
Pajhwok Afghan News
@pajhwok • 1,085,208 subscribers
Nationwide news agency covering Afghanistan with staff of 100+
Shorts
Videos

په کابل کې د برېښنا د مزو یوه نوې کارخونه فعاله شوې چې ۲۳ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. د کارخونې مسوول وايي، دوی اوس کولای شي برېښنايي مزي تر اته درجې نری کړي؛ هغه چاره چې د ده په خبره، له دې مخکې په افغانستان کې نه ترسره کېده. هغه هیله څرګندوي چې د تولید د کچې په لوړېدو سره به له چین، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو د برېښنايي مزو واردات کم شي. #کورنی_تولید #کابل #برېښنايي_مزي #Afghanistan #LocalProduction #ElectricalWires
Pajhwok Afghan News37,626 次观看 • 10 天前

کابل کې د شرابو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه د کابل امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر وایي، د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې ځواکونو د شرابو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده. سرچینې لیکلي چې د شرابو پر دې کارخونه د ترسره شویوعملیاتو په پایله کې څلور تنه «مظنونین» نیول شوي او ۲۰۰ بوتله شراب، د شرابو د جوړولو وسایل او دوه موټر ضبط شوي دي. د امنیې قوماندانۍ په وینا، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی. #کابل #کارخونه #شراب #Kabul #Factory #Alcohol
Pajhwok Afghan News17,769 次观看 • 10 天前
2:02
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د کابل ښار کمپنۍ ساحه کې پر يوه کس د موټر تېرېدو پېښه په خواله رسنيو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښيي یو کس د کابل ښار په کمپنۍ ساحه کې د يوه ټانکر ټېلري موټر د شا ټايرونو ته ځان ور غورځوي او پرې تېرېږي. د دې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په اړه تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پېښه تاییدوي او وايي چې د یاد کس هويت تر اوسه نه دی معلوم او جسد يې د څېړنو لپاره عدلي طب ته سپارل شوی دی. #کابل #کمپنۍ #Kabul #Afghanistan #LocalNews
Pajhwok Afghan News24,727 次观看 • 15 天前

په مکه مکرمه کې په داسې حال کې سخت باران شوی چې لمونځکوونکي په مسجدالحرام کې په عبادات بوخت وو. د الجزیري د راپور له مخې، سعودي چارواکو د ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی او له اوسېدونکو او زیارتکوونکو یې غوښتي چې له درو او ټیټو سیمو لرې پاتې شي. #مکه_مکرمه #مسجدالحرام #Makkah #GrandMosque #HeavyRain
Pajhwok Afghan News17,906 次观看 • 22 天前

کابل کې د څه باندې سل کلن هارتن پل د نوماېښودنې او جوړېدو تاریخي کیسه د کابل ښار تاریخي هارتن پل، چې خلک یې د هارتل او آرتل په نومونو هم یادوي، له یوې پېړۍ ډېر عمر لري. دغه پل له ډبرو جوړ شوی، څلور منارونه او هنري حکاکۍ لري. د پژواک خبریال جاوېد رازمند په دې راپور کې د تاریخپوه، سپینږیرو او ځوانانو له خولې د دغه پل د جوړېدو، نوماېښودنې او تاریخي ارزښت کیسه رااخیستې ده. #هارتن_پل #هارتل_پل #آرتل_پل #تاریخي_کابل #دکابل_کیسې #HartanBridge #HistoricKabul #KabulHistory
Pajhwok Afghan News14,044 次观看 • 18 天前

