
نقاب | Niqab
@NIQAB45 • 11,507 subscribers
(نقاب) له پټو حقیقتونو او فسادونو پرده پورته کوي. د امریکايي لاسپوڅو د فسادونو او خیانتونو بشپړ آرشیف.
Shorts
Videos

مهم! نقاب د سمیع سادات یو مهم غږیز کلیپ ترلاسه کړي دی. سمیع سادات: سناتور والټز، تاسو زما وروستۍ هیله یاست. سمیع سادات: تاسو زموږ هوايي ملاتړ او اکمال وکړئ. سمیع سادات: موږ له ۳ کلونو راهېسې د مبارزې هڅې کوو. سناتور مایک والټز، چې تازه د امریکا ملي امنیت د سلاکار په توګه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ټاکل شوی دی، په افغانستان کې د بې ګناه افغانانو د وژلو تور تاريخ لري او د جنرال سمیع سادات له نږدې ملګرو څخه ګڼل کېږي. د نوموړي د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې، سمیع سادات سناتور والټز ته هیله څرګنده کړې او ورته یې ویلي دي؛ چې د افغانستان په بیا نیولو او جګړې کې ورسره مرسته وکړي. سادات په خپلو غوښتنو کې له سناتور والټز څخه د هوايي ملاتړ او اکمالاتو غوښتنه کړې ده، او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان د ازادۍ لپاره یې وروستۍ هیله او ارزو د ده مرسته ده. د سادات په وینا، که والټز په دې لار کې ورسره مرسته وکړي، دا به د افغانستان او ټولې سیمې لپاره د تروریزم پر وړاندې یو اغېزناکه ګام وي. سمیع سادات په تیرو ۳ کلونو کې له ډیری امریکايي چارواکو څخه د مرستې غوښتنې کړې دي، مګر تراوسه یې د چا له لوري مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړي، تازه یې یوه بل امریکايي چارواکي ته د مرستې لاس اوږد کړی دی ترڅو له ۴۵ کلنې جګړې تازه راوتلی افغانستان بیا د جګړې لور ته بوځي.
نقاب | Niqab77,146 Aufrufe • vor 1 Jahr

(۱ برخه) جمهوریت او ښځینه زده کړیالانې! د تېرې ادارې پر مهال د ښځینه زده کړیالانو حال.! د تېرې ادارې پر مهال د ښځینه زده کړیالانو حالت هغه څه نه و چې کورنیو یې تمه درلوده؛ دوی به د لوړو زده کړو په نوم پوهنتونونو ته استول کېدې، خو له بده مرغه ډېر شمېر یې د تعلیم پر ځای په اخلاقي او ټولنیزو انحرافاتو کې ښکېلې وې. د کورنیو دا هیلې چې لورګانې به یې د تعلیم په وسیله د خدمت سرچینه شي، په ناوړه کړنو اخته وې. ځینې زده کړیالانې به د زده کړو پر ځای د نشهيي توکو (چرسو) په استعمال بوختې وې او د پوهنتونونو پر ځای به هوټلونو او پارکونو ته تللې. دا یوازې د هغه مهال د ښځینه زده کړیالانو د حالت یوه کوچنۍ بېلګه ده، خو حقیقتونه تر دې ډېر ترخه او ژور وو؛ په پټه به داسې کړنې ترسره کېدې چې نه یوازې د زده کړو سپیڅلتیا یې زیانمنه کړې وه، بلکې د ټولنې په اخلاقي بنسټونو یې هم بد اغېز کړی و. د دې حالت اصلي عامل د هغه مهال بېمسؤلیته اداره او د ښوونې او روزنې سیستم کې شته فساد و، چې نه یې زده کړو ته جدي پاملرنه کوله او نه یې د اخلاقي روزنې لپاره هڅې کولې.
نقاب | Niqab59,882 Aufrufe • vor 1 Jahr

(۸ برخه) جمهوریت او د فحشا ترویج! نعمت سادات چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د سیاسي علومو د استاد په توګه مقرر شو، یو همجنسباز دی. سادات نه یوازې دا چې په امریکايي پوهنتون کې یې همجنسبازي ترویجوله، بلکې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې یې خلک همجنسبازي ته تشویق او هڅول. سادات ۹ کاله پرله پسې هڅې وکړې چې همجنسبازي په افغانستان کې عامه کړي، مګر د نوموړي په وینا د طالبانو په راتګ سره یې هرڅه له منځه لاړل. سادات هغه څوک وو چې په ډاګه یې په څو مرکو کې ویلي وو چې نوموړي اسلام پرې ایښی دی او نور مسلمان نه دی، مګر بیا هم په کلونو کلونو په مختلفو پوهنتونو کې د استاد په توګه پاتې شوی و او خپله نظریه یې ترویج کوله.
نقاب | Niqab47,771 Aufrufe • vor 1 Jahr

