Sherzad Muneer's banner
Sherzad Muneer's profile picture

Sherzad Muneer

@mun4725512,687 subscribers

Videos

mun47255's profile picture

رحیم سکندر ولې بندي شوئ! دا چې څو ورځې کیږي په رسنیو کې دا خبر کته پورته کیږي چې رحیم سکندر اوسني نظ،ـام نیولی. ما هم پلټنه وکړه ورور یې راته وویل چې نوموړی بندي نه، بلکې په یوه شرعي دوره کې مصروف ده. ما یې هم د ورور او د سکندر په یوه وایس میسج چې ورور ته یې ورلیږلی وو په هغه عمل وکړ یوه ویډیو مې جوړه کړه. خو حقیقت نن دا را څرګند شو چې نوموړي خپله پوسټ وکړ چې زه د اصلاحي کمیسون سره بندي یم. او جرم یې دا ثابت کړی چې ما د مولوي سعید الله سعید په خبرو باندې نقد کړی وو. دا خبر خو له لمر څخه هم روښانه ده چې دا پوسټ نوموړي له خپلې خولې څخه نه ده کړی دا د دده خبرې نه دي. بل زه دا وایم چې داسې مبارزین ورورنه دې په داسې نقدو ونه نیول شي چې په شپوـ شپو زندان کې پراته وي. باید یوه توصیه ورته وشي او نور پریښودل شي. بله دا چې سکندر صاحب ته هم نه وو په کار چې داسې پوسټ یې په رسنیو کې پورته کړ چې دا هیڅ مناسب نه وو. او په وطن کې ډیرۍ داسې اشخاص دي چې په ښکاره ډول داسې نقدونه کوي خو څوګ یې مخه نه نیسي. دا زندان باید ځینو افرادو ته خاص نه شي، بلکې هر څوګ چې د تخریب پر بنیاد لګیا وي ونیول شي. په ناحقه بندي کول یو خطرناک ظلم دی. دا نه یواځې یو فرد ته زیان رسوي، بلکې د ټولنې باور، اخلاص او قانون ته هم ټکان ورکوي. باید د داسې بې‌عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کړو، او د انصاف غوښتنه وکړو.

Sherzad Muneer

12,913 görüntüleme • 1 yıl önce

mun47255's profile picture

د تهمت، دروغو او رسنیو له لارې د شخصیت وژنې پر ضد باید ودرېږو په دې وروستیو کې یو ځل بیا زاویه نیوز په خپله پخوانۍ ناوړه رویه دوام ورکړ، او د شیخ الحدیث محمد سعید هاشمي په اړه یې داسې ویډیو خپره کړې چې هدف یې یوازې او یوازې د بدنامۍ، دروغو خپرولو او د نظام د سپکاوي هڅه ده. دا رسنۍ، چې تل یې د اسلامي ارزښتونو، علماوو، او ملي شخصیتونو پر ضد تبلیغ کړی، اوس غواړي یو وار بیا د خلکو فکرونه منحرف کړي. د حیرانتیا ځای دا دی چې دا ویډیو څنګه له شخصي ځایه یا محدود ګروپونو څخه دغې رسنۍ ته ورسېده؟ دا څرګندوي چې د نظام په دننه کې یو شمېر داسې بې‌بنسټه کسان شته چې د پیسو، عقدو یا شهرت لپاره له بهرنیو رسنیو سره همکاري کوي. دا نه یوازې خیانت دی، بلکې د اسلامي امارت پر وړاندې ښکاره بغاوت ګڼل کېږي. موږ دا غوښتنه لرو: 1. هغه کسان باید وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي چې د زاویه نیوز په څېر رسنیو ته ویډیوګانې لېږي. 2. زاویه نیوز او ورته نورې رسنۍ باید قانوني تعقیب شي چې د دروغو خپرولو، تهمت او فتنو خپرولو لپاره یې حساب ورکړي. 3. دا ډول کسان چې د نظام دننه فعالیت لري خو د نظام پر ضد دا ډول رسنیو ته مواد ورکوي، باید نه یوازې له دندو لیرې شي، بلکې جزا ورکړل شي. دا د حکومت لویه نیمګرتیا ده چې هغه خلګ په پام کې نه نیسي،چې غربي رسنیو ته داسې ویډویو ګانې لیږي.

Sherzad Muneer

10,701 görüntüleme • 11 ay önce

Daha fazla içerik yok.