د اټک په روغتون کې د افغان ماشوم فریاد: زما د پلار درملنه یې ونه کړه مدافع وکیل ملک اذان اعوان چې خپله هم د اټک اوسېدونکی دی، یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د یوه ناروغ د مړینې وروسته د هغه مېرمن او ماشومان په روغتون کې ژاړي. د دوی په وینا، د اټک په ملکي روغتون کې ډاکټرانو د یوه افغان کډوال د درملنې څخه ډډه کړې او هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اعوان لیکلی: « دا کس مړ نه دی، بلکې شهید شوی دی؛ او د هغه د شهید کېدو مسؤلان د اټک د ملکي روغتون مسؤلین دي.» د افغان کډوال ماشوم په اردو ژبه فریاد کوي او وايي: «زما د پلار درملنه یې ونه کړه.» په داسې حال کې چې پر افغانستان د پاکستاني پوځ د بریدونو راپورونه خپرېږي، د پاکستان په ځینو دولتي روغتونونو کې هم د افغان کډوالو د درملنې د نه کولو شکایتونه زیات شوي دي. د همدې لړۍ په یوه تازه او دردونکي پېښه کې ویل کېږي چې د اټک په ملکي روغتون کې د یوه افغان ناروغ درملنه ونه شوه او هغه مړ شو. د سیمې ځینو خلکو ویلي چې باید د دې پېښې جدي څېړنه وشي او د هغو ډاکټرانو او کارکوونکو پر ضد اقدام وشي چې د پېښې پر مهال پر دنده وو. د خلکو په وینا، په روغتونونو کې دا ډول ستونزې ډېرې دي، خو چارواکي په ټولنیزو رسنیو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه وضعیت ادعاوې کوي، په داسې حال کې چې عام خلک د بېپروايۍ له امله خپل عزیزان له لاسه ورکوي. د خپرې شوې ویډیو په تبصرو کې د منصوري په نوم یو افغان لیکلي: «موږ افغانان څه ګناه لرو چې زموږ درملنه نه کېږي؟ که زه په خپل هېواد کې ژوند کولی، هېڅکله به مې دومره سپکاوی نه زغملی. زه هم انسان یم، مسلمان یم او ستاسو ورور یم.» #اټک #پاکستان #افغان_کډوال #Attock #Pakistan #AfghanRefugees
Pajhwok Afghan News96,631 次观看 • 6 个月前

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د اورېګن ایالت په پورټلنډ ښار کې دوه تښتېدلې وړې وزې د بس یوه تمځای ته ورغلې او له مسافرو سره یوځای بس ته پورته شوي دي. د امنیتي کمرو په ویډیو کې ښکاري چې وزې د لنډ وخت لپاره په بس کې پاتې کېږي، خو وروسته یې مسافر بېرته تمځای ته ښکته کوي او بس له هغوی پرته خپل مسیر ته دوام ورکوي. #امریکا #پورټلنډ #وزې #Portland #TriMet #Goats
Pajhwok Afghan News25,421 次观看 • 1 个月前

زلزله ولې رامنځته کېږي او د ځمکې لاندې څه پېښېږي؟ په دې ویډیو کې به په ساده او روانه پښتو ژبه د ټکټونیکي تختو، ځمکنیو درزونو، د زلزلې د څپو، شدت او مرکز په اړه معلومات ترلاسه کړئ. همدارنګه به پوه شئ چې افغانستان ولې له زلزلو سره ډېر مخ کېږي، ایا د زلزلې وړاندوینه ممکنه ده او د زلزلې پر مهال د ځان او کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره باید څه وکړو. دا ویډیو د USGS او د معتبرو علمي معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده. ویډیو له خپلو ملګرو او کورنۍ سره شریکه کړئ، څو نور خلک هم د زلزلې د خطرونو او خوندیتوب له لارو خبر شي. #زلزله #طبیعي_پېښې #Earthquake #EarthquakeSafety #NaturalDisasters
Pajhwok Afghan News34,624 次观看 • 2 个月前

