
Pajhwok Afghan News
@pajhwok • 1,083,272 subscribers
Nationwide news agency covering Afghanistan with staff of 100+
Shorts
Videos

هند کې کې ځمکښویېدنې اووه کسان وژلي د اسوشېټډ پرس د راپور له مخې، د هند د لوېدیځ مهاراشترا ایالت په ممبۍ ښار کې د سختو موسمي بارانونو له امله ځمکښویېدنه شوې ده. چارواکي وايي، په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. راپورونه وايي، ژغورونکو د نړېدلو خاورو او کثافاتو له منځه جسدونه راایستلي او د نورو احتمالي زیانمنو کسانو د موندلو هڅې روانې دي. د هند هوا پېژندنې ادارې په لوېدیځ هند کې د لا زیاتو موسمي بارانونو خبرداری ورکړی دی. #هند #مهاراشترا #ځمک_ښویېدنه #India #Maharashtra #Landslide
Pajhwok Afghan News18,969 Aufrufe • vor 4 Tagen

قزاقستان کې له ۷۰ کلونو وروسته یوه پړانګه طبیعت ته خوشې شوه د قزاقستان د چاپېریال وزارت بيبيسي ته ویلي چې د «Umit» په نوم یوه پړانګه د دغه هېواد د ایلې ـ بالخاش طبیعي زېرمې ته خوشې شوې ده. د راپور له مخې، دا اقدام د هغه پروګرام لومړی عملي پړاو دی چې موخه یې په مرکزي اسیا کې د پړانګانو بېرته مېشتول دي؛ دغه ژوي څه باندې اووه لسیزې مخکې له قزاقستانه ورک شوي وو. چاپېریالي فعالان دا ګام د قزاقستان د وحشي ژوو د ساتنې او د پړانګانو د تاریخي استوګنځي د بیا رغولو لپاره مهم پرمختګ بولي. #قزاقستان #پړانګه #وحشي_ژوي #Kazakhstan #AmurTiger #Wildlife
Pajhwok Afghan News28,835 Aufrufe • vor 11 Tagen

کالیفورنیا کې ژغورونکي یو ماشوم د سمندر له خطرناکو څپو وژغوره د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سانتا کروز کاونټي په ساحل کې یوه ژغورونکي د سمندر له سختو څپو څخه یو ماشوم وژغوره. د فاکس نیوز د راپور له مخې، ماشوم په زورورو څپو کې بند پاتې و، خو ژغورونکي له ځنډ پرته ځان اوبو ته وغورځاوه او هغه ته یې ځان ورساوه. ویډیو ښيي چې ژغورونکی د څپو له سخت فشار سره سره هڅه کوي ماشوم ساحل ته وباسي. وروسته یو بل کس هم د مرستې لپاره ورځي او دواړه په ګډه ماشوم خوندي ساحل ته رسوي. #کالیفورنیا #سانتا_کروز #ژغورنه #California #SantaCruz #Rescue
Pajhwok Afghan News30,770 Aufrufe • vor 20 Tagen

زلزله ولې رامنځته کېږي او د ځمکې لاندې څه پېښېږي؟ په دې ویډیو کې به په ساده او روانه پښتو ژبه د ټکټونیکي تختو، ځمکنیو درزونو، د زلزلې د څپو، شدت او مرکز په اړه معلومات ترلاسه کړئ. همدارنګه به پوه شئ چې افغانستان ولې له زلزلو سره ډېر مخ کېږي، ایا د زلزلې وړاندوینه ممکنه ده او د زلزلې پر مهال د ځان او کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره باید څه وکړو. دا ویډیو د USGS او د معتبرو علمي معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده. ویډیو له خپلو ملګرو او کورنۍ سره شریکه کړئ، څو نور خلک هم د زلزلې د خطرونو او خوندیتوب له لارو خبر شي. #زلزله #طبیعي_پېښې #Earthquake #EarthquakeSafety #NaturalDisasters
Pajhwok Afghan News34,624 Aufrufe • vor 24 Tagen

