عبدالحق الأفغاني's banner
عبدالحق الأفغاني's profile picture

عبدالحق الأفغاني

@pashaiAbdulhaq40,599 subscribers

اسلامي محتوا | شخصي یادښتونه | د اصلاح خبرې | هدف مې زړه ته رڼا فکر ته بصیرت او ژوند ته برکت

Shorts

څه ورځې مخکې مې د دوبۍ سفر درلود په الوتکه کې مې ډېر افغان مسافرین ولیدل ښځو او نجونو حجابونه اغوستي وو او په اسلامي لباس کې وې خو کله چې الوتکه دوبۍ ته نږدې شوه ما ولیدل چې ځینو خپلې د سر پوړنې لرې کړې ځینو حجابونه ښکاره پرېښودل او ځینو خو تر دې هم وړاندې ګام واخیست او غربي لباس یې اغوستی و دا صحنه راته ډېره د افسوس او عبرت وړ وه انسان باید له خپل خالق الله تعالی څخه ووېرېږي نه دا چې د مخلوق د نظر او خبرو له وېرې خپل دین حیا او ارزښتونه بدل کړي حجاب یوازې د خلکو لپاره نه دی حجاب د الله تعالی حکم او د مسلمانې ښځې د حیا او عزت نښه ده د رسول الله ﷺ لارښوونې زموږ لپاره د ژوند معیار دی نه د خلکو خوښي او د زمانې فېشن موږ افغانان یو او زموږ په کلتور کې حیا عزت پرده او د مشرانو درناوی تل ځانګړی ځای لري نو افسوس دی چې انسان د څو شېبو د خلکو د خوښۍ لپاره هغه ارزښتونه هېر کړي چې دین او کورنۍ یې ورته ور زده کړي دي راځئ چې د مخلوق له نظره مخکې د خالق رضا په پام کې ونیسو ځکه د خلکو رضا لنډمهاله ده خو د الله تعالی رضا د دنیا او آخرت کامیابي ده

17,870 görüntüleme

Videos

pashaiAbdulhaq's profile picture

د راشد خان د قضیې په اړه د شیخ صاحب د دریځ د ناسم معلوماتو وضاحت او د اسلامي نظام د دفاع منطق په دې کې هېڅ شک نشته چې شيخ صاحب محترم ډېر ښه انسان دی او که د ده علمي او تحقيقي سابقه وڅېړو نو ډېره پراخه ده خو په همدې مسئله کې زه په بشپړ ډول يقين لرم چې شيخ صاحب ته د موضوع ټول حقیقت نه دی معلوم تر ټولو لومړی که وګورو رشید خان اول دي پېژني نه حتی په ویډیو کې څو څو ځله پوښتنه کوي چې: “راشد څوک دی؟” دا خپله دې ته اشاره ده چې موضوع پرې نه ده روښانه دوهمه خبره دا ده چې که شيخ صاحب ته اصلي حال معلوم وای ښايي ده به د دې پوښتنې ځواب په همدې انداز نه وای ورکړی اوس راځو بعضي پوښتنو او جوابونو ته تر هر څه مخکې: شيخ صاحب مبارک یوه حدیث ذکر کړې ده. شيخ صاحب یې تشریح هم کړې ده، زه به هم لږه تبصره پرې وکړم شيخ صاحب چې کوم حدیث بیان کړی، په هغه کې راغلي چې د خلکو په شاته تجسس مه کوئ، یعنې د دې نیت سره د بل بدۍ پسې مه ګرځئ چې د هغه بد کارونه پیدا کړم او بیا یې خلکو ته ښکاره کړم خو دلته خبره برعکس ده؛ راشد خان خپله مېرمن په بې‌پردګۍ سره رسنیو ته وړاندې کړې ده. دلته چا تجسس نه دی کړی، بلکې دی خپله د دې کار سبب ګرځېدلی دی دوهمه خبره دا ده چې که اسلامپالو مبارزينو د راشد خان خلاف غږ پورته کړی، مقصد دا نه و چې د راشد خان سپکاوی وکړل شي بلکې اسلامپالو ملګرو خپل اسلامي نظام دفاع کړی صرف دا خبره کړې چې راشد خان تاسو ته همدا حکومت تنخوا درکوي همدا حکومت تاسو سپورټ کوي او همدې حکومت د همدې شرعي اصولو لپاره شل کاله جګړه کړې قربانۍ یې ورکړي او شهیدان یې ورکړي دي نو صرف حق ويل شوي تجسس نه دی کړی اوس ځینې خلک د شيخ صاحب ویډیو خکته پورته کوي او وایي چې تاسو غلط وئ، شيخ صاحب داسې وایي. وروره! شيخ صاحب هر څه چې ویلي، هغه د خپل فکر او د هغه حدیث له مخې ویلي چې ده لوستلی. په دې مسئله کې چې د راشد خان ده، ده ته بشپړ حقیقت نه دی معلوم. زه په يقین سره وایم: که شيخ صاحب ته دا ریښتینی حال معلوم شي چې اسلامي نظام، شرعي نظام، او د دې ټولو باوجود راشد خان په نړیوال سټېج داسې کار کړی، نو زه په باور سره ویلی شم چې شيخ صاحب به پر ده فتوی هم ورکړي او له خپل پخواني موقف به هم رجوع وکړي. او زه دا خبره تاسو ته عملاً ثابته کوم. اوس لږ بوخت یم، ان شاءالله چې خپل ځای ته ورسېدم، زه پخپله له شيخ صاحب سره اړیکه نیسم او ټول جزئیات به ورته بیان کړم. بیا به تاسې ووینئ چې څنګه به رجوع کوي او د هغه خلاف فتوی ورکوي

عبدالحق الأفغاني

16,671 görüntüleme • 9 ay önce

Daha fazla içerik yok.