Pajhwok Afghan News's banner
Pajhwok Afghan News's profile picture

Pajhwok Afghan News

@pajhwok1,081,681 subscribers

Nationwide news agency covering Afghanistan with staff of 100+

Shorts

نجونې نن سهار پوهنتون ته ورغلې وې خو په ژړا او فریاد بیرته وویستل شوې.

نجونې نن سهار پوهنتون ته ورغلې وې خو په ژړا او فریاد بیرته وویستل شوې.

82,822 просмотров

Videos

pajhwok's profile picture

د اټک په روغتون کې د افغان ماشوم فریاد: زما د پلار درملنه یې ونه کړه مدافع وکیل ملک اذان اعوان چې خپله هم د اټک اوسېدونکی دی، یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د یوه ناروغ د مړینې وروسته د هغه مېرمن او ماشومان په روغتون کې ژاړي. د دوی په وینا، د اټک په ملکي روغتون کې ډاکټرانو د یوه افغان کډوال د درملنې څخه ډډه کړې او هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اعوان لیکلی: « دا کس مړ نه دی، بلکې شهید شوی دی؛ او د هغه د شهید کېدو مسؤلان د اټک د ملکي روغتون مسؤلین دي.» د افغان کډوال ماشوم په اردو ژبه فریاد کوي او وايي: «زما د پلار درملنه یې ونه کړه.» په داسې حال کې چې پر افغانستان د پاکستاني پوځ د بریدونو راپورونه خپرېږي، د پاکستان په ځینو دولتي روغتونونو کې هم د افغان کډوالو د درملنې د نه کولو شکایتونه زیات شوي دي. د همدې لړۍ په یوه تازه او دردونکي پېښه کې ویل کېږي چې د اټک په ملکي روغتون کې د یوه افغان ناروغ درملنه ونه شوه او هغه مړ شو. د سیمې ځینو خلکو ویلي چې باید د دې پېښې جدي څېړنه وشي او د هغو ډاکټرانو او کارکوونکو پر ضد اقدام وشي چې د پېښې پر مهال پر دنده وو. د خلکو په وینا، په روغتونونو کې دا ډول ستونزې ډېرې دي، خو چارواکي په ټولنیزو رسنیو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه وضعیت ادعاوې کوي، په داسې حال کې چې عام خلک د بې‌پروايۍ له امله خپل عزیزان له لاسه ورکوي. د خپرې شوې ویډیو په تبصرو کې د منصوري په نوم یو افغان لیکلي: «موږ افغانان څه ګناه لرو چې زموږ درملنه نه کېږي؟ که زه په خپل هېواد کې ژوند کولی، هېڅکله به مې دومره سپکاوی نه زغملی. زه هم انسان یم، مسلمان یم او ستاسو ورور یم.» #اټک #پاکستان #افغان_کډوال #Attock #Pakistan #AfghanRefugees

Pajhwok Afghan News

96,406 просмотров • 3 месяцев назад

pajhwok's profile picture

د ایر کاناډا پخواني کپتان د جعلي اسنادو له لارې ۹۰۰ الوتنې کړې د کاناډا د پیل سیمه‌ییزو پولیسو د ایر کاناډا یو پخوانی کپتان د درغلۍ او جعلي اسنادو په تړاو نیولی دی. پولیس وايي، نوموړي د جعلي پیلوټي اسنادو په کارولو له ۹۰۰ څخه ډېرې سوداګریزې الوتنې ترسره کړې او له دې لارې یې له ۲.۹ میلیون ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی دی. د راپورونو له مخې، نوموړي له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۵ کال پورې په ۱۷ کلونو کې د مسافرو د لېږد په سلګونو الوتنو کې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې، خو پرې تور دی چې د اړینو مسلکي جوازونو په اړه یې جعلي اسناد کارولي وو. دې قضیې د کاناډا د هوايي چلند په سکتور کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د الوتنو د خوندیتوب او د پیلوټانو د اسنادو د تائید پر بهیر یې پوښتنې راپورته کړې دي. پولیس وايي، تورن کس به حساب ته راکاږي. د قضیې په اړه پلټنې روانې دي او وروستۍ پرېکړه به د محکمې له لوري کېږي. #کاناډا #پیل_پولیس #ایر_کاناډا #پیلوټ #جعلي_اسناد #درغلي #هوايي_خوندیتوب#کانادا

Pajhwok Afghan News

14,998 просмотров • 18 дней назад

pajhwok's profile picture

ایټالیا کې درې افغانان ژوندي په اور کې سوځېدلي؛ دوه پاکستانيان نیول شوي ایټالوي چارواکو ویلي چې د ایټالیا په سوېل، د کوزنزا ولایت اړوند د امېندولارا په سیمه کې، درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه خونړي برید کې د موټر دننه ژوندي سوځېدلي او مړه شوي دي. د ایټالیا څارنوالۍ ویلي چې دوه پاکستاني وګړي د دغو څلورو کډوالو کارګرانو د عمدي قتل په تور نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، قربانیان او تورن کسان ټول د کرنې په برخه کې د موسمي کارګرانو په توګه کار کاوه. دا پېښه د دوشنبې په ماښام په یوه تېل‌پمپ کې رامنځته شوې ده. د امنیتي کمرو د انځورونو له مخې، بریدګرو پر موټر د اور اخیستونکو موادو تر شیندلو وروسته موټر ته اور ورته کړی دیاو له عاملانو څخه یوه هڅه کړې وه د موټر دروازې تړلې وساتي، څو سپرلۍ ونه شي کولای له موټره ووځي. د دې برید په پایله کې څلور کسان د موټر دننه مړه شوي او یو بل کس د سختو سوځېدنو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. د قربانیانو له ډلې د څلور کسانو هویت د افغانانو په توګه تایید شوی دی. له ایټالیا څخه یوه پاکستاني وګړي په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې په دې پېښه کې وژل شوي ۴ واړه افغانان وو او د علي حسن او بټ په نومونو د دوو پاکستاني وګړو له‌خوا په ژوندۍ بڼه سوځول شوي دي. د هغه په وینا، یو ټپي افغان ځان پولیسو ته رسولی دی. #ایټالیا #افغانان #کډوال #پاکستانيان #تېل_پمپ #اورلګېدنه #کرونده#موسمي_کارګران #ایټالیايي_پولیس

Pajhwok Afghan News

16,856 просмотров • 26 дней назад