د غزني–پکتیکا لویې لارې د رغونې چارو د ورووالي په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، د غزني والي د ټولګټو ریاست مسوولین او د قراردادي شرکت استازي ورغوښتي او سپارښتنه یې ورته کړې چې د سړک پاتې چارې په دوو میاشتو کې بشپړې کړي. د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار د رسنیو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي: «موږ له هغو رسنیو مننه کوو چې د خلکو ستونزې په مسلکي ډول تر مسوولینو رسوي.»
Pajhwok Afghan News31,388 Aufrufe • vor 22 Tagen

احدي: په سویس کې د افغانستان پانګه ۴.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې د مالیې او سوداګرۍ پخواني وزیر ډاکټر انورالحق احدي ویلي، په سویس کې د افغانستان پانګې ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او ارزښت یې ۴.۲ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. احدي دغه څرګندونې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولنې په اویاوم انلاین کنفرانس کې وکړې، چې د «افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۶مه، یکشنبه، جوړ شوی و. نوموړي وویل، تر اوسه له دغو پیسو هېڅ لګښت نه دی شوی او د وضعیت له عادي کېدو سره به دغه پیسې د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شي. هغه د امریکا له خوا د کنګل شویو پاتې درې نیم میلیاردو ډالرو په اړه وویل چې دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې او ډېر احتمال شته چې درېیمه، یا وروستۍ، محکمه هم پرېکړه وکړي چې دغه پیسې له کنګل کېدو خلاصې شي او د افغانانو پانګه خوندي پاتې شي. #انورالحق_احدي #افغانستان #افغان_اقتصاد #د_افغانستان_پانګه #کنګل_شوې_پانګه #سویس #ملي_بانک
Pajhwok Afghan News29,638 Aufrufe • vor 21 Tagen

قدرتالله د کابل د سروبي ولسوالۍ ۲۸ کلن اوسېدونکی دی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره په غرونو کې د تیږو راایستلو په سخت او خطرناک کار بوخت دی. هغه له اتو کلونو راهیسې په غرونو کې د باروتو په وسیله تیږې ماتوي او راباسي یې. قدرتالله وایي، د دغه کار پر مهال یې خپل ورور او ملګري له لاسه ورکړي، خپله هم څو ځله ټپي شوی او له غره لوېدلی دی؛ خو د بل کار د نشتوالي له امله لا هم دې کار ته دوام ورکوي. دی وایي، تر ټولو لوی ارمان یې دا دی چې اولادونه یې زدهکړې وکړي او حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، څو هغوی د بېکارۍ او مجبورۍ له امله له هېواده وتلو ته اړ نه شي. قدرتالله په دې ویډیویي راپور کې د خپل سخت او له خطرونو ډک ژوند کیسه بیانوي. راپور: انور وصال #قدرتالله #د_غرونو_کارګر #د_ژوند_کیسه #StoneWorker #AfghanYouth #HardWork
Pajhwok Afghan News24,434 Aufrufe • vor 19 Tagen

پاکستان د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ته ویزې نه دي ورکړې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، پاکستان د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ته ویزې نه دي ورکړې او له همدې امله دغه لوبډله د مرکزي اسیا زون له سیالیو پاتې شوه؛ د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ وایي، ورزش د یووالي سمبول دی او باید له سیاست څخه لرې وساتل شي. #افغان_والیبال #مرکزي_اسیا #ورزش_له_سیاست_لرې #AfghanVolleyball #CentralAsia #SportsNotPolitics
Pajhwok Afghan News23,335 Aufrufe • vor 27 Tagen

نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهدآباد په سیمه کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي دي. تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، او اړوندې ادارې د وضعیت د ارزونې او معلوماتو د راټولولو په حال کې دي.
Pajhwok Afghan News20,538 Aufrufe • vor 25 Tagen

