوا نیول شوي وو او د پاکستاني پوځ په ملاتړ یې فعالیت کاوه، لا هم ژوندي دي. یادې وسلوالې ډلې د پاکستان ټولو ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی چې د دوی او پاکستاني پوځ ترمنځ په جګړه کې له مداخلې ډډه وکړي، که نه له سختو پایلو سره به مخ شي. #خراسان_غږ
Khurasan Media Pashto18,921 görüntüleme • 2 ay önce

مهم خبر امریکا عربو ته دوکه ورکړه ورسته له هغه چی امریکا او اسرائیلو پر ایران برید وکړ په مقابل کی ایران په هغو ټولو خلیجی او غیر خلیجی هیوادونو چی د امریکا هډی په شتون درلود د ایران تر برید لاندی راغلی تازه د امریکا هوایی ځواکونه د سعودی عربستان څخه تر وتلو وروسته د متحده عربی اماراتو څخه هم وتلی او ټول دفاعی سسټم یی د اسرائیلو د حفاظت لپاره اسرائیلو ته منتقل کړی امریکا عرب هیوادونه د ایران بې رحمه توغندیو او ډرونونو ته تنها پرېښودل شنونکی وایی چی امریکا تل خپلو متحدینو سره هو داسی دوکه کړی ده او کوی یی شنونکی وایی د امریکا د دوستی هم دا انجام وی #خراسان_میډیا
Khurasan Media Pashto35,157 görüntüleme • 7 ay önce

جمعه خان فاتح ما پخوا هم له اسلامي امارت سره بیعت کړی و، اوس هم پر خپل بیعت ولاړ یم او هېڅکله به د اسلامي امارت د نظام پر ضد ونه درېږم. جمعهخان فاتح، د هېواد په شمال کې مهم قوماندان، د فیضآباد ښار ته په ورتګ سره هغو اوازو او ګنګوسو ته د پای ټکی کېښود چې په وروستیو میاشتو کې د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لوري د هغه په اړه خپرې شوې وې. جمعهخان فاتح، چې د امریکايي ځواکونو په ماتې او د اشغال په پای ته رسولو کې یې مهم رول لوبولی، د امریکايي ځواکونو پر وړاندې له نوموتو او مشهور مجاهدینو څخه شمېرل کېږي. هغه وایي، کلونه یې د وفادارۍ، استقامت او اخلاص له مخې د یوه سپېڅلي هدف لپاره مبارزه کړې او هېڅکله به له خپلې ژمنې او لارې څخه ونه اوړي. په وروستیو میاشتو کې ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې جمعهخان فاتح له مرکزي حکومت څخه ناراضه دی او د حکومت پر وړاندې یې دریځ نیولی دی. خو فیضآباد، د بدخشان مرکز، ته د هغه وروستی سفر دا ډول اوازې او ادعاوې بېبنسټه وښودې او د هغه د مخالفت په اړه خپرې شوې ګنګوسې یې رد کړې. #خراسان_غږ
Khurasan Media Pashto13,734 görüntüleme • 2 ay önce

مهم خبر د نړۍ په تاریخ کې ښايي دا لومړی ځل وي چې یو پوځ د خپلو سرتېرو له منلو انکار کوي. په دې وروستیو ورځو کې بلوچستان لبریشن آرمی (BLA) یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې ادعا کړې د پاکستان پوځ څو تنه سرتېري یې نیولي دي. یادې ډلې ویلي چې دوی د یوې اوونۍ په موده کې د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې، خو د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ د دغو سرتېرو له منلو انکار کړی دی. د دې اقدام له امله ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي. منتقدین وایي چې دا پېښه په ډاګه کوي چې د پوځ جنرالانو ته د خپلو سرتېرو ژوند چندان اهمیت نه لري او هغوی ښايي تل خپل ځواکونه د خپلو شخصي او سیاسي مفاداتو لپاره قرباني کړي. #خراسان_غږ
Khurasan Media Pashto21,289 görüntüleme • 7 ay önce

ویډیو: پاکستاني ط.البانو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د دوی پراخ او منظم تشکیلات ښکاري. په دې ویډیو کې داسې لیدل کېږي چې له بېلابېلو سیمو څخه ځینې عام ولسي کسان هم له دې ډلې سره یو ځای شوي دي. همدارنګه په ویډیو کې ادعا کېږي چې دغه ډله د پاکستان له حکومت سره په سختو نښتو کې ښکېله ده او د کمیني او تعرضي بریدونو په ترڅ کې یې عملیات ترسره کړي دي. ویل کېږي چې د دغو نښتو له امله پاکستاني حکومت ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. #خراسان_غږ
Khurasan Media Pashto10,872 görüntüleme • 4 ay önce

موږ د اسرائیلو تګلاره تعقیبوو او د افغانستان ټولو سیمو ته جګړه غځوو. د پاکستانی فوځی رژیم یو متقاعد بریګډیر وایي: “موږ د اسرائیلو تګلاره تعقیبوو. موږ نه روسان یو او نه امریکایان چې په اسانۍ ووځو. موږ جګړه له پاکستانه افغانستان ته انتقالوو او د افغانستان ټولو سیمو ته به یې رسوو. #خراسان_غږ
Khurasan Media Pashto10,208 görüntüleme • 6 ay önce
Daha fazla içerik yok.