قزاقستان کې له ۷۰ کلونو وروسته یوه پړانګه طبیعت ته خوشې شوه د قزاقستان د چاپېریال وزارت بيبيسي ته ویلي چې د «Umit» په نوم یوه پړانګه د دغه هېواد د ایلې ـ بالخاش طبیعي زېرمې ته خوشې شوې ده. د راپور له مخې، دا اقدام د هغه پروګرام لومړی عملي پړاو دی چې موخه یې په مرکزي اسیا کې د پړانګانو بېرته مېشتول دي؛ دغه ژوي څه باندې اووه لسیزې مخکې له قزاقستانه ورک شوي وو. چاپېریالي فعالان دا ګام د قزاقستان د وحشي ژوو د ساتنې او د پړانګانو د تاریخي استوګنځي د بیا رغولو لپاره مهم پرمختګ بولي. #قزاقستان #پړانګه #وحشي_ژوي #Kazakhstan #AmurTiger #Wildlife
Pajhwok Afghan News28,835 次观看 • 2 个月前

کالیفورنیا کې ژغورونکي یو ماشوم د سمندر له خطرناکو څپو وژغوره د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سانتا کروز کاونټي په ساحل کې یوه ژغورونکي د سمندر له سختو څپو څخه یو ماشوم وژغوره. د فاکس نیوز د راپور له مخې، ماشوم په زورورو څپو کې بند پاتې و، خو ژغورونکي له ځنډ پرته ځان اوبو ته وغورځاوه او هغه ته یې ځان ورساوه. ویډیو ښيي چې ژغورونکی د څپو له سخت فشار سره سره هڅه کوي ماشوم ساحل ته وباسي. وروسته یو بل کس هم د مرستې لپاره ورځي او دواړه په ګډه ماشوم خوندي ساحل ته رسوي. #کالیفورنیا #سانتا_کروز #ژغورنه #California #SantaCruz #Rescue
Pajhwok Afghan News30,936 次观看 • 2 个月前

د غزني–پکتیکا لویې لارې د رغونې چارو د ورووالي په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، د غزني والي د ټولګټو ریاست مسوولین او د قراردادي شرکت استازي ورغوښتي او سپارښتنه یې ورته کړې چې د سړک پاتې چارې په دوو میاشتو کې بشپړې کړي. د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار د رسنیو د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي: «موږ له هغو رسنیو مننه کوو چې د خلکو ستونزې په مسلکي ډول تر مسوولینو رسوي.»
Pajhwok Afghan News31,527 次观看 • 2 个月前

احدي: په سویس کې د افغانستان پانګه ۴.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې د مالیې او سوداګرۍ پخواني وزیر ډاکټر انورالحق احدي ویلي، په سویس کې د افغانستان پانګې ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او ارزښت یې ۴.۲ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. احدي دغه څرګندونې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولنې په اویاوم انلاین کنفرانس کې وکړې، چې د «افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۶مه، یکشنبه، جوړ شوی و. نوموړي وویل، تر اوسه له دغو پیسو هېڅ لګښت نه دی شوی او د وضعیت له عادي کېدو سره به دغه پیسې د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شي. هغه د امریکا له خوا د کنګل شویو پاتې درې نیم میلیاردو ډالرو په اړه وویل چې دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې او ډېر احتمال شته چې درېیمه، یا وروستۍ، محکمه هم پرېکړه وکړي چې دغه پیسې له کنګل کېدو خلاصې شي او د افغانانو پانګه خوندي پاتې شي. #انورالحق_احدي #افغانستان #افغان_اقتصاد #د_افغانستان_پانګه #کنګل_شوې_پانګه #سویس #ملي_بانک
Pajhwok Afghan News29,749 次观看 • 2 个月前

کابل کې د شپولي زیارت دمګری د ناروغانو له پېریانو سره په مبایل خبرې کوي دا د کابل سروبي کې د شپولي زیارت دی؛ دغه زیارت ته چې که څه هم په غره کې دی، له لرې لرې ځایونو خلک ورځي. په زیارت کې ناست دمګری وايي او ادعا کوي چې خپلو ځینو ناروغانو ته زنګ وهي او د هغوی له پېریانو سره خبرې کوي، څو تکلیف ور نه کړي. #کابل #سروبي #شپولي_زیارت #دم_او_دعا #Kabul #Surobi #Shrine #SpiritualHealing بشپړه خپرونه یې په لاندې لینک کې وګورئ
Pajhwok Afghan News60,871 次观看 • 6 个月前

