حافظ عمير Hafiz Umair's banner
حافظ عمير Hafiz Umair's profile picture

حافظ عمير Hafiz Umair

@qba2p • 1,368 subscribers

Videos

qba2p's profile picture

هغه ورځ چې د آغاجان بند د ډیزاین چارې پیل سوې، وعده وسوه چې په ۱۸ میاشتو کې به ډیزاین او په دریو کلونو کې به د دې بند ټولې رغنیزې چارې ترسره سي. په زرګونو خلک د بند په خوشحالۍ کې راټول سوي وو. خو متأسفانه تر اوسه موږ د ډیزاین په نوم تېر ایستل کېږو. حال دا چې د ډیزاین وخت یې اتلس میاشتې و، خو اوس درېیم کال روان دی او د بند د کارونو تر اوسه هېڅ څرک نه معلومېږي. موږ له مسؤولینو غواړو، لطفاً زموږ دا هیله راپوره کړئ. د روزګان ولسونه د سیمو پرېښودلو ته مجبوره سوي دي او ډېرو خلکو اوس د وچکالۍ له امله خپلې مېني پرېیښې دي. دا غوښتنه مو په وار وار له مشرانو او مسؤولینو سره شریکه کړې ده، خو عملي اجراآت تر اوسه صفر دي. خلک مو دومره ناهیلي دي چې نور د آغاجان بند بېخي یوه ټوکه ورته معلومېږي. لطفاً، لطفاً، لطفاً! زموږ هیله تاسو یاست، زموږ باور تاسو یاست، زموږ مشران تاسو یاست، زموږ آمرین تاسو یاست. زموږ ولسونه د بربادۍ سره مخ دي. اقتصاد، د اهل او عیال يوه حلاله ګوله مو له زراعت څخه ده، خو دا چاره نوره پر درېدو ده. تاسو زموږ مشران یاست، موږ ستاسو رعیت یو د شفقت له مخې دا غوښتنه راپوره کړئ. 😪

حافظ عمير Hafiz Umair

23,600 Aufrufe • vor 28 Tagen

Keine weiteren Inhalte verfügbar