د اټک په روغتون کې د افغان ماشوم فریاد: زما د پلار درملنه یې ونه کړه مدافع وکیل ملک اذان اعوان چې خپله هم د اټک اوسېدونکی دی، یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د یوه ناروغ د مړینې وروسته د هغه مېرمن او ماشومان په روغتون کې ژاړي. د دوی په وینا، د اټک په ملکي روغتون کې ډاکټرانو د یوه افغان کډوال د درملنې څخه ډډه کړې او هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اعوان لیکلی: « دا کس مړ نه دی، بلکې شهید شوی دی؛ او د هغه د شهید کېدو مسؤلان د اټک د ملکي روغتون مسؤلین دي.» د افغان کډوال ماشوم په اردو ژبه فریاد کوي او وايي: «زما د پلار درملنه یې ونه کړه.» په داسې حال کې چې پر افغانستان د پاکستاني پوځ د بریدونو راپورونه خپرېږي، د پاکستان په ځینو دولتي روغتونونو کې هم د افغان کډوالو د درملنې د نه کولو شکایتونه زیات شوي دي. د همدې لړۍ په یوه تازه او دردونکي پېښه کې ویل کېږي چې د اټک په ملکي روغتون کې د یوه افغان ناروغ درملنه ونه شوه او هغه مړ شو. د سیمې ځینو خلکو ویلي چې باید د دې پېښې جدي څېړنه وشي او د هغو ډاکټرانو او کارکوونکو پر ضد اقدام وشي چې د پېښې پر مهال پر دنده وو. د خلکو په وینا، په روغتونونو کې دا ډول ستونزې ډېرې دي، خو چارواکي په ټولنیزو رسنیو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه وضعیت ادعاوې کوي، په داسې حال کې چې عام خلک د بېپروايۍ له امله خپل عزیزان له لاسه ورکوي. د خپرې شوې ویډیو په تبصرو کې د منصوري په نوم یو افغان لیکلي: «موږ افغانان څه ګناه لرو چې زموږ درملنه نه کېږي؟ که زه په خپل هېواد کې ژوند کولی، هېڅکله به مې دومره سپکاوی نه زغملی. زه هم انسان یم، مسلمان یم او ستاسو ورور یم.» #اټک #پاکستان #افغان_کډوال #Attock #Pakistan #AfghanRefugees
Pajhwok Afghan News96,571 Aufrufe • vor 5 Monaten

کابل کې د شپولي زیارت دمګری د ناروغانو له پېریانو سره په مبایل خبرې کوي دا د کابل سروبي کې د شپولي زیارت دی؛ دغه زیارت ته چې که څه هم په غره کې دی، له لرې لرې ځایونو خلک ورځي. په زیارت کې ناست دمګری وايي او ادعا کوي چې خپلو ځینو ناروغانو ته زنګ وهي او د هغوی له پېریانو سره خبرې کوي، څو تکلیف ور نه کړي. #کابل #سروبي #شپولي_زیارت #دم_او_دعا #Kabul #Surobi #Shrine #SpiritualHealing بشپړه خپرونه یې په لاندې لینک کې وګورئ
Pajhwok Afghan News60,645 Aufrufe • vor 4 Monaten

د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د اسلاماباد وزیراعظم هاوس کې د دوستۍ د سمبول په توګه یو نیالګی کښېناوه خو د دې صحنې جالبه برخه دا وه چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څو ځله په اشارو او موسکا سره ډاکټر پزشکیان ته ویل: “بس دی، کافي ده!” ځکه دا یوازې یو سمبولیک رسم و. خو ډاکټر پزشکیان د هغه اشارو ته چندان پام ونه کړ او غوښتل یې نیالګی په بشپړ ډول په خپلو لاسونو وکینوي. هغه بیلچه په لاس کې نیولې وه او خپل کار یې تر پایه روان ساته. دا لنډه صحنه په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پام ځانته اړولی؛ ځینو یې د پزشکیان سادهګي او جديت ستایلی، او ځینو بیا د شهباز شریف اشارې په طنزي ډول تعبیر کړې دي. #پزشکیان #ایران #پاکستان #اسلام_اباد #شهباز_شریف #Pezeshkian #Iran #Pakistan #Islamabad
Pajhwok Afghan News25,791 Aufrufe • vor 1 Monat