(۱ برخه) د ارزګان په دروان سیمه کې د استرالیايي ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو شهادت. مستند. په ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په میاشت کې، استرالیايي ځانګړو ځواکونو (SAS) د ارزګان ولایت په دروان سیمه کې وحشتناک اعمال ترسره کړل چې پکې یې بې ګناه افغان ملکي وګړي په خپلو کورونو کې په شهادت ورسول. دا پېښه د نړیوالو ځواکونو د اشغال په مهال رامنځته شوه، کله چې افغانستان د مختلفو زبرځواکونو ترمنځ ویشل شوی و، او هر یو زبرځواک په خپل ټاکلي ولایت کې د ظلمونو او وحشتونو مسؤلیت په غاړه درلود. په ارزګان کې، استرالیایي ځواکونه مېشت وو، او هغوی په دې سیمه کې بېساری ظلمونه ترسره کړي دي. د دې ظلمونو یوه مهمه پېښه د دروان په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د استرالیايي ځواکونو مشهور غړی، رابرټ سمیټ، یو عادي بزګر، علي جان، په بېرحمۍ سره په شهادت ورساوه. علي جان یو بې ګناه افغان و چې د خپلې کورنۍ د ژوند پرمخ وړلو لپاره یې کرنه کوله. د دې وحشي کړنې ترڅنګ، دوه نور ملکي کسان هم د استرالیایي ځواکونو له خوا په نښه شول. د یارو ماما او نظرګل په نوم افغانان په خپلو کورونو کې د استرالیایي ځواکونو لخوا په سر او سینه ویشتل شول او په شهادت ورسول شول. دغه ډول وحشتناک عملونه، د اشغال د پالیسیو او د زبرځواکونو د ظلمونو روښانه انځور وړاندې کوي. د استرالیایي ځواکونو ظلمونه، په ځانګړې توګه په ارزګان کې، یو تور باب دی چې باید کتابونه پرې ولیکل شي. نقاب کوښښ کوي چې داسې مستندات به په راتلونکي کې په مکمله پښتو وینا سره هم وژباړي.
نقاب | Niqab33,852 Aufrufe • vor 1 Jahr

د تېرې ادارې د چارواکو اصلیت! د تېرې ادارې تش په نوم مسلمان چارواکي، نن په ښکاره توګه د خپل الحاد اعلان کوي. محبوب شاه محبوب، چې د کابل پوهنتون د ادبیاتو استاد او په ارګ کې د فرهنګې کمیټې رئیس و، د خپل الحاد اعلان په ښکاره الفاظو کوي. همدارنګه ادریس ستانګزی هم، چې د تېرې ادارې
نقاب | Niqab21,863 Aufrufe • vor 1 Jahr

(۱۶ برخه) جمهوریت او اخلاقي فساد! په تېره اداره کې د نهمې امنیتي حوزې کشفي کارمنده فاطمه احمدي وايي: په ۱۳۹۸ کال کې د نهمې امنیتي حوزې امر بسم الله تابان له لوري سخته ځورول شوې او جنسي غوښتنې ترې شوې دي. نوموړې زیاتوي؛ له دې وروسته د همدې حوزې جنايي مدیر محمد عاطف نهابي هم نامشروع غوښتنې ورڅخه لرلې. د نوموړې په وینا؛ کله چې مې د نوموړو غوښتنې رد کړې، د ژوند اخطار یې راکړ او داسې څوک نه و چې زما غږ یې اوریدلی وی.
نقاب | Niqab22,009 Aufrufe • vor 1 Jahr
1:42
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

(۶ برخه) جمهوریت او لنډغري! د اجراییه ریاست دوهم معاوین محمد محقق په دې دلیل خلک وژل چې ولې د نوموړي د کور له مخې تیریږې. د محمد محقق ساتونکو هغه ناوې چې تازه یې د نکاح مراسم خلاص شوي او د خاوند کور ته روانه و په دلیل چې ولې یې موټر د محمد محقق د کور له مخې تیریږي ۹ میرمۍ ویشتلې وه. نقاب د حقایقو هنداره!
نقاب | Niqab21,623 Aufrufe • vor 1 Jahr