قدرتالله د کابل د سروبي ولسوالۍ ۲۸ کلن اوسېدونکی دی چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره په غرونو کې د تیږو راایستلو په سخت او خطرناک کار بوخت دی. هغه له اتو کلونو راهیسې په غرونو کې د باروتو په وسیله تیږې ماتوي او راباسي یې. قدرتالله وایي، د دغه کار پر مهال یې خپل ورور او ملګري له لاسه ورکړي، خپله هم څو ځله ټپي شوی او له غره لوېدلی دی؛ خو د بل کار د نشتوالي له امله لا هم دې کار ته دوام ورکوي. دی وایي، تر ټولو لوی ارمان یې دا دی چې اولادونه یې زدهکړې وکړي او حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، څو هغوی د بېکارۍ او مجبورۍ له امله له هېواده وتلو ته اړ نه شي. قدرتالله په دې ویډیویي راپور کې د خپل سخت او له خطرونو ډک ژوند کیسه بیانوي. راپور: انور وصال #قدرتالله #د_غرونو_کارګر #د_ژوند_کیسه #StoneWorker #AfghanYouth #HardWork
Pajhwok Afghan News24,434 次观看 • 2 个月前

هند کې کې ځمکښویېدنې اووه کسان وژلي د اسوشېټډ پرس د راپور له مخې، د هند د لوېدیځ مهاراشترا ایالت په ممبۍ ښار کې د سختو موسمي بارانونو له امله ځمکښویېدنه شوې ده. چارواکي وايي، په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. راپورونه وايي، ژغورونکو د نړېدلو خاورو او کثافاتو له منځه جسدونه راایستلي او د نورو احتمالي زیانمنو کسانو د موندلو هڅې روانې دي. د هند هوا پېژندنې ادارې په لوېدیځ هند کې د لا زیاتو موسمي بارانونو خبرداری ورکړی دی. #هند #مهاراشترا #ځمک_ښویېدنه #India #Maharashtra #Landslide
Pajhwok Afghan News18,969 次观看 • 1 个月前

کندهار کې د دفع هوا سیستم له لارې پر پاکستاني جیټونو «ټکان» کېږي د کندهار ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، افغان ځواکونه د دفع هوا (هوايي دفاع) د سیستم په مرسته د پاکستاني جیټ الوتکو پر وړاندې اقدام کوي. #کندهار #افغانستان #ډیورند #پاکستان #Afghanistan #DurandLine #Pakistan
Pajhwok Afghan News57,576 次观看 • 7 个月前

پاکستان د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ته ویزې نه دي ورکړې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، پاکستان د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ته ویزې نه دي ورکړې او له همدې امله دغه لوبډله د مرکزي اسیا زون له سیالیو پاتې شوه؛ د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ وایي، ورزش د یووالي سمبول دی او باید له سیاست څخه لرې وساتل شي. #افغان_والیبال #مرکزي_اسیا #ورزش_له_سیاست_لرې #AfghanVolleyball #CentralAsia #SportsNotPolitics
Pajhwok Afghan News23,400 次观看 • 2 个月前

پنجشېر کې څه باندې ۴۰۰۰ ځوانانو له پاکستان سره د جګړې لپاره نوملیکنه کړې ده د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، له هغې ورځې چې د پاکستان پوځي رژیم پر افغانستان برید کړی، په دغه ولایت کې څه باندې ۴۱۷۶ ځوانانو له هېواده د دفاع او له پاکستان سره د جګړې لپاره نوملیکنه کړې ده. هغه ویلي چې د پنجشېر عام او خاص ولسونه، په ځانګړي ډول ځوانان، ډېره لېوالتیا لري چې فرضي کرښې ته ولاړ شي او له خپل هېواد، نظام او خلکو د دفاع په موخه د پاکستان له پوځ سره وجنګېږي.
Pajhwok Afghan News50,464 次观看 • 7 个月前