تېره شپه د سخت باران له امله د غزني ښار په سیندونو کې اوبه راډېرې شوې. د شپې په تیاره کې د اوبو شور او چټک بهیر وېروونکې منظره جوړه کړې وه؛ یو شمېر خلک له کورونو راوتلي وو، له نږدې یې د اوبو ننداره کوله او د احتمالي سېلابونو راوتلو اندېښمن کړي وو. ځايي خلکو ویل، د خوګیاڼو ولسوالۍ له لوري د باراني اوبو کچه لوړه شوې وه او وېره موجوده وه چې اوبه د غزني ښار ځینو سیمو ته ورسېږي. د معلوماتو له مخې، د اوبو یوه لاره د کډوالو ښارګوټي ترڅنګ تېرېږي، له قلعه قدم سیمې څخه د بلخ دروازې ترڅنګ د کابل–کندهار پر عمومي لویه لاره اوړي او وروسته د قلعه نو او پیرزادې سیمو ته رسېږي. د اوبو بله لاره بیا د سیاقول له لارې د غزني ښار قلاتي او غیب قلندر سیمو ته غځېدلې ده. سیمهییزو چارواکو هم د وضعیت د څار او احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی و او له خلکو یې غوښتي وو چې سیندونو او سېلابي لارو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
Pajhwok Afghan News12,919 Aufrufe • vor 26 Tagen

محمدنبی عمری، معین وزارت امور داخلۀ امارت اسلامی میگوید که مقامهای ارشد حکومت پیشین توانایی نظارت و پاسخگویی از نیروهای حفاظت از خوست (KPF) را نداشتند و اگر این نیروها تا اکنون فعال میبودند، به گفتۀ او، هزاران غیرنظامی دیگر نیز قربانی میشدند. #خوست #KPF #عمری #امنیت #افغانستان #Khost #KPF #Security #Afghanistan #CIA
Pajhwok Afghan News20,237 Aufrufe • vor 1 Monat

کندهار کې د دفع هوا سیستم له لارې پر پاکستاني جیټونو «ټکان» کېږي د کندهار ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، افغان ځواکونه د دفع هوا (هوايي دفاع) د سیستم په مرسته د پاکستاني جیټ الوتکو پر وړاندې اقدام کوي. #کندهار #افغانستان #ډیورند #پاکستان #Afghanistan #DurandLine #Pakistan
Pajhwok Afghan News57,576 Aufrufe • vor 5 Monaten

ایا کابل کې په سل افغانۍ چکر کېدای شي؟ پژواک دا پوښتنه په عمل کې وازمویله. زموږ خبریال جاوېد رازمند له شهرنو څخه یوازې له سل افغانۍ سره روان شو، خو دا چې په دې لږو پیسو تر کوم ځایه ورسېد، څه یې واخیستل، له چا سره مخ شو او په پای کې یې کور ته څه یووړل؛ دا به په ویډیو کې ووینئ. دا یوازې د سل افغانۍ حساب نه دی؛ دا د کابل د خوږو شېبو، د خلکو د موسکا، د ښار د ښکلا او د وطن د وړو خوښیو کیسه ده. په داسې وخت کې چې ډېر خلک فکر کوي چکر وهل ډېر مصرف غواړي، دا ویډیو ښيي چې کله کله لویه خوښي په وړو پیسو هم جوړېږي. ویډیو تر پایه وګورئ او موږ ته ووایاست: تاسې په سل افغانۍ کابل کې څه ډول چکر وهلی شئ؟ #کابل_چکر #سل_افغانۍ #پژواک #KabulTrip #100Afghanis #Pajhwok
Pajhwok Afghan News20,913 Aufrufe • vor 1 Monat

دا د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د «بولان غر» دی چې ځانګړې طبیعي ښکلا یې سړی ځان ته ورجلبوي. په دغه غره کې یو طبیعي غار یا صوف دی چې له پاسه پرې رابهېدونکو اوبو پر تیږو بېلابېل په زړهپورې هنري شکلونه جوړ کړي دي. په ویډیو کې لومړی دغه غار ته د کښته کېدو لار او ځینې مهمې برخې در وینو او بیا د غار دننه پر تیږو جوړ شوي هغه شکلونه چې حیران به مو کړي.
Pajhwok Afghan News40,096 Aufrufe • vor 4 Monaten